تاند- په جوزجان ولایت کې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې لږترلږه ۳۰۰ ماشومان د داعش د سختدریځې ډلې له لوري تر روزنې لاندې دي.
د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په سلو کې ۸۰ د داعش د سختدریځو تر کنترول لاندې ده او دا ډله د جوزجان له بېلابېلو سیمو خلک له جلبولو وروسته دې ولسوالۍ ته راولي او هلته د تروریزم روزونه ورکوي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي هم دا خبره تاییدوي، وايي چې اکثره خلک نه غواړي چې له داعش سره یوځای شي خو بېوزلي او بې روزګاري دوی مجبوروي چې ماشومان یې د داعش له لیکو سره یوځای شي.
د درزاب پخوانی ولسوال وايي چې د داعش غړي هڅه کوي چې د ماشومانو ذهنونه ومینځي او تروریستان ورڅخه جوړ کړي.
په جوزجان کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دفتر د داعش له لوري په درزاب ولسوالي کې د ماشومانو د روزنې راپورونه تایید کړل او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د تروریستانو په لاس د دې بشري ناورین مخه ونیسي.
په افغانستان کې د داعش تروریسته ډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ م کال په ننګرهار کې څرګنده شوه خو وروسته – وروسته یې خپل نفوذ د افغانستان تر شمال پورې وغځاوه.
ویل کېږي چې دا ډله اوس پر ننګرهار سربېره په کونړ، لغمان، بدخشان، فاریاب، سرپل، جوزجان او غور ولایتونو کې فعاله ده.
هسې چټي د افغانانو نوم بد دی چې ماشومانو د روزنې او تعلیم مخالف دي، اوس خو په ډاګ سبق ورکوي خو که اسلامي خلافت ته خدای وس ورکړي نو ښه موډرن ښوونځي به هم ورته جوړ کړي هههه