تاند- داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې نن /پنجشنبه/ له خپلو ۱۵ غړیو څخه په ننګرهار ولایت کې د خپلمنځي نښتو په خاطر سرونه پرې کړل.

دا خبره رویټرز خبري اژانس د ننګرهار د چارواکو په قول تایید کړه.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل، د داعش ۱۵ غړي وروسته له دې د دې ډلې له لوري اعدام شول چې پخپل منځ کې یې شخړه وکړه.

د خوږیاڼي په وینا داعش خپل کسان د اچین په شیخ اب بازار کې ووژل.

رویټرز خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت د استخباراتي معلوماتو پر اساس وايي چې داعش ډله اوس د افغانستان په ننګرهار، کونړ، جوزجان، فاریاب، بدخشان او غور ولایتونو کې فعاله ده.

په ننګرهار کې نن په یوه چاودنه کې لږترلږه ۸ تنه ووژل شول.

تراوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت ترهګرو ډلو په غاړه نه دی اخیستی.

One thought on “داعش په ننګرهار کې له خپلو ۱۵ غړیو سرونه پرې کړل”
  1. بد چې ګرځي بد به پرځي
    خدای دی له دی هم بدتر کړي
    خدای دی یی په خپل منځ کې سره چاړه او غوښه کړي
    د نورو حال به هم همدا وي که له عقل کار وانه خلی

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *