تاند، جمعه، د جدي ۲۷مه: د پاکستاني ادارو له قوله دا مهال په افغانستان او د نړۍ نورو ۲۸ هیوادونو کې نږدې ۱۱ زره پاکستانیان په مختلفو جرمونو بندیان دي.

د دقیقو شمېرو له مخې په اماراتو، افغانستان، دوبۍ، عمان، چین، ایران، هند، یونان، عراق، کویت، مالیزیا، ترکيه، تایلنډ، سریلنکا، قطر، روسیه، پرتګال، ناروې، سویلي افریقا، هسپانیا، ایټالیا، فرانسه، کاناډا، هنګري، اسټرالیا، بحرین او بنګله دیش کې ۱۰ زره او ۸۹۶ پاکستانیان د غلا، جنسي تېریو، وژنو، قاچاق او نورو جرمونو بندیان دي.

له دې منځه یې ۶۲۱۱ پاکستانیانو ته د محکمو لخوا سزاوې هم اورول شوې دي، خو د ۴ نیم زره پاکستانیانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

د راپور له مخې دمګړۍ ۴۱۲۰ پاکستانیان په مختلفو هیوادونو کې د قاچاق په جرم بندیان دي او۱۱۹۵ نور یې د ناقانونه مهاجرت له کبله زندانیان دي.

د اسنادو له مخې ۱۷۳۷ پاکستانیان د وژنو، غلا او اختطاف په جرمونو، ۱۹۰ تنه د انساني قاچاق او ۱۶۵ نور یې د وسله والې غلا له کبله لاس په لاس نیول شوي او بندیان دي.

د پاکستاني سفارتي اسنادو له مخې دمګړۍ ۳۷۴ پاکستانیان له دغه هیواده بهر په نوره نړۍ کې د جعلکارۍو ۴۶۷ د ویزې د مودې ختمېدو او ۲۰۶۱ تنه د نورو کوچنیو جرمونو په تړاو بندیان دي.

بلخوا پاکستان تر اوسه له تایلنډ څخه خپل ۱۷ بندیان او له سعودي څخه د تړون له مخې ۲۱۰۷ تنه بندیان ترلاسه کړي دي.

همدا راز اماراتو هم ۵۷۲ تنه پاکستان ته سپارلي او ۳۵۰۰ تنه یې په ۲۰۱۹ کال کې ورخوشې کړي دي.

پاکستانیان په ټوله نړۍ کې د مختلفو جرمونو له کبله مشهور دي چې څه موده وړاندې یې په سعودي عربستان کې د مدینې منورې په جومات کې هم ځانمرګی برید کړی و.

افغانستان کې هم څه موده وړاندې افغان ځواکونو نږدې ۱ تنه داعشیان ونیول چې زیاتره یې پاکستاني وګړي دي.

3 thoughts on “دا مهال د افغانستان په شمول ۲۸ هیوادونو کې نږدې ۱۱ زره پاکستانیان بندیان دي”
  1. داموڅه لیکلی دی اول ووایی بیا یی شیر کړی
    لکه داچی هیڅ معنی نلری
    (افغانستان کې هم څه موده وړاندې افغان ځواکونو نږدې ۱ تنه داعشیان ونیول چې زیاتره یې پاکستاني وګړي دي)

  2. !د سایت چلوونکي
    د کمند د لیژلو په اړه دا ضرب زبانی څه مفهوم لری دا خو وخت غواړی او لکه چه تاسو دا بیکارو خلکوته مصروفیت جوړه کړی ده هیله ده دا لمنځه ویسی

  3. کچیری په افغانستان کی پاکستان بندیان شته وی نو باید څارنوالی او وزارت داخله او ملی امنیت د ټولو پاکستانی بندیانو قضییو په اړه ولس ته کره معلومات ورکړی چی دا پآکستانیان پدی افغانی خاوره کی څه کول او نړیواله محاکمه باید د دوی قضیی وڅیړی ځکه ترڅو نړیوال پوه شی چی پاکستان بی لدی چی طالبانو سره نظامی او مالی مرسته کوی په افغانستان کی نوری جرمی شبکو سره هم لاس لری او مرسته ورسره کوی

ځواب ورکول خیری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *