الیاس داعي

((محمد الياس داعي ازادی راډيو هلمند)) دا ږغ به مې له ازادی راډيو اورېده خو له نږدې مو نه سره پيژندل ، لومړی ځل مې د بريښنا رياست له لوري د کارته لګان په سيمه کې دبريښنا دنوو سميټي ستنو دلګولو دپروژې په پرانست غونډه کې ځکه وليده چې دا پرانستنه زما ددرملتون مخته ديوې سميټې ستنې په کښينولو تر سره سوه ، د درملتون پر هنداره مې د ازادی راډيو اشتهارپاڼې نښلولې وې چې بارکوال مياخيل په کوټه کې راکړې وې ، داعي همدې لګيدلې پاڼې ته رانږدې سودپوسترونو پوښتنه يې وکړه ورته ځواب سوه ، بنډار مو سره وکړ خپل کارټ يې راکړ غونډه خلاصه سوه دی هم ولاړه ،وروسته پوره پرې خبر سوم چي

محمد الیاس داعي دمحمد زوى دواشير ولسوالۍ دګورازان دکلي اوسيدونکی دی.په ١٣٦٤لمريزکال کي دنادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په جنوبي کلي کي زيږيدلى دى. لمړنۍ زده کړي يې دخپل پلار او مشر ورور څخه تر لاسه کړي دي.په وړکتوب کې د ورور حمد الله له لوري ښوونځي کي شامل سوی. د چاه انجيرپه عالي ليسه کي يې تر دولسم ټولګي پوري زده کړي .په ١٣٨٥لمريز کال کي دښوونځى څخه تر فراغت وروسته په ١٣٨٦لمريز کال کي په لمړي ځل دسولي او جګړې دراپور ورکولو دادارې لخوا دژورناليزم څو مياشتنۍ کورس کې شامل سوی .او په هلمند کي يي دسلام وطندار راډيو سره دخبريالۍ په برخه کي کار پيل کړی. په همدې کال دسولي او جګړې دراپور ورکولو له اداري سره هم دتحقيقي ژورناليزم په برخه کي کار پيل کړی په يوه وخت کي يې ددواړو رسنيو سره دکار پرمهال په سلګونو راپورونه جوړ کړل، د ژورناليزم په برخه کي دزده کړو لپاره دبريتانيا(انګيستان) ترڅنګ هندوستان، سريلانکا، ناروې، سويډن، ډنمارک او هالنډ ته ولاړ. دراډيويي ژورناليزم او تخنيک په برخه کي يې هم پوره مهارت تر لاسه کړ.په ٢٠٠٨ميلادي کال کي يې په هلمند کي دازادۍ راډيو سره خبريالي پيل کړه ، په ژورناليزم کي دډير کار له امله وستايل سو ،ستاينليکونه ورکړل سول چي په دې وروستيو کي دافغانستان دمشرانو جرګي لخوا دستاينليک يادونه يې کولی سو.له دې کارونه سره سره داعي په ١٣٨٩لمريزکال کي دهلمند دښوونکو دعالي موسيسي (دارالمعليمين) په پښتو څانګه کي دپښتو ژبي ادبيات ولوستل.چي اوس په هلمند کي د خصوصي زده کړو په يوې موسيسې کي د پښتو ادبياتو د وروستي ټولګي محصل دى.داعي واده کړى دى خو لاهم اولاد نه لري. شعر او لنډې کيسې هم لیکي ، ژر ژر خبري کوي ژر ژر خبر ليکي ژر ژر خبر وايي ژر ژر تګ کوي او ژر ژر ډوډۍ خوري .

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳

One thought on “داعي وپيژنئ/ محمد اقبال خيبر”
  1. د لا نورو بریاوو په هیله یې یم. رښتیا موږ په هره برخه کي تکړه ځوانان لرو باید وستایل سي او لا وهڅول سي

ځواب ورکول Rafi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *