ټوکه:

وایي چې یوه ورځ د پسه زړه هوس وکړ او تر واله یې ټوپ وواهه، د غورځېدو په وخت کې یې لم پورته شو او شرم یې ښکاره شو، هلته بزه له خندا پر مړه شوه، دونه یې پر وخندل چې نژدې یې زړه درېدلی وو؛ پسه په تعجب مخ پر را واړاوه او بزه یې وپوښتله چې خیر خو دی، څه پېښه ده چې د خندا په هرهار دې د ځنګله ټول حیوانان را ویښ کړل؟

بزې ورته وویل، هئ ساده پسه ګله! یو لږ خو و شرمېږه، لم دې پورته شو، ټولې دنیا ولیدلې.

پسه ور غبرګه کړه، وئ– وئ بزې خورې، ستا پر عقل دي هم توره شپه شي لکه توره شپه چې هم ده، دا اوس ستا انصاف شو، زما په ټول ژوند کې همدا یو وار لم پورته شو، تا دونه لو رسوایي جوړه کړه او د ځنګله ټول ځناور دې را خبر کړل مګر خپل ځان ته دې پام نه دی چې ټول عمر دې له آبا و اجدا څخه لکۍ ډانګ ولاړه او همېشه دې د شرم و حیا پرده شلېدلې وي.

د دې ټوکې یوه غټه ګټه دا ده چې موږ د پسه و بزې په کرکټرو کې د اوسني او پخواني ولسمشر سیاسي کردار په پوره اسانۍ سره پېژندلای شو.

زه پر اشرف غني او د ده پر سیاسي طرزالعمل یو زر و یو اعتراضه لرم چې پر خپل وخت به یې د ځوان نسل د زدکړې او تجربې لپاره یو په یو څرګندوم البته د دې لپاره نه چې نوموړی من حیث رئیس جمهور سپک کړم او نتیجه یې د موجود نظام تزلزل، د افغانستان تباهي او افغان انسان بې عزتي شي، هغه کار چې اوس یې حامد کرزی په خپل ټول شدت سره کوي بلکې په حقایقو د پوهېدو لپاره.

پر اشرف غني د نقد معنا باید دا نه وي چې ګواکې حامد کرزی نو سپینه ملایکه شوه، ټول شعوري و غیرشعوري اشتباهات یې معاف شول، ټول خیانتونه یې وبخښل شول او د تاریخ په قلمرو کې یې د یوه بې نیمګړتیا و باوقار ولسمشر په صفت د عامه درنښت وړ ځای وموند.

ډ‎ېر لوی شوډنګ خو دا دی چې نن ښاغلی کرزی د خپلو سیاسي، فرهنګي و ژورنالیستیکو ملېشو په لاس پر غني د هغو مرداریو ګوزارونه کوي چې تر پرونه دی و اربکیان یې تر سږمو و غوږو پکښې ډوب ول.

ما د افغانستان د حیثیت د پایمالېدو، موجود سیاسي نظام ړنګېدو او افغان ولس بدنامېدو لپاره د چالباز کرزي څلور سنګرونه تشخیص کړي دي:

اول- سیکولر روشنفکري سنګر یې ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ته سپارلی دی.

دوهم- په اخواني- افراطي مورچل کې یې کریم خرم کښېنولی دی.

درېیم- ایمل فیضي یې د ځوان معتدل نسل له ادرسه ګمارلی دی.

څلورم- او خپله یې ځان له معمول سره سم د قومي مشرانو په نوم د وطن له غافلو و بېسوادو سپین ږیرو، ګل هوسو او دم غنیمت والا ځوانانو، د ملي وحدت له حکومته شړل شوو غاصبانو، غلو، جنایتکارانو، قاچاقبرانو، توپکیانو او سلو و زرو نورو چارصد و بیستانو سره مصروف کړی دی.

دغه جالبه، متناقضه، نامتجانسه او پاراډوکسي مجموعه شپه و ورځ لګیا ده د نظام و دولت د بدنامۍ و کمزورۍ لپاره هسې څرګندونې، لیکنې، تبصرې، تحلیلونه او اعتراضونه کوي چې د زیان ټول ملاماتوونکی بار یې مخامخ د افغان او افغانستان پر اوږو باریږي او مطلقه ګټه یې نېغ په نېغه د افغانستان د تاریخي قسم خوړلو غلیمانو په جیب کې جمع کېږي.

د دغو ټولو وطن و نظام ضد هڅو څرګندول او ولس ورته متوجه کول د یوې مقالې کار نه دی بلکې څومره چې کرزی سیتماتیک لګیا دی همداسې یې په مقابل کې سیتماتیک او مسلسل دفاعي و تعرضي کار په کار دی چې له بده مرغه د ملي وحدت حکومت په وجود کې دغسې یوه شیمه دمګړی نه محسوسېږي خو زه به یې دم تر حاله یوه مثال ته تم شم.

د کرزي حواریون د پاکستان له ( isi ) سره د افغانستان د ملي امنیت د تفاهملیک د رسوایۍ کریډیټ د کرزي په اکاونټ کې جمع کوي او په دې کار سره هڅه کوي چې د غني څېره تر شا شجاع، یعقوب خان او عبدالرحمن خان هم منحوسه ثابته کاندې او کرزی تر ټولو لوی وطنپرست؛ ټیک هماغه د پسه و بزې کیسه ده.

اول خو ممکن دغسې یو تفاهملیک رشتیا هم د وطن په تاوان وي مګر د دغه تفاهملیک د قانوني اجراء وړ محتوا باندې هیڅوک هم نه دي خبر او نه هم حکومت داسې یو سند منلی یا را مخې ته کړی دی چې حقوقي ماهیت یې ثابت وي ځکه نو زما لپاره پر دغسې یوه مبهم سند باندې بحث بې ځایه ایسي.

دوهم او اصلي بحث دا دی چې د دغسې یوه ناڅرګند ماهیت لرونکي تفاهملیک له امله ولسمشر غني د هغو کسانو له خوا د افغانستان خرڅوونکی او د پاکستان غلام وبلل شو چې دوی خپله د پاکستان پروني مالوم الحال ګوډاګیان ول او اوس یې هم د هرې څرګندونې او کړنې پایله د پاکستان په ګټه ده.

متل دی چې غلبیل را ولاړ شو و کوزې ته یې وویل چې سرۍ؛ شپه که تاریکه ده نو سېبان په حساب دی؛ ډرۍ خو له دې ځایه را شروع کېږي چې پر غني د پاکستان د غلامۍ ټاپې د هغه چا له خوا وهل کېږي چې خپله لکه بې موره پېشنګوري د همدې پاکستان د ( isi) په چوشک را لوی شول او نن «زما پیشو، ما ته میو».

تعجب مې هله وکړ چې د جوزا پر ۲۸- مه د نهضت همبستګی ملی ګوند مشر سید اسحق ګیلاني د طلوع نیوز تلویزیون په فراتر از خبر خپرونه کې له پاکستان سره د افغانستان د استخباراتي تفاهملیک امضاء ملي خیانت وباله او داسې څرګندونې یې وکړې:

«پیمان استخباراتی را که همرای پاکستان امضاء میکرد، همو آدم تا حالی معلوم نشد…. همی خیانت ملی که مرتکب شده چرا رئیس جهمور خاموش است و راجع به او یک حرف نمیزند؟

اخبارای پاکستان او را چاپ کرد که امضاء شده، امضاء شده ګی او به دست آغای کرزی رسید و آغای کرزی همه را خبر کرد که این کاغذ را امضاء شده و دو نفر قربانی ازی کاغذ شد که یکی یما کرزی باشد دیګیش هم جنرال حسام الدین باشد که هر دویش بیګناه بود و ګنای ازونا ای بود که برای آغای کرزی ګفته بود که چنین واقعه رخ داده ولی او ادمیکه امر امضاء را داده بود و دوبار همرای استخباراتیای پاکستان در دوبی ملاقات کرده بود اینها را کلګیش چشم خوده داکتر صاحب اشرف غنی پت کرده و راجع به او یک حرف نمیزند.

در پشت پرده بحثهای است، دستهای است، هیچ کس ازاد نیست، ما هم مثل اونمو طالب و داعش به دست و پنجه های بیګانه ګیر هستیم، نماینده های خوده دارند درین حکومت و اینها برایشان فعالیت میکند و کار میکند.

…. اونها (پاکستان) سر پای خود استاده کرده، وای به حال ما که نه رئیس جمهور ما سر ازی ملت فکر میکند، نه رئیس اجرائیه ما سر ازی ملت فکر میکند و نه پارلمان ما سر ازی ملت فکر میکند؛ همه ای مان چیغ میزنیم، همه ای ما ګپ میزنیم ولی ادرسی نداریم که غم ازی ملت را بخوره، ما نان خود را پیدا نمیتانیم و سر دیګران باز، دان ما باز است

و بسیار زود انتقاد میکنیم، بیایین که همین انتقاد سر نظام خود داشته باشیم، سر ازو خائنین ملی ایکه همینطور اسناد را امضاء میکند و در خفاء خوده پت میکند و پشت پرده ششته و هزار بدکارګی ای دیګه را دارند. اینها را اګر دوتایش را محاکمه کردیم نفر سووم دیګه جرئت نمیکند که چنین خیانتی را برای ازی مملکت و ازی ملت بکند.»

دا وې د هغه سید اسحق ګیلاني مرغلرې چې د انګلستان له ( mi6) او پاکستان له isi) (سره د دوی خانداني حسنه روابطه له هیچا پټه خبره نه ده او مفصل بیان یې پنډ- پنډ تاریخي کتابونه غواړي خو دلته اشاره غوندې کوم چې یو خو دی خپله واضح وايي چې موږ د نورو په پنجو کې ګیر یو، ښایي دی تلویحاً موجود حکومت نقدوي خو اصلاً دی خپله او ښځه یې (فتانه ګیلاني) د دغه ډول خیانتو پهلوانان دي، دا له هيچا پټه نه ده چې نوموړی به په پاکستان کې په ( af ) لمبر پلیټ لرونکی موټر کې له پاکستاني کرنیلانو و میجرانو سره په ښکار وتي او ( af) پلیټ والا موټر هغه چا ته ورکول کېدی چې ( isi ) ته به نژدې کس وو او بیا یې په ټول پاکستان کې څوک مخ ته درېدای نه شوای، همدا اوس هم ورته وفادار دی چې له پاکستان سره ارتباطي کس په افغانستان کې نیول کیږي نو دی یې د خپل خانداني روحاني نفوذ څخه په استفاده پاکستان ته ور خوشي کوي.

دی ډېره سمه خبره کوي چې دغه ډول دوه ځاننان دې محاکمه شي، درېیم بیا زړه نه شي کولای، زه وایم چې دغه ډول دوه ډېر مناسب کسان خپله اسحق ګیلاني او میرمن یې فتانه ګیلاني دي چې تر ټولو اول باید له پاکستان سره د اوږد مهال ماموریت په تور محاکمه شي.

ها خوا حامد کرزي د ۱۳۹۳ کال د عقرب پر ۲۹– تم ماښام له یک ټلویزیون سره په مرکه کې په خورا صریح توګه د امریکا له استخباراتي ادارې ( cia ) سره پر خپل رسمي ماموریت اعتراف وکړ:

« سوال- اما یک اتهامیکه پيوسته وارد میشود همین است که شما رابطه نزدیکي با ( cia) هم داشتین که شما توصیه شدین تو سط ( cia ) بخاطر بقدرت رسیدن، ایرا میپذیرین؟

جواب- با استخبارات امریکا در سالهای جهاد ارتباط رسمي داشتیم و با استخبارات مملکتهای دیګه داشتیم، اونا جهاد ما را تقویه میکرد، اونا پول میدادند، اسلحه میدادند؛ ما کسانیکه در تنظیمها کار میکردیم با تمام منابعیکه با

افغانستان کمک میکرد از طرف تنظیمها ما به تماس بودیم و ارتباط ما کاملاً بود، بلی!»

دا اوس د ډېرې اوږدې تبصرې بحث دی چې نوموړي د کوم قانوني- حقوقي سند له مخې له ( cia ) او د دنیا له نورو استخباراتو سره رسمي وظیفه درلوده؟

دا خو د پرون ورځې کیسه ده چې نوموړی د همدغه پاکستان د ( isi ) په غېږ کې لوی شو، د پاکستان ټریننګونه یې ولیدل، د هغو په مسلکي رهنمایي یې جهادونه وکړل، بیا د همدغه پاکستان له غیږې د روزګان غرونو ته ورسول شو او له هغه ځایه د کابل ارګ ته مصنون واستول شو، ۱۴ کاله یې د افغانستان پر سرنوشت حاکم وساتئ، ده هم تل پاکستان ته ورور ووایه او له پاکستانه را استول شوي تروریست ته یې ورور، ورور او بیا هم ورور ووایه او دا خبره خو یې د تاریخ جالبه ده، چې که پر پاکستان له هرې خوا، آن امریکا له خوا هم، حمله وشي نو دی به له پاکستان سره درېږي، نیمه کورنۍ او دوستان یې اوس هم په پاکستان، خاصتاً کوټه کې اوسي؛ محترم کرزی دې خپل ملت ته سیي جواب ووایي چې دا او ډېر نور څه د کوم ملي تعهد او قانوني پروتوکول پر بنسټ ول؟

دا نور د اشرف غني په ملي خیانت تورنوونکي مجاهدین هم هذالقیاس او د کریم خرم رسنیزه مافیا (کابل نیوز تلویزیون، سپوږمۍ راډیو، ویسا ورځپاڼه، سرنوشت ورځپاڼه، همیانۍ ورځپاڼه او حق اونیزه) هم ټوله پر څرګند و مستحکم پاکستاني بګراونډ د افغانستان، افغان انسان، افغاني ارزښتو او افغان سیاسي نظام پر ضد په خپل ټول زور خپلو تخریبي پروپاګنډو ته دوام ورکوي؛ (دنیا ورځپاڼه او افغانستان ټایمز انګلیسي ورځپاڼه) یې لا بل تخریبي سنګر دی.

د یوه انسان ډېر سطحې عقل هم دې نتېجې ته رسیږي چې د کرزي د ټول مخرب کولکټیف د فعالیت پایله د افغانستان تباهي او د پاکستان خوشحالي ده.

نور یې نو قضاوت پر تا بې پرې لوستونکي چې که د ملي خیانت معیار هغه څه وي چې کرزی خېل یې وايي، چې بېله شکه همداسې هم ده، نو د دغه فورمول له مخې ملي خاین څوک دی؟

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴

10 thoughts on “دا غني، ها کرزی/ محمديار يار”
  1. پورتنئ مقاله ډيره موزونه اوپه تناسب کښل شويده يار صيب دې ژوندې وي ښه روغتيا ورته غواړم ډير دا ليکنه بايد څو ورځي دتاند پرمخ پاتې شي ۔ښه حقايق په کې ول ۔

  2. محترم لیکوال صاحب ما ستاسو ٹولہ لیکنه ولوستہ …….
    ز نہ غو ارام چی دیر بحث وکم خو پا لنڈو الفاظو کی وایم .
    کومی خبری چی تاسو لیکلی دی دہ شاغلی کرزئی پا اند دا ٹولی غلطی دی …..
    کرزئی صاحب چی وہ افغانستان تا کوم خدمت کرائی دی ھغہ نہ ہریدونکائی دی او تر لمر روشانہ دی او ٹولی دنیا تہ معلوم دی ….
    او دہ اشرف غنی سخہ چی دہ افغانانو کوم حیلہ درلودہ ھغہسی وہ نہ سول .
    او نور دہ افغانانو دہ اشرف غنی سخہ ہث تمہ نستہ او نہ نور افغانان تیر استی سی .

  3. محمد یار صاحب ‌ډیره ښه لیکنه خو دا څلورمه نقطه غواړم دا ووایم چه داټولی بد بختی ناخوالی مو خپل په مټ کرلی که چا توپک اخستی که چا غلا او قاچاکبری کړی زموږپر ناپوهی سرنا خلاسی ټمبلی باندی دلالت کوی الله وای هغه قوم چه خپله اراده تغیر نکړی زی نه تغیروم

  4. محترمه
    ستاسي یو اړخیزه لیکنه مې ترپایه ولوستله ، ترډیره حده مو د یوچاه پّ اړه حقایقوته اشاره کړې وه. خو د ګیلې په شکل درته وایم چي یو لیکوال هغه وخت ښه لیکوال ګڼل کیدای شي چي بې پلوه اوسي او یو پرتلیزه لیکنه خو داسي نه وي لکه څنګه چي تاسي رامخته کړيده. زه ستاسي پر لیکنه اعتراض لرم او لیکنه مو بلکل یو اړخیزه ده. پدې لیکنه کي ستاسي او د کرزي د بانډ هیڅ فرق نه کیږي، که هغوی د کرزي په پلوی لیکنی کوي، تاسي یې بیا د غني په پلوی کوی ـنو توپیر یې څه سو؟ ستاسي په لیکنه موږ څنګه باور کولای سو؟ هیله لرم چي خفه سوي به نه یاست

    مننه

  5. محمد یار ستاسو له دی مفهوم څځه ډکې تبصره ته سلام کوم ، واقعیتونه مو روښانه کړي دي دا ځکه چې هغه شخص چې په دې خوار ملت باندې ۱۳ کاله حکومت وکړ او هیځ لاسته راوړنه نه لري هغه اوس په دی نوي تش په نامه ملی وحدت حکومت باندې انتقادونه کوي او علت یې هم ددغه بی قاونونه حکومت بی کفایتی او بی غوري ده تاسو وګوری چې په ګران هیواد کې څه تیریږی ولی ولس مشر د خیر په ګدی ناست دی ، دا ددې حکومت کمزوري او بی کفایتي ده چې یو ۱۳ کلن بی کفایته راپاڅیږي او د دې حکومت چې لا تر اوسه یی سیستم هم پوره جوړ نه دی په بی کفایتی خبري کوي او خلک هم همدي ۱۳ کلن بی کفایته ته غوږ نیسی وجه یې دا ده چې ددې هیواد اکثریت خلک نالوستي دی ، هر څوک چې کومه خبره کوي نو هغه ورته ريښتیا ښکاری ، خو د برعکس د ولس مشر د مشورې کس هم دا دی ، په ولس مشر کې هم دا عیب یې ګنې او که ناپوهې یا سر زوري هغه کس چې ولسمشر بدناموي دی ورڅخه مشوره اخلي او حمایه کوي یی ، کله کله خو ددې په مفکرتوب زما شک راشي چې دی او د نړۍ دویم مفکر ، یا خو بس دوۍ صرف دومره فکر کوي چې په دې څوکۍ کینه نور کار خو هسی هم نشته .خو زما په نظر څوک چې ددې هیواد مشر کیږي هغه بی کفایته او بی کاره شخصیت ترې جوړیږي چې ښه مثال یی ستاسو مخکې دی .3

  6. که ښاغلی کرزی غوښتی وای په دی دیارلس کلونو کی افغانستان ته د اقتصادی او سیاسی لحاظه ډیر څه کولای شو چی متآسفانه ونه شول. پدی موده کی له افغانستان سره دومره زیات اقتصادی کومک شویدی چی له ټولی اروپا سره له دوهمی نړیوالی جګړی وروسته د امریکا له خوا د مارشال پلان په نوم شوی و. هغو مرستو ټولی اروپا ته تغییر ورکړ خو زمونږ غریب لا غریب پاته شو او یوازی د یو څو جګړه مارو لکه فهیم ، بسم اله پشقل یار، بنیاد احمد شاه مسعود ، بنیاد بیات ، سعد محسنی، تورن اسمعیل ، عبدالرسول سیاف ، خلیلی ، محقق ، حضرت علی او …. خیټی پکی وپړسیدی .

  7. یاره یار صیب ډیر پر ځای او له حقایقو ډکه لیکنه مو کړې…. کرزی هم د خپلو اجدادو په څیر د واک ساتلو لپاره د خپلې واکمنۍ پر مهال هره معامله کړې او لا اوس هم ورته تیار دی…. زه دا وایم چې نن سبا هغه کسان د پاکستان ضد نارې وهي څوک چې خپله دغې کرغیړنې ادارې روزلې… دا خو نمک حرامي ده

ځواب ورکول سیدمرجان هڅاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *