سرور دانش

تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغان جګړه د پاکستان کډوالو له کمپونو پیل شوې او اړس د اسلام ایاد له صادقانه همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی.

سرور دانش نن دوشنبه په اسلام‌اباد کې “پاکستان ته د افغان کډوالو د مهاجرت د ۴۰مې کلیزې” په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د پاکستان حکومت باید د افغانستان په سوله کې شریک واوسي.

ښاغلی دانش دغه‌راز وايي، د افغانستان سوله د طالبانو په نیت، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرې کولو او په نورو هېوادونو کې د دوی د پټن‌ځایونو په له‌منځه وړلو پورې اړه لري: ((که طالبان خپل پټنځایونه او ځالې او تر خوا یې له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې همداسې وساتي، نو که اوربند هم وشي، تل‌پاتې سوله نه‌شي راتلی. زموږ خلک د تل لپاره د تاوتریخوالي پای غواړي.))

د ښاغلي دانش له قوله، په پاکستان کې د کډوالو له کمپونو په افغانستان کې د نظام پر ضد جګړه پیل شوې او ترهګري یې پیاوړې کړې ده.

ښاغلي دانش د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د کېدونکې هوکړې هم ملاتړ وکړ او هیله‌یې وښوده چې دا هوکړه به د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته زمینه برابره کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو رغښت وغوښت، خو دا یې هم وویل چې په افغانستان کې له سولې پرته پاکستان کې هم ثبات امکان نه‌لري.

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا وايي، د افغانستان د سولې لپاره به هر هغه کار وکړي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

عمران خان هیله وښوده چې د افغانستان د سولې لپاره به روانې هڅې بریالۍ شي، ځکه په خبره‌یې دا ځل افغانان خپله سوله غواړي.

One thought on “دانش: د افغانستان د نظام پر ضد جګړه پاکستان کې د کډوالو له کمپونو روانه ده”
  1. ملګری ملتونه او دوی امنیت شورا باید پاکستان پوځ او استخباراتی اداری باندی لکه ایران د سپاه پاسدارانو په شان بندیز ولګوی بی لدی هر ډول خبری د وخت ضایع ده

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *