تاند – د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) پاکستان د خپل یوه نوي ولایت په توګه اعلان کړی دی.

داعش د ولایت په توګه د پاکستان د اعلانولو خبر په خپله تبلیغاتي رسنۍ اعماق کې خپور کړی او د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ یوه خبري وېب سایټ سلام ټایمز هم دا خبر تایید کړی دی.

سلام ټایمز لیکلي، «داعش په وروستیو کې چې د غوایي‌ په ۲۲مه یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترافیک پولیسو د یوه افسر د وژنې مسؤلیت پرغاړه واخیست، د خپلې تبلیغاتي رسنۍ اعماق له لارې د «پاکستان ولایت» د رامنځته کولو اعلان وکړ.‌»

په راپور کې د داعش د هغې ادعا سکرین شاټ هم خپور شوی چې وایي په کوېټه کې یې طالب جنګیالي او په کراچۍ کې یو پولیس وژلی دی.

د داعش له خوا خپور شوی یو عکس د دغې ډلې بیرغ په مینار پاکستان باندې، چې په لاهور کې یو ملي یادګار دی، ښیي چې دغه کار د پاکستاني مقاماتو اندېښنې راپورته کړي دي.

په بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ ضد چارو د ریاست د سرمفتش مرستیال اعتزازاحمد ګورایا اعتراف وکړ چې، «ښایي د داعش لپاره اسانتیا برابروونکي زمونږ په خاوره کې موجود وي.»

هغه وویل، «اصلاً داعش بلوچستان او د پاکستان نورو قبایلي سیمو ته د خپلو عملیاتو د نرمو هدفونو په سترګه ګوري، له دې امله هغوی هڅه کوي چې دلته ځان ته د پښې اېښودلو ځای ومومي.»

هغه وویل، د یاغیتوب ضد عملیاتو د غوایي په ۲۶مه په مستونګ کې د داعش اورپکو اړوند یوه روزنیز مرکز کې د درې قوماندانانو په شمول ۹ تنه ترهګر ووژل.

اعتزاز وویل، «د اورپکو له روزنیز مرکز څخه درنې وسلې، چاودېدونکي مواد، د ځانمرګو واسکټونه، مهمات او د معاصرو او پرمختللیو وسلو په هکله د لارښود معلومات ترلاسه کړای شول،» او زیاته یې کړه چې د احصایې ملي اداره په دې کار کوي چې د وژل شویو اورپکو هویت معلوم کړي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې ویل کيږي د افغانستان د ننګرهار ولایت په شینوارو او خوګیاڼو سیمو کې جنګېدونکي داعشيان چې اکثر د ډیورنډ د پورې غاړې قبایلي ځوانان دي د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو له خوا تمویل او تجهیز کیږي او په کرښه ازادانه تګ راتګ کوي.

One thought on “داعش پاکستان د خپل نوي ولایت په توګه اعلان کړ”
  1. اروا ښاد عبدالرحمان بابا څه ښه ویلي و:
    ” ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه ** چې همدا غشي به ستا په لور ګزار شي
    کوهي مه کنه دبل سړي په لار کې ** چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
    لږ ېې مه ګڼه که هر څو ګناه لږ وي** چې لږلږ و بله جمع کړې بسیار شي
    کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي** اغزي مه کره په پښو کښې به دې خار شي
    هغه زړه به له طوفانه په امان وي**** چې کشتۍ غوندې د خلکو بابردار شي” …

ځواب ورکول ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *