عبدالمنان توحیدیار

تاسو به ډير اوریدلي وي چې کله داعش ډله د پاکستان له لوري رامنځ ته شوه، مشران او لومړني کسان یې د اورکزیو اوسیدونکو و، خو پاکستان په ډير هنر باندې هڅه وکړه او د تبلیغاتو په مټ یې دا ډله پر افغان حکومت تاوان کړه.

د دې ډلې بنسټ اورکزیو کې ايښودل شوی و او له ډيورنډ کرښې څخه د شینوارو مامند درې ته راواوښتل او په لومړي سر کې یې څو قومي مشران په بمونو کینول او والوځول.

لومړیو کې ټولو همدا فکر کو چې دا ډله د پاکستان ملیشې دي او هڅه دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي چې که د پاکستان له امر یې سرغړونه وکړه، پر ځای به یې داعش منځ ته راولي او طالبان به له منځه لاړ شي.

ستاسو به په یاد وي چې یو وخت کې د طالبانو اړیکې له مسکو او تهران سره ډيرې نږدې شوې، ان ځینو طالب مشرانو هڅه کوله له پاکستان ځانونه وباسي او نور له غلامۍ ځان خلاص کړي، خو داسې و نه شول.

طالبانو ځینو مشرانو پوه کوشش وکړ چې ځان د مسکو او ایران غیږ ته په مکمل ډول واچوي، خو دا چې پاکستان ورسره له نورو لارو کار واخیست، د طالبانو دا پلان یې خراب کړ، له روسیې او ایران سره یې اړیکې یواځې تر اړیکو محدودې شوې او له ایران او روسیې وغوښتل شول، که چیرې تاسو پر طالبانو کومه پروژه تطبیق کوئ، باید پيسې او امکانات پاکستان ته ورکړئ او د پاکستان له خوا به یې طالبان تطبیق کوي.

نو پاکستان د احتیاط لپاره داعش ډله رامنځ ته کړه، خو په افغانستان کې يې ځینو ډلو او اشخاصو ته پيسې او امکانات ورکړل چې داعش ډله پر امنیت شورا او یا ملي امنیت باندې وتپي.

په دې به اعتراف کول بده نه وي چې پاکستان په دې برنامه کې تر یو حده بریالی شو، زیاتو افغانانو همدا فکر کو چې داعش ډله د حکومت او یا امریکا له لوري تمویل کیږي او دا شک تر ډيره وخته مالوم و.

سره له دې چې افغان ځواکونو هر کله د افغانستان په ختیځ کې د دې ډلې پرضد عملیات کول، بهرنیو او افغان ځواکونو هوايي بریدونه پرې کول، خو بیا هم د پاکستان لاسپوڅو په بیلابیل ډول باندې د خلکو غوږ ته رسوله چې دا ډله د امریکا او افغان حکومت ده.

خو کله چې د دې ډلې پرضد کارنده عملیات وشول، اکمالاتي لارې چې له قبایلو سیمو به ورته پيسې او امکانات راتلل بند شول، نو همغه وخت دا ډله له ماتې سره مخ شوه.

کله چې دا ډله یا ووژل شول او یا تسلیم شول، مالومه شوه چې اکثریت د دې ډلې یا د پنجاب و او یا د خیبرپښتونخوا.

نو که دا ډله د افغان حکومت او یا امریکا له لوري تمویل کیدلی او یا د دوی له لوري رامنځ ته شوی وی نو بیا څنګه یې ټول جنګیالي د پنجاب او پاکستان د بیلابیلو برخو و.

بلاخره ښکاره شوه، نیول شویو داعش وسله والو چې د پاکستان تبعه و، اعتراف وکړ چې عامه ځایونو کې به ورته ویل کیدل چې داعش لیکو ته لاړ شئ، معاش درکو او هلته جهاد روان دی.

نو ایا پاکستانی ریاست او ای ایس ای له دې موضوع نه وه خبره، ایا افغانان تللي و او هلته یې پټه تبلیغات کړی و چې داعش ډلې سره یو ځای شئ؟

ښکاره خبره ده چې نا؛ دا د پاکستان یو ګیم و، چې و یې چلو، پردې اولادونه یې ووژل، پردۍ میندې یې بورې کړې او له دې لارې به یې حتما پيسې او ځینې اهداف لاس ته راوړي وي، خو طالب او داعش چې اوس هم د پاکستان په لوبو نه پوهیږي، نو افغانان یې له خدایه تر دې ذلیل او شرمیدلي غواړي چې یو ځل بیا د طالب مشرانو څخه پرتوګونه په هوایي ډګر کې وباسي او لغړ یې په بل چا خرڅ کړی.

One thought on “داعش د چا پروژه وه او پر چا تاوان کیدله”
  1. آیا نړیواله ټولنه او امنیت شورا د بین الملل او ځانګړی توګه امریکا موږ سره پدی خبره کی همنظره ده کچیری همنظره ده ولی په پاکستان سیاسی او مالی بندیز نه لګوی لکه څرنګه یی چی په ایران باندی لګولی او زیاتوی یی

    کچیری په پاکستان سیاسی او اقتصادی بندیزونه ولګول شی نو ټوله نړی به امن او ثبات کی ژوند وکړی مګر چی حالاتو ته ګورو امریکا نه غواړی چی افغانان په ثبات او ارامی او سوله کی ژوند وکړی

    ځکه د امریکا ګټه په جګړه کی ده کچیری موږ ارام شو نو پاکستان بیا د ښی ورځی طمعه نلری
    نو امریکا دلته چی هر ګام پورته کوی له پاکستان سره مشوره کوی او طالبان هم چی کوم ګام پورته کوی که هغه په سوله کی وی یا جنګ کی یوځل له باجوه او نورو استخباراتی جنرالانو سره مشوره کوی ځکه د اوربند د مشوری لپاره تر پاکستان پوری ورسیدل بیا پاکستان وایی چی طالبان مشران په پاکستان کی نشته او پاکستان له طالبانو نظامی او مالی او اوس وخت سیاسی ملاتړ نه کوی

    که نړیواله ټولنه سترګی لری نو اوسنی د سولی خبری او د طالبانو تګ پاکستان هر څه واضح کوی حاجت نشته چی افغان دولت نړیوالی ټولنی د پآکستان په اړه شکایت وکړی
    مګر که امریکا د پآکستان په وړاندی جدی نظر ونیسی او عملی ګام پورته کړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *