احمد ضیا ضیا

په تېره لسیزه کې د بازار د اقتصاد تر شعار لاندې او د خصوصي سکټور په نامه د سیاسي – اقتصادي ما فیا له لوري د ولس او هېواد په وړاندې داسې جنایتونه ترسره شول چې د اويايمې او  اتيايمې لسیزې د کورنیو جګړو او وژنو نه ډېر خطرناکه او دردونکي دي ، جنایتونه تر ډېره بریده هماغو جنایتکارانو ترسره کړل کوم چې هېوادوالو به له ډيره درده  سړي وژونکي او ټوپکمار ورته ویل چی په رښتیا هم همداسې وو؛ مګر دا ځل بیا همدغو ټوپکمارو او انسان وژنکو  د څېرو په بدلولو سره د خپلو جنایتونو بڼه هم بشپړه بدله کړه؛ هغه دا چې د تېر چور او چپاو په پانګو يې په نوو نومونو شرکتونه جوړ، او د یوې سیاسی ـ اقتصادي مافیا په بڼه یې ځانونه را ځرګند کړل  د شخصي او دولتي مځکو په غصب او پلورلو، په ناقانونه توګه د دولتي تصدیو په نیولو، حکومت کې د لوړو څوکیو په ترلاسه کولو ، ملي شورا ته په ناقونه ډول ور ننوتلو، په بانکونو کې د ولس د پانګو په لوټلو، د مخدره توکو په قاچاق،  د هېواد د کانونو په ایستلو، په ناقانونه ډول د سترو پروژو د قرار دادنو په اخستلو، هیواد ته په  ناقانونه ډول د بی کیفیته توکو (خوړو، درملو، تېلو، ګازو … ) په  را واردولو پیل وکړ؛ چې په پایله کې یې اوس افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو او هغو هیوادونو چی د مخدره توکو تولید او قاچاق په کې کیږی، لمړئ مقام خپل کړی دی،  همدغه راز د یوې نوې سروې له مخې افغان پاسپورټ د نړی په کچه یو له هغو پاسپورټو څخه ګڼل شوی چې هېوادونه په اسانې سره زړه نه ښه کوي خپله  ویزه پرې ولګوي چې هر با احساسه هېوادوال ته د نورو هېوادونو دغه راز چلند د ننګ او خجالت لامل ګرځېدلی. او دلته بیا په کور دننه د قانون د نه پلېدو کې له امله نا امني ورځ تربلې زیاتیږي، چور تالان او په تېره بیا سړي تښتونه چې مخکې تردې هیڅ نه وه لیدل شوې، په بې ساري ډول مخ په ډېرېدو ده ، ۵۰ سلنه وکړي مو په علني بیکاری او ۱۰ سلنه نور بیا په مخفي ډول بیکاره دي،۶۰ سلنه هېوادوال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، په سلګونو زره خلک په مخدرو توکو روږدي شوي، د خوړو مصؤنیت خو لا بیخي نه پېژنو، ۹۰ سلنه وګړي معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري  او ۱۰ سلنه نور مو بهر کې درملنه کوي، دغه ډول ناخوالې، د نړۍ په کچه په داسې یو هیواد  کې  چی ایله شاوخوا دیرش میلونه وګړي لري او تر مځکې لاندې يې د څو تريليونو ډالرو زېرمې ښخې دي،  ډیره د افسوس خبره ده او زما اندیښنه بیا هغه ولس ته چی پخوا یی په هند، اسفهان او بخارا حکومتونه کول، هغه ولس ته چې درې ځلې یې په تش لاس د نړی ستر ښکیلاک انګلیس په ګونډو کړی او بیا هغه ولس ته چی د نړۍ د ستر قدرت شوروي د سرو لښکرو د تیري په وړاندی په نیغه ودرېد خپل هېواد څه ان نيمې نړی ته يې آزادي وګټله او سوړ جنګ يې ختم کړ،  مګر اوس ټول هیوادوال د څو تنو جنایتکارانو په وړاندې داسې پټه خوله ناست دي ته به وایې چې احساس یې وژل شوی او شعور یې ځینې اخستل شوی او بل لوری بیا مافیایي ډلې نه یواځې چې له خپلو ناروا او ظالمانه کړنو ستړې شوې نه دي بلکه لا یې هم زور ورکړی. دا ځل د غضنفر ګروپ چی هېواد کې د سیاسي ـ اقتصادي مافیا یوه ستره  برخه ګڼل کېږي پدې موخه چې سلګونه میلونه ډالر تر لاسه د خپلو حکومتي مافیایي شریکباڼو په مټ اجازه اخستې  چې له ترکمنستانه پنځه سوه زره ټنه ناچاڼ شوي تېل را وارد او له چاڼ وروسته یی بازار ته عرضه کړي، ویل کېږي چې نوموړي ګروپ یوازې د دوه سوه پنځوس زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تېلو د چاڼولو په نامه تکنالوژي راوړې، په داسې حال کې چې د تېلو د چاڼ خونې لګښت ملیارډونو ډالرو ته اړتیا لري او د غضنفر ګروپ خو پرېږده، د سیمې شتمن هېوادونه چې د تېلو او ګازو خورا ډېرې سرچینې هم  لرې، د لازمې پانګې د نشتوالي له امله په دې نه دي توانېدلي  چې داسې یوه چاڼ خونه جوړه او اومه تېل په کې چاڼ کړي.

که چیرې ولس لاهم چوپه خوله پاتې شي او خدای مکړه غضنفر ګروپ په دې وتوانېږي چې دغه راز تېل هېواد ته را وارد او بیایې وپلوري نو باید موږ یو بل لوی او خطرناکه وګړنیز او اقتصادي ناورین ته ځانونه تیار کړو دا ځکه چې چاپیریال به مو داسې له مضرو او خطرناکو کمیایي توکو ډک او ککړ وي چې  له وېرې به یې نفس هم تازه نه کړای شو. په هرصورت غواړم د لا روڼتیا په موخه په ناورین او پایلو یې په څو اړخونو کې لږ تم شم :

لمړی: د سږو، زړه او سرطان په  لاعلاجه ناروغیو اخته کېدل، نړۍ ته د معیوبو ماشومانو راتلل  د ژوند کولو د مودې را ټیتېدل او داسې نور.

دوهم :  کرنه ، مالداري  او الوتونکي چې د ښه ژوند کولو او چاپېریال د خوندي ساتلو له پاره یو اساسي عنصر ګڼل کېږي، ډېرسخت زیانمنېدل.

دریم : څرګند حقیقت دی چې اومه تېل تر چاڼ شویو تېلو ارزانه تمامېږي او نوموړی ګروپ به یې بازار ته په ارزانه بیه وړاندې کوي، چی  پایله به  یی په مارکیټ کی د قېمتونو د سالمې سیالی په بشپړ ډول له منځه وړل وي، خلک به هرومرو همدا تیل کاروي چې بیا به د موټرو او فابریکو ماشینونه او نور ټول هغه ډول ډول ماشینونه چی په تیلو چلیږی، له وخت وړاندې استهلاک او په ټپه ولاړ وي، چې د کورنیو د اقتصاد د خرابېدو ترڅنګ د ملی اقتصاد له پاره هم  یو ستر  زیان را منځ ته کولی شي.

غواړم ووایم چې نوموړي ګروپ اوس یواځې د کاغذ پرمخ اجازه تر لاسه کړې او په عملي ډول یې لا د دغه راز بې کیفیته تېلو په واردولو پیل نه دی کړی نو ښه به وي چې ټول هېوادوال په ځانګړې توګه هغه څوک چې رسنیوته او یا بریښنایي ټولنیزو شبکو ته لاس رسی لري په یوه غږ د دغه ستر جنایت په وړاندې خپل غږ پورته کړي چې پدې صورت کې به له یوې خوا د یو ستر ناورین مخنیوی شوی وي او له بله پلوه به موعامه پوهاوی هم را منځ ته کړی وي .

4 thoughts on “دا ځل مو د شتمنیو ترڅنګ ژوند هم لوټي/ احمد ضیا ضیا”
  1. ضیا صا حب حقا یق ورڅ تر بلی روښا نه شویدی اوروښانه کیږی حلک او ملت دبی غیرتی نقاب اغوستی ده ختی دا ویره هم شته که تری نور غیر مشروع خواهشات وشی دوی به بیا چپوی دبلی دخبر کړم
    دقوس میا شتی معا شونه کا بل با نګ په هغه دغه پلمه وڅنډول نن دجدی میا شتی ۲ تا ریخ ده مامورین اهل کسبه دبانکونو په در وازو کی نا میده ولاړ او خپل دیوی میا شتی نا څیزه مزد څوک نه ورکوی ولی دچا اواز پورته نشو دادی دروشن فکرو دریڅ چپچپ چپ تا به کی چپ؟ ناروا جنا یا ت تبا هی بر بادی حق تلفی وینو بیا هم چپ هغه زمریان نشته چه دچا پروای نکوله په حقه ی خپل ژوند هم قر با نی کولو پریږده چه فجا یع نور هم زیات شی ږیر زما واک دملا.

  2. ‌ډیر شه لیکنه ده
    دا خلک پخوا د ظاهرشاه په زمانه کی غله وه بیا چه دثور تحول وشول ټول د جهاد تش په نامه قوماندانان شول بیا چه وطن ته راغلل پاټکیان شول او د کرزی په دور ټول په دولت کی نصپ شول او اوس یو تعداد یی تجاران شول چه په هر دوکه او فریب وی باید دوی قدرت ولری
    خدای دی د افغان مظلوم ولس ددوی دشره خلاص .کړی

  3. ډیر مهم او په زړه پوری مطلب مو لیکلی دی. د ستاینی تر اړخه یوه کوچنی خبره هم لرم سی دغو جنایتکار پکر نه کوم څیری بدلې کړی وی بلکی جامی او کالی یا دا د نورو په اصطلا سټایل یی بدل کړی نور نو ستاسو په لیکنه خو نظر ګناه بولم. مننه یو جهان

  4. مسول محترم امید وار هستم که بدون تبعیض نامه مرا نشر نماید تا باشد که شخصی جواب دهی نماید
    با تقدیم سلام خدمت خوانندگان عزیز
    من تا هنوز این را نفهمیدم که جناب محترم ضیا خان من شخصآ از شما گله دارم اینکه جوانی که در زمان مسولیت کاری خویش در مقابل جنایتکارن به پا ایستاد گردید از سر جان خویش بخاطر وطن گدشت نمود وشما با ایشان همکاری نه نمودید ولی حالا حیرانم چطور با جرعت از مافیا و فساد سخن به زبان میاورید ایا چنین نشده باشد که شما تغیر عقیده کرده باشید و یا هم ممکن فشار های وارده از شما دور گردیده باشد ؟ شاید یک تعداد از خوانندگان بسیار قهر شوند. لیکن حقیقت اینست که مردم با چشم خویش بیبنند سوال من از جناب محترم ضیا این است که در موقعی که قدرت و مسولیت داشتی در مورد مافیا و فساد اداری سخن به زبان نیاوردی بنظر من برای اینکه چوکی خویش را از دست ندهی و یا هم اینکه تحت فشاربیش از حد بودی ؟
    حتی در موقعی که از دزدی غارت اختلاس رشوه برایت بشتر از 200 قطعه اسناد بیشکش گردید بود کلمه ای به زبان نیاوردی و همه اسناد ها را به مدت 6 ماه تحت پروسس قرار دادی و بیشتر ازچندین ماه آنرا به تعویق انداختی بنآ اگر از توانت پوره نبود نباید مسولیت ارزیابی را به دوش میگرفتی و چون مسولیت را به دوش گرفتی باید حد اقل واقعیت ها را بیان میکردی و جای افسوس است که هر دوتان از یک ولایت بودید و هم باید یا د آور شوم که دوامدار شدن این پروسه از سبب موجودیت قومندان سمیع الله رحمانزی لوگری که قبلا ریس زراعت ولایت لوگر بود که خودش هم در این غارت رشوه اختلاس فروش زمین های دولتی ولایت لوگر دست داشت و برعلاوه چون در ولایت لوگر هم چنین خیانت ها را قبلآ نموده بود و تحت باز رسی حارنوالی قرار داشت اینکه دولت در فساد غرق است خیانت اینها دوامدار گردیده است و این شخص برای پرده پوشی از خیانت های خود ده ها قطعه مکتوب و اسناد را پنهان نموده و با با ند مافیا بخاطر جلوگیری از فاش شدن خیانت ها یش هم دست گردید با انکه جوانی مذکور بشتر از 200 قطعه اسناد در دست داشت انرا تسلیمت نمود ولی چون روی دالر نازک بود اعضای برسی از واقیعت ها چشم پوشی نمودند چرا که جناب وزیر سر دسته دزد ها بود و بس ! در غیرآن این چی قسم عدالت است که شما ها نمودید؟ ایا شخصی که دزد ها وخاینین ملت را افشا میسازد دوستان دیگر ندارد که مسایل را تعقب نماید ؟ ایا فکر میکنید که تما می افغانها خاین وتماشاچی هستند که با گرفتن چند پول وجدان خویش را به فروش میرسانند و خودت بنا بر هر علت که بود از حقایق چشم پوشی نمودی و این بسیار جالب و حیران کننده است که حالا راجع به فساد و باند مافیا تبصره مینمایی ایا ان کوچیها یکه از رمه خویش فامیل خویش را نفقه مینماید و رمه ان به سبب نبود ادویه واکسین و……… در حالت از بین رفتن است و.پول ادویه واکسین به چیب چهار هزاره دزد میفتد و ادویه واکسین وغیره به بازاری سیاه بفروش میرسد ایا چنین بدبختی و نبود ادویه با عث تباهی ومرگ کوچی ها و فامیل ایشان نمیشود یا اینکه و اصلآ مردم کوچی انسان نیستند ؟
    بنا ضیا جان زمانکه خودت مردم را بر علیه گروپ غضنفر تحریک میکنی راجع به به اینکه در زمان قدرت چی کردی .

ځواب ورکول Ab Ahad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *