تاند- رهانا د یوې کورد (کرد) ښځې نوم دی او دا نوم په دې خاطر په ټولنیزو رسنیو کې مشهور شوی چې ویل کېږي هغې د سوریې د کوباني ښار په دفاع کې د اسلامي دولت تر ۱۰۰ زیات وسله وال وژلي دي.
د رهانا نوم لومړی پلا د روان اکتوبر په دیارلسمه په ټویټر کې خپور شو او زرګونو کسانو شېر یا شریک کړ.
په دې ټویټري پیغام کې د یوې ځوانې ښځې عکس لیدل کېږي چې په ښي لاس کې یې وسله او پر شونډو ی موسکا ده او په کیڼ لاس یې د (V) یا بري په نښه ګوتي لیدل کېږي. (V) په انګلیسي کې ویکتري یا بري ته وايي.
د رهانا تر عکس لاندې لیکل شوي:«رهانا په کوباني ښار کې د داعش تر ۱۰۰ زیات ترهګر وژلي او د زړه ورتیا په خاطر یې نوم ګټلی دی.»
داعش یا د عراق او شام (سوریې) اسلامي دولت ډلې خپل نوم اوس په اسلامي دولت اړولی دی.
د کوباني ښار، چې د سوریې په شمال کې دی، اوسېدونکي کوردان دي
ديرپه زړه پورې