پورتنۍ جمله به مې هغه وخت د لیکوال او ژورنالیست ښاغلي محمدابراهیم(سپیڅلي) څخه ډیره اوریده چي په هیواد تلویزیون او افغان ازاده راډیوکي سره همکاران وو.

نوموړی چي به کله له کوره دندې ته راتلۍ پرلارې که به يې کومه ځوریدونکې پیښه لیدلې وه دفترته چي به راورسیدی د ملګرو او همکارانو په وړاندي به يې سر د مایوسۍ په ډول وښوراوه  ویل به يې:

دا وطن نه جوړیږي!

 وروسته به ملګرو ترې وپوښتل سپیڅلی صاحب خیر بیا دې کومه ناحقه لیدلې؟: نوموړي به د خپل احساس له مخي ورته هغه د سترګو لیدلی حال او ځوریدونکې کیسه بیان کړه.

په هرصورت رابه سم اصلي موضوع ته چې دعامې روغتیا په ریاست پوري تړاو لري.

دغه لاندي لیک مې څو میاشتي مخکي د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ته د انساني قصابانو د اصلاح په موخه ليږلی خو…

              ډاكټرپخلاصاحب ته!

دعامې روغتيا رياست محترم رئس صاحب

                             لومړى السلام عليكم ورحمت الله وبركاتۀ

 څه موده وړاندې مو د کندهار ملي راډیو تلویزیون له لارې اعلان واورید

چي د تش په نامه ډاکترانو نومونه پکې ذکرسوي ول خوشحاله سولو

مګر دا سوال مو تراوسه هم بې ځوابه پاته دی

چي ولي د داسي انساني قصابانو چي هغوی تش په نامه ډاکتران بلل کیږي

کتنځایونه او درملتونونه د تل لپاره نه تړل کيږي؟:

ښکاره ده چي زموږپه ټولنه کي زیات شمیر نالوستي وګړي ژوند کوي

 څنګه به د متخصص ډاکتر او د تش په نامه ډاکتر ترمنځ هغوی تشخیص وکړای سي ؟

په هرصورت ښاغلى ریئس صاحب موږ د كندهارښار د اومي(۷) ناحيې اړوند د ميربازارشريف د سيمي اوسيدونكي هم دعامي روغتیاریاست د مسولینوڅخه هیله اوګیله لرو

ځكه د ميربازار سیمه د اداري تشکیلاتو له مخې په اومه(۷)ناحيې پوري اړونده سيمه ده خو تاسو ورته د اطرافي سيمي په

نظرگورئ دا ولي؟

محترم رئس صاحب! هيله كوو تاسوپه خپله يادي سيمي ته راسي يا هئيت راوليږي ترڅو وويني چي په ياده سيمي كي څومره خپل سري درملتونونه اوپه كښي ناست ستاسو په اصطلاح تش په نامه داکتران چي دمظلومواو بیچاره خلگو په ژوندلوبي كوي حضورلري

محترم رئس صاحب!:

تاسوته څرګنده ده چي دمیربازارسیمه فقط دیوه واړه کلي په څیرده

نوپه کلي کي به زموږپه آند یوتن ډاکټراویو درملتون کیفایت کوي خو په میربازاکي پنځه درملتونونه فعالیت لري چي دهردرملتون څښتن دمریضانو دنخسي لیکلواوشکولو لپاره پخپل په درملتون کي پټ کتنځای هم جوړکړی

دثبوت لپاره يي نومونه اوموقعتونه په لاندي ډول درته وړاندي کوو

لومړی صالحي درملتون دمیربازارسیمی په پای کي

دسوف کلي ته نیژدي،

دوهم انصاف درملتون دملک یارمحمدجامع ته نیژدي دپخو دوکانوسره

په څنګ کي يې دریم بلال درملتون په یادو دوکانوکي،

څلورم عارف درملتون دپیرمولوي صاحب زیارته نیژدي،

پنځم درملتون چي نه نوم اونه هم لوحه لري خوتش په نامه داکتراومعاینه خانه پکښي فعاله ده یاد درملتون دجانان آغا مسجد ته نیږدي ختیځ لورته.

محترم رئس صاحب!

دخدای(ج)په خاطر اود دي بیچاره ولس په خاطرخوتاسو یوځل دیادو سؤ درملتونوڅخه دنیژدي لیدنه وکړي

دغه دانسانانوقصابان چي تش په نامه داکتران دي کتنځایونه او

درملتونونه يي ترنظرتیرکړي څو زموږبیچاره و دزړه تسکین وسي

ستاسو دراتګ او دیادو درملتونو دکنټرولیدو په هیله.

                 په درنښت د(۷)ناحیي دمیربازاراوسیدونکي

دعامي روغتیا ریاسته دپورتني لیک تر رسیدلو دوي ورځي وروسته د یاد ریاست کار کوونکي دمیربازارسيمي ته د تفتیش په موخه راغلل د یادي سيمي ټول درملتونونه يې تر نظر تیرکړل دتفتیش او پلټني پر مهال ورته څرګنده سول چي په یاده سيمه کي ټول درملتونونه خپل سري د ډاکټرانو پرځای انساني قصابان ناست دي او دپيسو دلاس ته را وړلو لپاره

 دمظلومو انسانو په ژوند لوبي کوي

 دعامي روغتیا د ریاست څارونکوو د جواز نه لرلو په پلمه د یادي سيمي درملتونونه بندکړل او مالیکین يې ریاسته وغوښتل

دوي(۲)ورځي د یادي سيمي درملتونونه بند ول

 دریمه(۳)ورځ البته ماښام چي کله دخپلي دندي څخه مخ دکور

 په لورتلم ومې لیدل چي دوه(۲) درملتونونه خلاص دي

فکرمې وکړ چي شاید همدغه دوه(۲) درملتونونه به جواز لري او مسلکي متخصيصین ډاکټران به پکښي موجود وي

ډیرخوشحاله سوم ځینو ملګروته مې وويل:

ریښتیاچي اصلآ خلګ د چارواکو او مسولینو سره همکاري نه کوي

ځکه زموږ په ټولنه کي ناخوالي دومره ډیري دي په عیني حال کي به مې دخپل شکایت لیک کیسه ورته شروع کړل او

دعامي روغتیا دریاست دفالیعت ستاینه به مي کول

خو د پنځو ورځو په تیریدوسره څرګنده سوه يعني په یاده سیمه کي ټول تړل سوي درملتونونه خلاص سول دپلټني په موخه مې یوه درملتون ته سر ورښکاره کړ او دبندیدو لامل مې تري وپوښت د درملتون څښتن راته یو لیک وښود او زیاته يې  کړه چي زماڅخه يې په ریاست کي د دومره(۰۰۰)پیسوغوښتنه کول مګر

 په چنو،چنو مې د دومره (۰۰۰) پیسو ورکولوته خبره ورسره را ورسول همدارنګه يې دهغه نورو درملتونو دمالیکینوڅخه هم درملتون ته په کتو سره دجریمي او پیسوغوښتنه لرل ځینو ورته ورکړي او ځیني اوس هم ورسره په چنو وهلو بوخت دي

وروسته راته په اثبات ورسی��ل چي د کندهار ولایت دعامي روغتیاریاست کارکوونکو دولس لپاره نه بلکي دخپلو جیبونو د ډکولو لپاره يې دمیربازار دسیمي درملتونونه تړلي ول.

پورتنی  شکایت لیک د عامي روغتیا دریاست رئس داکتر پخلا صاحب او کارکوونکوته دپیسو دلاس ته راوړلو او جیبونو ډکولو یوه ښه سرچینه جوړه سول او فعلآ دیادي سیمي ټوله درملتونونه په عادي ډول فعالیت لري او ترپخوا اوس ډيرپه ډاډه زړه شکول کوي ځکه هغه پيسي چي دعامي روغتیا دریاست کارکوونکو دجرماني په توګه تري اخيستي د میربازار دسیمي د درملتونو څښتنان يې اوس دمظلومو خلګو د جیبونو څخه وصول کوي.

نو هم هغه د سپیڅلي صاحب خبره ښه او پرځای ده چي…

 داوطن نه جوړیږي!

0 thoughts on “ دا وطن نه جوړیږي! – ګلالى ګلدم”
  1. ګرانه وروره دا وطن به هغه وخت جوړ شي چې ټول هیوادوال سره یو شي او د دې وطن پلورونکو پر ضد ملي قیام وکړي او له کورنیو سره یي یوځای تر تیغ تیر کړي څو د دې وطن فروشانو نسل هم پاتي نشي ځکه چې یو شاعر وایي

    (عاقبت گرگ زاده گرگ شود گر چه با آدمي بزرگ شود (سعدي

  2. ګرانه وروره دا وطن به هغه وخت جوړ شي چې ټول هیوادوال سره یو شي او د دې وطن پلورونکو پر ضد ملي پاڅون وکړي او له کورنیو سره یي یوځای تر تیغ تیر کړي څو د دې وطن فروشانو نسل هم پاتي نشي ځکه چې یو شاعر وایي

    (عاقبت گرگ زاده گرگ شود گر چه با آدمي بزرگ شود (سعدي

ځواب ورکول نور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *