تاند- د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن /چهارشنبه/ د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، د افغانانو پر ضد بې رحمانه تروریستي بریدونه د پاکستان په خاوره کې تنظیم او پلان کېږي.
ده وویل چې د افغانستان حکومت په ځلونو له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پناهځایونه له منځه یوسي خو پاکستان هیڅ اقدام نه دی کړی.
دانش وویل، طالبان او د حقاني شبکې غړي په پاکستان کې روزل کېږي، په وسلو سمبالېږي او تمویلېږي.
ده زیاته کړه، پاکستان دوه مخې پالیسي لري، د طالبانو ترمنځ توپیر کوي، یو شمېر طالبان ښه او یو شمېر نور بد ګڼي.
دانش وویل، د افغانستان حکومت د دولت هغو وسله والو مخالفانو ته، چې غواړي سوله وکړي، د خبرو باب پرانستی دی.
مننه.
همدارنګه سرور دانش له ټولو مشرانو څو پوښتنې وکړې:
اسامه چېرې پیدا او مړ شو
ملا منصور چېرې مړ شو