څه وخت مخکې مې د یوه ملګري په موبایل کې د انسان ډوله وحشیانو په پلوۍ یوه ترانه واورېده، چې هره خبره یې دې ملت او امنیتې ځواکونو ته ګواښ وو.
خیر دا پېغورونه او ګواښونه به کېږي، ځکه کله چې انسان له شعوري پلوه پوښتنې ته ځواب نشي ویلی او یا یې په عملي ډګر کې پاڼه ژېړه شي نو بیا ترانه یي ګواښونه ته مخه کړي.
خو ددې ټولو ستونزو او وهمونو ځواب او ډاډ مې یوه ورځ له تلویزون څخه ترلاسه کړ، چې د افغانستان د ملي اردو یو سرتیری ټوپک په لاس ولاړ و او وېل یې:
«چې فارغېدم هم مې قسم کړی او دا دی اوس بیا د الله په نوم قسم کوم، چې زما په بدن کې وروستی څاڅکی وینه به ددې وطن د دفاع لپاره توېږي. …»
په ورځني ژوند کې له داسې ډېرو ضد او نقیضو نظرونو سره مخ کېږو چې زیاتره انسانان پکې خپله نظریه هم ثابته نشي ساتلی.
څه وخت مخکې یوه ملګري کیسه کوله، چې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې ځايي وسله اول له هر هغه کس څخه ۲۰۰۰ کلدارې د قلنګ په ډول اخلي چې د هیواد په ملي ځواکونو کې دنده ترسره کوي.
دې خبرې ډېر وځورولم، چې اوس به زموږ هغه سرتیري په خپل کلي کې د ژوند لپاره جریمه ورکوي؛ کوم چې شپه او ورځ زموږ پولې ساتي او زموږ ژوند خوندي کوي.
خو بیا مې په یوه ویډیوي کلېپ کې د ملي ځواک هغه سرتیری هم ولیده، چې د افغانستان بېرغ یې پر ملا تړلی و او پر دښمن یې رڼا ورځ توره شپه کړې وه.
پرون مې بیا په کونړ کې د اسلام ضد، افغان ضد او انسان ضدو انسان ډوله وحشیانو په لاس د خپل وطن د ۲۰ غیرتي زامنو د شهادت خبر واورېد.
دا شل کسان نه وو، دا ددې وطن هغه شل سترګې وې چې د دښمن تر بدنه وتلې، هغه شل پنجې وې د پردیو غلامانو سینې یې څیرلې، هغه شل ژبې وې چې ددې هېواد او ولس د غېرت او بریا ترانې یې وېلې. …
د دې شلو غیرتي شهیدانو وینه به د انسان ډوله وحشیانو تنده ماته کړي که نه؛ خو د هغوي د وحشت، ظلم او غلامۍ لپاره یې د ثبوت په ډول دې ولس ته ډېر څه ورښکاره کړل.
زما هغه ورځ یاده ده چې زموږ د ملي اردو ځواکونو د مخالفو وسله والو سنګرونه ورانول او د هغوي په سینه یې د خپل هېواد درې رنګه بېرغونه ودرول.
زما یوه سترګه ژاړي چې شل نوي ګلان مې رژیدلي؛ خو بله سترګه مې لا هم د هیلو او ارمانونو رڼې دروازې ته نیولې ده. …
زما سترګه د هغو هېوادالو زړونو ګوري، چې شل راڼه کورونه پکې ځلېږي، زما د خپلو غیرتو مېندو هغه غیرت لا یاد دی چې پخپلو زامنو یې د ( قاسم خان) نومونه کېښودل.
زما لا په همدې کونړ کې هاغه ماشومه لور ژوندۍ ده، چې د ملي اردو له دریشۍ کالي کوي او په لاره تلونکی هر کاروان ته سلامي کوي.
دا شل سرتیري به د افغان انسانو په زړونو کې لکه شل روښانه څراغونه ژوندي او په هرې ساندې، ټپې او سندرې کې به یادیږي.
خو ای غلامانو! ای پرديپالو! ای انسان ډوله وحشیانو! ای د انسانیت د وینو تږیو! ای په ټولې نړۍ د ظلم، جبر او تیارو غوښتونکو!!!
د ملي اردو هغه افغان غیرتي سرتیری لا ژوندی دی چې وېل یې:
«چې فارغېدم هم مې قسم کړی او دا دی اوس بیا د الله په نوم قسم کوم، چې زما په بدن کې وروستی څاڅکی وینه به ددې وطن د دفاع لپاره توېږي. …»
که مونږ داسی ایمان پلورنکی او وطن پلورنکی مشران او سیاست مداران لرو ډیری نوری میندی به هم بوری شی دوی یوازی د خپلو ګټو دپاره داسی احساستی ویناوی لیکنی او شعارونه ورکوی نور نه د ځونانو په غم کی دی نه د هغه میندو په غم کی چی دا ځونان یی په څومره مشکلاتو را لوی کړی دی او نه هم د هغه یتیمانو په غم کی چی د دی غیرتی ځونانو څخه پاتی شول
ژوندی دې وي د افغان د سرلوړي ملت سرلوړې ملي اردو. سلام او دردو دې وي د ملي اردو په پاکو شهیدانو باندې
الله ج په خپله شه پوهیژی