پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله کوونکي داعشیان

تاند- اسلامي دولت یا داعش سختدریځې تروریستي ډلې نن /پنجشنبه/ د خپلو هغو تروریستانو نومونه اعلان کړل چې پرون یې په کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله وکړه.

داعش د خپل خبري اژانس (اعماق) په ویبپاڼه کې لیکلي چې دا پنځه تنه په خټه تاجکان دي خو دا یې نه دي ویلي چې ټول افغانان دي که تاجکستاني اتباع هم په هغو کې شامل دي.

اعماق د حمله کوونکو تروریستانو نومونه عبدالرحمان تاجیکي، ابراهیم تاجیکي، سعد خراساني، جعفر هراتي او مسلم کابلي ښودلي دي.

مخکې هم په ګڼو راپورونو کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش اکثره غړي یا د ډیورند د پورې غاړې اورکزي دي، چې له پاکستاني طالبانو دې ډلې ته رااوښتي او یا هم د منځنۍ اسیا اتباع دي.

د داعش له دې اعلانه داسي ښکاري چې دا ډله د افغانستان په نورو قومونو کې د نفوذ ظرفیت لري.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په افغانستان کې د داعش د رامنځته تګ په لومړیو کې ویلي و چې دا ډله په دې خاطر چې سیمه د خراسان په نوم یادوي، غیرپښتانه قومونه هم ځان ته جذبولی شي.

داعش تروریستي ډلې ویلي چې ۵ تروریستانو یې په سردار محمد داوود خان روغتون کې په سلګونو تنه وژلي دي.

دې ډلې وژل شوي کسان مرتد او استخباراتي مامورین بللي دي.

اکثره سختدریځې ډلې، چې د اسلام په نوم جنګېږي، له خپل نظر سره پر مخالفو مسلمانانو د کفر او ارتداد ټاپې لګوي او وژلو ته یې پلمې لټوي.

د افغانستان حکومت نن د داعش په حمله کې د شهیدانو شمېر ۴۹ او د ټپیانو ۷۶ اعلان کړ.

9 thoughts on “داعش پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله کوونکي تروریستان معرفي کړل”
  1. داعشیانو په اړه به سیاف زیات مالومات لری ځکه ددوی قدیمی خلیپه خو همدغه سړی و

  2. لومړی خو د اسلام نوم د خپلې وحشي او قاتلې ډلې لرې کړئ، ځکه په اسلام کې د کفري وحشیانو لپاره ځای نشته. تاسو په کوم دلیل ځان ته مسلمانان وایی؟ ستاسو عمومي مشر یهود دی او تاسو خو کفارو د اسلام د بدنامولو لپاره پيدا کړي یی او بل دا چې د خپل افغان مشر په هکله معلومات وکړئ چې د چا جاسوس دی؟
    په روغتون حمله پدې مانا لکه په یو لاس تړلي انسان چې حمله کوئ ددې نه معلویږي تاسو ډير کمزوري او بې زړه ډله یې، څوک چې د مخامخ جنګ توان ونلري هغوی په داسې خلکو حملې کوي. زه نه پوهیږم چې دې مریضانو ستاسو څه ښځې …… وې؟

  3. Let Mr. Hikmatyar Sahib come to take care of it. The Kabul government is not capable to protect the capital city of Kabul, what about the rest of the country???????

  4. سلامونه؛
    دا څه رقم دولت اسلامی دی چې د عراق او شام په نوم د خدایزده چا اوچا له خوا مینځ ته راغی او لا نور به هم کوم ورکزیان پکې ورګډول کیږي؟. ارمان چې افغانان د داخلي ستون پنجم او ششم ! +ګاوڼډي تش په نامه اسلامي جمبوریتونو او++ نړیوالو آدم خورو له لاسه دا ۳۰-۴۰ کاله ستړي،ستومانه او هر څه ېې له لاسه ورکړي ؛ که نه هماغه فقید نجیب الله هم که ژوندی وای اوس به ېې ځغلولي وای.
    او افسوس د مریم الخراساني په غلطه پشتو ، او بې منطقه مسلماني؟. آیا مسلمانان همداسې وي؟. د حضرت محمد ص. په زمانه کې حتی یهود او نصاراوو سره ظلم نه کیده، مريضان، اسیران، او زنانه،ماشومان او سپین ژیري خو پر ځای پریږده!
    د شهید سردار م.داود خان، د افغانستان د ټولو بیګناه شهیدانو د ارواهو ، او د زخمیانو اهونه او دردونه، د کوڼډو یتیمانو ښیراوې او د امت مسلمه لعنتونه دې پر تش په نامه مسلمان نماګانو او د داسې وحشي جنایتکارانو پر فرد فرد او بادارانو ېې شي. آمین ثم آمین.
    زخمیانو ته روغتیا، پاته بازماندګانو ته جمیل صبر او تللو ته جنات الفردوس د الله ج.ج. له درباره غواړو.
    زما د وطن اورونه زمونږ پر دشمنانو پورې شه!

  5. Salam mohtaramo

    pass le dai na tse amrica aw roussano peh kal 1989 yaw bel sara welid (peh keshtehee engliss sarhadato ta nezdai) no de afghanistan de beirat newelo tassmim emzah seh.

    peh moqhable keh roussan sharqhi alman azadawee aw de dunya azad tejarat emzah keigi.

    no amrica aw israel de talibano de ddalai peh jollawelo eqhdam wekllel.

    peh salah e sambal keh aw wazifa e warkeh tse de afghanistn ttoll qhomandanan aw siassi rahbaran naboud kee khossousan hezb e islami aw mazaree.

    peh afghanistan keh sakht islami nezam tteeng kee , leka de saqhao zoy tse englissano esthemal kllel.

    amrica aw israel arabestan aw pakistan ta e wazifa warkllel tse taliban joll see.

    kela tse de massoud marg (9/10 septembre) de roussano le khwa taheed seh

    no de 11 septembre dassissa shoroh seh de ben laden peh moqhabel aw talibano peh moqhabel.

    kofar de saqaw zoy sar tchapa siassat e jarre keh

    englissano yaw tajik refugi habibolah na estefadh wekllel

    aw

    amrica israel aw roussano le afghan molah omar na estefadah wekllel.

    no amrica intezar nederlod tse afghanan domra moqhawemat wekee

    nen peh afghanistan keh ezafa le 30 mokhalefin siassi ddalai dee aw taliban yawa ddala da.

    kofar siassat dah da tse ttoll afghanan bayad de talib pen nameh bad mahrefi see ter tso tajikan hazara ozbak aw turkman lassouna yaw wee.

    daesh peh kal 2004 peh iraqh keh de mossoul peh shar keh joll seh de arabaestan peh zor.

    de messer noum e aboubakr albaghdadi da.

    yawa bella ddalah kofar peh afriqha keh joll klle tse boko haram noumeigi.

    daesh maneh dah da:

    daesh=Dawlat islamiya fi ‘iraq wa sham

    wa sham yaneh khorassan

    daesh yaneh islam dawlat le iraqh na ter khorassan(afghanistan +pakistan).

  6. ډاکټرصاحب زړورصاپي! پښتوخو پريږدۍ چې د دې[ مریم خرـ آسان] هغه خپله خر- آسپاني پارسي هم نده زده۰ او د هغه دین په نامه چې جنګیږي یعنې[ محمدي ژبه] هغه ئې هم نده زده، د دې که عربي او پارسي زده وای، دې به طالب په« ت» نه لیکئ۰ د دې نه مالومیږي چې تازه مسلمانه په ډالرواخستل شوې، دوی د اسلام په نامه نورۍ مخبرۍ دندې لري۰
    مریم خر- آساني! مونږ په افغانستان کې په کافي اندازه خر او آس لرو د نورو هیوادو خرواو آسانو ته ضرورت نشته۰ستا تراوسه د« ا، ب پاره» نده زده او له اسلامه ضمانت مکوې۰ ستاسو مطلب صرف بربریت او وینې تویول دي۰ تاسې ټول دامریکې نوکران یاست۰ برو ګم شو کتِ خُرِاسپانت فروخته شدها۰

  7. سلامونه او مڼنه
    آغلې خورې خالده افغان بي بي! مڼنه له دې چې د دې خرې-آسانۍ ريشه دې لا رسوا کړله.
    مړه دې وي ملي او بین المللي خرڅ سوي جواسیس!!.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *