تاند- د داعش سختدریځې ډلې د غزني په ځینو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې له وسله والو طالبانو سره همکاري ونه کړي.

د غزني د قره باغ ولسوال ویلي چې په دې ولسوالي کې داعش ډلې په خپرو کړو پاڼو کې خلکو ته ویلي چې طالبانو ته پناه ورنه کړي، خپلوان د دې ډلې له لیکو وباسي او ځای دې نه ورکوي.

د غزني اوسېدونکي وايي چې د داعش غړي عموماً د زابل له خاک افغان ولسوالي ورځي.

د قره باغ ولسوال صاحب خان الهام وايي چې د داعش ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی چې که هر چا له طالبانو سره همکاري وکړه، سر به یې ورغوڅ کړي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړی عبدالباري شلګری هم د داعش خبرداري تاییدوي، وايي چې د داعش ډله د غزني په ځینو سیمو کې پیدا شوې ده.

د شلګري په وینا دې ډلې تبلغات پیل کړي او ویلي یې دي چې په راتلونکي پسرلي کې به خپل فعالیتونه پراخ کړي.

شلګری دا هم وايي، د داعش ډله غواړي هغه سیمې ونیسي چې اوس طالبان پکې زیات فعال دي.

د غزني د قره باغ ولسوالي له مرکز او بازار پرته په کلیو کې طالبان ګرځي راګرځي، له خلکو ډوډۍ غواړي، د هغوی په کورونو کې شپې اړوي او همداراز د عشر او زکات په نوم ورڅخه پیسې اخلي.

One thought on “داعش په غزني کې له خلکو غوښتي چې له طالبانو سره همکاري ونه کړي”
  1. تکفیری طالبګیه تا خلک تکفیر کړل، داعش ته تکفیر کړې، سخخخت خوند کوي، اوس کونه ټینګه که ځناوره هههههههه

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *