تاند- سره له دې چې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې یوه ویندوی د جلال اباد د شنبې د ورځې د حملې مسوولیت په غاړه واخیست خو اوس د مسلم دوست په نوم یو کس، چې ځان په داعش  پوري تړلی بولي، د جلال اباد په خونړۍ حمله کې د دې ډلې لاس لرل ردوي او وايي چې دا برید د پاکستان استخباراتي کړیو کړی دی.

د شنبې په ورځ د جلال اباد په انتحاري حمله کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۱۲۵ نور ژوبل شول.

له حملې وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش د مشر حفیظ سید خان اورکزي ویاند شاهد الله شاهد د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

حافظ سید خان اورکزي، چې د پاکستاني طالبانو قومندان و، د جنورۍ په میاشت کې ځان د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش مشر اعلان کړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني روانه اوونۍ د بدخشا�� جرم ولسوالۍ ته په سفر کې داعش د جلال اباد د حملې مسوول وباله او ویې ویل چې د بدخشان برید هم نړیوالو تروریستانو کړی دی.

پوښتنه دا ده، داعش چې د حملې په لومړۍ ورځ د هغې مسوولیت په غاړه واخیست، ولې څلور ورځې وروسته په هغې کې لاس لرل رد کړل.

په ننګرهار کې مېشت د چارو څارونکی راحت ګل زرمل وايي چې داعشیانو په پیل کې د دې لپاره د برید مسوولیت په غاړه واخیست چې خپل موجودیت ثابت کړي خو کله چې یې د ولسونو غوسه او پراخ عکس العملونه ولیدل، له خپلې ادعا په شا شول.

امریکايي چارواکي سره له دې چې د داعش په پلویتوب په افغانستان کې ځیني فعالیتونه تاییدوي خو وايي چې دا ډله لا په دې حد کې نه ده چې په افغانستان کې جدي خطر پېښ کړي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت یوه ویندوی ډګرجنرال کریس بیلچیر ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ویلي چې دوی تراوسه پوري د جلال اباد په حمله کې د داعش د لاس لرلو کوم ثبوت نه دی ترلاسه کړی. د ده په وینا ننګرهار هغه ولایت دی چې طالبان پکې فعال دي او د جلال اباد حمله د طالبانو حملو ته ورته والی لري.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، ګرانه ده چې په دې اړه څه وویل شي چې ایا د اسلامي دولت تروریسته ډله له عراق او سوریې بهر ته وتلې او اوس د منځني ختیځ او شمالي افریقا په نورو برخو کې هم عملیات کوي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیس جوش ایرنسټ خبریالانو ته وویل:«دا مشکله مسله ده چې څوک دې د هغې په اړه قضاوت وکړي. حالات داسي دي چې زموږ په باور ځیني کسان په انفرادي ډول له داعش سره د اړیکو لرلو ادعا کوي خو له داعش سره د دوی په اړیکو زیات باور نه شي کېدای ځکه چې د داعش د بري لپاره ډېر تبلیغات شوي دي. »

افغان طالبانو د جلال اباد په حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وویل، که حمله کوونکي په ځان هر نوم ږدي هماغه کسان دي چې له ډیورنده پوري غاړه د استخباراتي کړیو په مرسته افغانان وژني.

دا چې اوس دواړه وسله والې ډلې یعني هم داعش او هم طالبان د جلال اباد په حمله کې لاس لرل ردوي او هغه غندي، له دې داسي ښکاري چې دواړه ډلې غواړي چې د بېګناه افغانانو قاتلانې معرفي نه شي.

د چارو ځیني کتونکي وايي چې داعش له رامنځته کېدو سره به د افغانستان جګړه نوره هم پېچلې شي. د دوی په باور به د روانې جګړې ترڅنګ د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ هم خونړۍ جګړې پېښې شي.

د هلمند امنیه قومندان د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې داسي لیکونه یې ترلاسه کړي چې په هغو کې داعش او طالبانو د یو بل پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.

5 thoughts on “داعش پښېمانه ده چې د جلال اباد حمله یې نه ده کړې”
  1. دا کار که هر چا کړی وي ډير زيات بربريت يي کړی . او نه بښونکی جنايت يي کړی.
    د ليکوال صيب څخه مو غوښتنه داده چه د مړو ارقام په لوی لاس کم ونه ښايي او ننګرهار ته دی پخپله لاړ شي چه د صحت عامه يي تاييد کړي چه مړي 140 څخه اوښتي دي. دپيښی د عاملينو د هلاکت او مردارۍ په هيله

  2. تاند د جلال اباد دحملی په اړه دا ښکلی مطلب نشر کړی، چی پکی اشاره شویده چی دا کار د پاکستان استخباراتي کړیو کړیدی او دا واقعیت ته بیخی نږدی ده. ځکه پاکستاني استخباراتو دا کار پداسی وخت کی وکړ چی له یوی خوا اشرف غني هند ته په سفر روان دی او له بل لوری د چین ولسمشر پاکستان ته راتللو. پاکستان غوښتل چین ته وښایی چی داعش په افغانستان کی شتون لری او باید خپله ټوله پانګونه د افغانستان پر ځای په پاکستان کی وکړی. هیله ده اشرف غني خپل نظر ته د پاکستان په اړه تغیر ورکړی که نه خدای مکړه په راتلونکی ک به په ملي خیانت تورن شی

  3. دا ديره مهمه خبره نه ده !
    به دي ارتباط دننكرهار دامنيت رياست يو خو نفره مستند داسنادو سره نيولي دتحقيق به جريان كي به هر خه جوته شي جه دا كار جا كري به دي شرط جه فرا موشي ته ونه لويزي.

  4. ای خوش باوره ولسه، ای هغه خلک چی اوس هم وایی چی داعش پاک ستره مسلمانان دی او دوی به واقعی اسلامی نظام رامنځته کړی نو سوال می دادی چی آیا العیاذ باالله کله هم حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر رض، حضرت عثمان رض او حضرت علی کرم الله وجهه هم دروغ ویلی دی؟ دوی خو یو ځل د جلال آباد پیښه یی ومنل چی دوی کړیدی خو وروسته ولیدل چی ټول عام خلک پکی شهیدان شوی دی او د خلکو غبرګون سره مخ شول نو بیا وایی چی دا کار مونږ نه دی کړی. نو که څلور یاران العیاذ باالله درواغ ویلی وی نو مونږ هم به ومنو چی داعش واقعی اسلامی نظام راوړونکی دی

  5. وایی چی له یو چا نه یی پوښتنه وکړه چی پلار د سپرو مړ کړ که جره ګانو ( پياده خلکو ) ؟
    ده ځواب ورکړ چی زمونږ له ښی یی وویست اوس فرق نه کوی چی پیاده یا جره و او که سپاره ول .
    د افغانستان خلکو ته اوس فرق نه کوی چی طالبان ول که عربان خو زمونږ خلک یی په خپلو وینو کی ولمبول. زما په ګمان که څه هم طالبان د آی اس آی غړی دی او د هغوی په امر او قومانده انسانان وژنی ، د جلال آباد په جنوساید کی د آی اس آی لاس لرل حتمی ښکاری. دا حمله په داسی حال کی وشوه چی ښاغلی اشرف غنی ایران ته په سفر روان و . پنجاب غوښتل پدی کار سره د افغانستان او ایران مناسبات خراپه کړی .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *