پوهندوی آصف بهاند || 

زما نا لیدلی دوست ډاکتر محب زغم په همدې نږدې تیر اختر کې بیا د جهالت پر یوه بلا ورپېښ شوی و، خو خدای په خپل لوی کرم سره ور نه خلاص کړی دی.

ډاکتر زغم د دې پېښې لنډ جریان په خپله فیسبوک پاڼه کې په «۱۷/۰۶/۲۰۱۸» نېټه داسې لیکی دی:

«د عجايبو وطن:
د اختر په لمانځه کې د چهلستون په عيدګاه کې شاوخوا درې زره کسان راټول وو. څو ملايانو مسلې وکړې. بيا يې وويل چې يو ډاکټر صاحب دوه دقيقې وخت غواړې چې خبرې وکړي.
ډاکټر صاحب!؟ ميکروفون ته ودرېد او وينا يې شروع کړه:
بيادرای مسلمان! شما خبر دارين که د مکتب ها يک رقم تابلیت ها ره بر دخترا ميتن که ميګن بر کمخونی اس مګم اصلن ای دوا که اس همو جای شهوت دخترا ره تور مینه. او مسلمانا همی ره ‌‍فکر کنین که ای تابلیت ها تخته پنجاه دالر تمام میشه خی چرا مفت توزیع میکنن. ای پلان یهود و نصارا اس که دخترای ما ره کوسی بسازنن.
ټولو نارې کړې

الله اکبر الله اکبر الله اکبر

حوصله مې ختمه شوه. چيغه مې کړه. بس که دروغجنه. 
سړی لا اورنی شو، لا يې توندې خبرې وکړې
بيا مې ورناره کړه چې بس دی بس دی!
يو وار څو کسان راولاړ شول. سپکې سپورې يې راته شروع کړې چې رښتيا وايي، په تا يې څه …
يوه يې رامنډې کړې، کورتۍ يې راوکښله. 
سخت وډارېدم چې که دا خلک حمله راباندي وکړي، مجيب الله به مې څنګه شي. کاش هغه مې نه وای راوستی.
خو ښه شو چې زما څنګ لوري کسان پاڅیدل او هغوی يې پرې نه ښودل. 
ګډوډي شوه. ټول له عيد ګاه څخه راووتل او وروستۍ دعا ته کې نه نه ناستل.
له جوماته چې راووتم، زړه مې و چې هلته ولاړو پوليسانو ته شکايت وکړم خو فرخنده مې ذهن ته راغله

د دې متن په لوستلو سره ذهناً ښه پوره وزوریدم چې نړۍ په کوم لوري رونه ده او زموږ خلک د کومو فکرونو په جال کې بند دي.

په همدې نیټه چې زموږ ځینې هیواد وال د داسې فکرونو په دایره کې راگیر دي، په نوره نړۍ کې د بشریت په گټه څومره کار شوی دی او څومره مثبت گامونه اوچت شوي دي، دا به ښايي مخونه او کتابونه پرې ډک شي، خو ما په همدې شیبه کې چې د زغم صاحب په فیسبوک کې دا کیسه ولوستله، نو مې بیا د نوي اختراع شوي الوتونکي موټر دا گزارش هم له نظره تیر شو:

«مفکورۀ موترهای پرنده یک گام دیگر به واقعیت نزدیک شد. شرکت کیتی هاک نوع دیگر موترهای هوایی یا پرنده آزمایش کرد.»

بیا مې د روهي صاحب په دې خبرو ځان قانع کړ چې یو وخت یې موږ ته په ټولگي کې ویلي وو:

«دا وطن د استثنآتو وطن دی، د استثنآتو په وطن کې هر څه پېښيدلای شي.»

ډاکتر زغم تل له ملا او ملايي افکارو سره په تـقابل کې وي، ځکه چې د علم د لارې لاروی دی او ملا صاحب؟ د ترکستان پر لاره روان دی.

دا خلک، پر دوی باندې حاکم فکري سیستم خراب کړي دي. پوښتنه دا ده چې دا فکري سیستم پر دوی باندې چا څه وخت حاکم کړ؟ ځواب یې ډیرو چیز فهمو ته مالوم دی، نه یې وايي، نه یې لیکي.

له دوی سره ډیر احتیاط په کار دی، فرید باراني د زړه خبره په ښکاره، برالا او په لوړ اواز ویله، ما ورته وویل، ورته مې لیکل،

… هغوی خود تا

او تا ته ورته کسان

څه لیونیان

څه با څاران ګڼي اوس

زه لا په دې هم ښه ډاریږمه

سودا کومه

د حقیقت په دې ویلو دې څوک

لکه منصور غوندې په دار نه کړي

موږه نا چار نه کړي

او بیا به سر وهو بس

۲۴/۰۹/۲۰۱۴

هیدرسلیف

ډنمارک

ده نه واوریده، نه یې ومنله؛ و وژل شو، لکه ما چې ویلي وو، که مو سر  وواهه، که مو گریوان وڅیره، فرید باراني بیرته ترلاسه نه شو.

ښاغلی ډاکتر زغم!

پخوا مې د «طبیب او ملا، د ډاکتر زغم وصیت» تر سرلیک لاندې، ستاسو د وصیتلیک په باب په یوه مقاله کې درته لیکلي و:

«د تاریخ په اوږدو کې په سیمه باندې څومره فکري بدلونونه او د ټولنیز ژوند سونامي ګاني چې راغلې دي، د ثـقـلت ټکی او مرکز یې یا عمداً افغانستان ټاکل شوی دی او یا به دا جغرافیه ور ته مناسبه وه.

په دغو فکري سونامي ګانو کې، چې پر سیمه باندې راغلې دي، تر ټولو ډیر ورانی یې زموږ په خاوره کې او زموږ د خلکو په ککریو کې کړی دی. د ټولې نړۍ د سړې جګړې مرکز افغانستان و او منفي پایلې یې تر نن پورې زموږ خلک زوروي، وروسته له هغه چې دغه سړه جګړه په تودې جګړې باندې واوښته، مرکز یې همدا افغانستان و او دی او اوس هم دا غمیزه ښه په خرپ او په اوج د افغانستان پر ستیژ باندې روانه ده، زموږ د خلکو غوښې او اډوکې په کې سوځي، ګاونډیان، د سیمې خلک، نړیوال څڼې ور ته اړوي او زموږ خلک او ټولنه د نا پوهۍ او اوهامو د جال په منګولو کې را ګیر، حیران، حیران ور ته ګورې او سوځي.

په دې ټولو جریانونو او بدلونونو کې زموږ د خلکو پر ذهن یوه فکري، رواني هیولا حکومت کاوه او کوي یې چې هغه له دین نه نا سم برداشت او نا سم تفسیر و او دی او دا کار له پیل نه تر پایه پورې هغو ملایانو کړی دی چې یا نه پوهیدل او یا یې د کوم غرض له پاره عمداً دا کار تر سره کاوه او تر سره کوي یې. نو دغو ترخو حقایقو ته په کتو سره ویلای شو چې، د ملایانو دا ډله د دین تر ټولو لوی تحریفونکي، د انساني او وطني ملي ارزښتونو تر پښو لاندې کونکي، د جګړې اور بلوونکي او د انساني کرامت سپکوونکي دي.»

په هغه وخت کې چې ستاسو وصیتلیک ستاسو په پاڼه کې خپور شو، په کامنټ کې تاسو راته لیکلي و چې یو، یو رانه وژني:

«سلامونه قدرمن استاده!

ډېره مننه چې ما ته مو ډاډ راکړ. نور نو چوپ نه شوم پاتېدای. دوی یو، یو رانه وژني او موږ غلي ورته ګورو چې

کله به زموږ وار رسېږي.»

اوس یې بیا هم درته وایم:

له ځان سره پام کوه! خدای مکړه د فرخندې او فرید باراني له برخلیک سره مخ نه شې.

ستاسو چیغه پر ځای او برحقه ده او دا پوښتنه مو هر ساعت تر مخې سر را اوچتوي:

که غلي کینو، تر څو او ولې؟

چې جاهلان د پردیو په لمسه واکسین ته د امریکایانو ادرار وايي، اړ ماشومان او کوچنیان ورنه بې برخې کوي او د وینو د کمبود تابلیت ته د شهوت محرک نوم ورکوي؛ د یوه تحصیل کړي په صفت څه باید ورسره وکړو؟

که په مقابله کې دریږې او څه وايې، ښايي د فرخندې کانه وشي او چې پوهیږې او نه یې ورته وايې، بیا نو دا یوه بله نه بښونکې گناه ده:

چو میبیني که نا بینا و چاه است

اگـر خامـوش بنشیني گناه است

2 thoughts on “دا دې هم د یو ویشتمې پیړۍ په ۲۰۱۸ ام کال کې د خلکو سویه”
  1. فکر کوم دا د ملي امنیت اونور امنیتي ارګانو دنده ده چې ټولنې ته مضر کسان که څه هم ملا او ټالیب وي تر پوښتنې لانې ونیول شي.
    لومړي خو دې همدې ملا ته دا تابلیتونه ورکړل شي اوپرې وآزمویل شي چې د ده سومبۍ تحریک کيږي او که وجود ته یې ګټه رسوي.
    په عام محضر کې له دین او د خلکو د اذهانو د غلط تحریک کوونکو ته په هېڅ ډول سره قناعت نشو ورکولي. دوي د پردیو استخباراتي کړیو اجیران او عملي کوونکي دي. خو په مقابل کې د عامه ارتباط له رسنیو نه په استفادې سره او د علم په رواجولو سره ولس باید را ويښ شي ، البته دا د دیني عالمانو دنده هم ده چې له دین نه سوء استفاده کوونکي رسوا او دوي ته سزا ورکړل شي.

  2. د ښاغلی آصف بهاند او انډیوال او انډیوالانو او نورو ټولو خیر غوښتونکو درانه او خوږمن احساسات د قدر او درناوی وړ دی خو کیسه داده چه د هاغه مُلا کوم چه بیان ئې وشو په لسمه برخه اخلاقی او ملی او انسانی جرئت زموږ په روشنفکرانو کی نشته
    د هاغه مُلا هم احساسات شاید منفی وی او هم ئې نیت او انګېزه شاید منفی وی خو سره لدې د خپل نظر د اظهار جرئت په ځان کی وینی امّا موږ چه په غرب کی اوسو او غرب هم له نژدې پېژنو او استعماری پلانونه ئې هم پېژنو خو لدې ویری چه د روشنفکری لباس مو ګونجی یا غوړ نه شی د ډېرو سترو او ځوروونکو حقائقو په وړاندی چپه خوله یو
    اصلی خبره
    د هاغه مُلا خبره به سمه وی یا ناسمه
    که سمه وی یعنی حقیقت ولری نو ولی باید وغندل شی او که ناسمه وی یعنی واقعاً دا تابلیتونه زموږ د خلګو د روغتیا په ګټه وی نو ولی له خولې دا فریاد نه راباسو چه اې غربه موږ ته دا تابلیتونه اولیت نلری بلکه موږ ته دا شی اولیت لری چه زموږ د خاوری او خلګو دښمن ته توپک پلاس مه ورکوه او دا پلاس کی توپک هم ترې واخله چه موږ رښتینی امنیت لاسته راوړو کله چه امنیت تأمین شی اقتصاد به وده وکی او زموږ د خلګو ګېډی به مړې شی چه نور مو د وینی د کمښت دارو او دوا ته هم هیڅ اړتیا نشته

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *