د دوستم او اشرف غني د ائتلاف په وجه د ټلوالې او د نورو جنګسالارانو او بدماشانو بقا په خطر کې وه خو د ځینو فیسبوکي پښتنو د ډیر فشار له کبله اشرف غني دوستم له خپلې مرستیالۍ څخه لرې کړ.

ټلوالې ته طلايي چانس په لاس ورغی او د دوستم په شمول يې محقق، خلیلي، سیاف، عطا او نور سره یو ځای کړل او د هندي فلمو بدماشانو په څیر يې یو بانډ جوړ کړ.

د دولتي چوکیو د تقسیماتو څخه وروسته ټول په یوه خوله د عبدالله شاته ودریدل او د اشرف غني ماتولو ته یې ملا وتړله. دا ځینې د فیسبوک پښتانه چې په اشرف غني يې فشار راوړی وو تر څو دوستم لرې کړي، بیرته خوشاله شول او ټولو اشرف غني ته رایه ورکړه. د انتخاباتو نتیجه راغله او عبدالله د ۵۱ سلنې څخه زیاتې رایې وګټلې او قانوني ولسمشر شو.

د فیسبوک پښتانه چې کله پوه شول چې رایې يې له دوه سلنې څخه هم کمې وې نو سخت حیران شول. کلیوالو پښتنو یا د طالبانو له ډاره رایې ورنکړې او یا يې هم د خپل کلي په مشرانو خرڅې کړې. چې هغوی بیا په خپل وار ډیرې پیسې پرې وګټلې.

د شمال پښتنو د ټلوالې له ډاره یا عبدالله ته رایه ورکړه او یا يې خالي کاغذونه د رایو په صندوق کې واچول. چې وروسته هغه خالي کاغذونه هم بیا د عبدالله په نامه حساب شول. هغه لږ ډیرې د باسواده پښتنو او او غیر پښتنو رايې چې اشرف غني درلودې، هغه يې هم د دوستم د مرستیالي په وخت کې د فیسبوکي پښتنو د تبلیغ په وجه بایلودې.

د پښتنو په پرتله د نورو قومونو خلکو پرته د طالب له ډاره ښه په امن کې خپله رایه وکاروله او عبدالله يې د ټول افغانستان ولسمشر کړ. د فیسبوک احساساتي پښتنو چې په اشرف غني نه یوازې انتخابات وبایلل بلکې د جنګسالارانو ډله يې هم متحده، قوي او په ځان مسلطه کړه، چیغې شروع کړې چې په انتخاباتو کې درغلي شوې. خو د دوی چیغې چا وانه وریدې او دوی هم وروسته له درې څلور چیغو ستړي شول او لکه د همیش په شان پخپل کار پسې روان شول. اوس حالت د کرزي د وخت په نسبت بدل شوی. ټلوالې ټول وزارتونه پخپلو خلکو ویشلي.

په لوړو دولتي پوستو د پښتنو کموالي دولت نور هم کمزوری کړی او مخالفین يې قوي کړي. دې کار د پښتنو د سیمو امنیت نور هم خراب کړ. هماغه وو چې په پارلماني انتخاباتو کې هم د پښتنو له سیمو څخه ډیر کم مشران وتوانیدل چې پارلمان ته لاره پیدا کړي. دې انتخاباتو د غیر پښتنو په ذهنو کې د نفوسو د انډول په اړه نوې پوښتنې را پیدا کړې. دوی پوښتنې شروع کړې چې دا څنګه پښتانه اکثریت دي چې نه یې د ولسمشري انتخابات وګټل او نه يې هم په پارلماني انتخاباتو کې کومه توره وکړه. نن سبا خلک د کرزي د وخت ارمان کوي. په موټرو بیا د مسعود عکسونه ډیر شوي. د ټلوالې بدماشان تر پولیسو هم زورور دي. په افغانستان کې د ټلوالې د ګټلو په وجه د ایران نفوذ او د طالبانو د قوت په وجه د پاکستان نفوذ ډیر شوی او د دواړو تر مینځ پښتانه ځپل کیږي. فیسبوکي پښتنو د تدبیر څخه کار وانخیست.

د یو دوستم لپاره يې هم ریاست بایلود او هم يې د یو دوستم په ځای د جنګسالارانو پوره ډله په ځان مسلطه کړه. دوی نه پوهیدل چې کله اشرف غني انتخاباتو ته ودرید نو جنګسالارانو ته خپل شکست او محکمه کیدل سترګو ته ودریدل. او کله يې بیا چې دوستم هم تر خپل وزر لاندې ونیو نو پاتې جنګسالاران مطمین شول چې نور يې ورکه راغلې. دې ویرې دوی سره متحد کړل او د خپلې بقا لپاره يې هلې ځلې پیل کړې. خو هر ځل له ناکامي سره مخ شول، تر څو چې فیسبوکي پښتنو دغه طلايي چانس ورته برابر کړ. هغوی هم ترینه پوره ګټه واخیسته. دوی په داسې وخت کې د جنګسالارانو محکمه غوښته چې هغوی د انتخاباتو له لارې د ولسمشرۍ پلانونه جوړول.

په خپل ضعیف دولت او وخیم حالت ښه پوه ول، خو احساساتو يې د عقل په سترګو پردې اچولې وې. اوس لکه مچان لاسونه مروړي. اوس پوه شول چې مونږ په سیاست نه پوهیدو. اوس له شرمه له طالب سره هم نشي دریدلای ځکه ښه پوهیږي چې طالب د پاکستان ګټو ته ژمن دی. په دفترو کې اوس هغه ملګري چې دوی به د دوستم د مرستیالي څخه مخکې داشرف غني صفتونه ورته کول، ټوکې پرې کوي. هغوی طعنه ورکوي چې دا څنګه د نړۍ دوهم متفکر او په سیاست پوه کس وو چې پخپل ملک کې يې سره لدې چې همژبي يې هم ډیر وو، ونه کړای شول له جنګسالارانو څخه انتخابات وګټي.

13 thoughts on “دا څه وشول؟ – اجمل ستانکزی”
  1. سړیه ستانکزیه زمونږ دیی په دیی لیکنه زړه وارتوه، خدای پاک دیی هیڅ وخت داسی نه راولی لکه څنګه چه تاسی محترم لیکلی دی، او ستاخبره زه منم چه زمونږ فیسبوکي پښتانه باید مخکی او روسته فکروکړی، داسی نه چه سبا بیا خفه یاستو. خودا خبره هم دامکانه لری نده چه دانترنیت ځینی لیکنی اوتبصری شاید شمالی ټلوالی ته ضد شی او واپس سره یوځای شی.

    عبدالله کابلی

  2. ستانکزی صاحب سیده د نښنی منځ د ویشتی دی ، هیله ده چی موږ ټول پری پوهه شو. کور ودان

  3. سلام وروره ديره مننه همداسي نوري ليكني بأيد أوكي چي دا فشتانه فوهه شي سياست فه زمكنيو هقيقتونو باندي كيژي نه فر فيسبوك

  4. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    زما په ګومان افغانان د ذهني بړبوکي په څپو کې اوښتي دي او دا انګېري، چې ګواکې نننی بحث به تر شپږومياشتو يوري دوام وکړي، خو ستونزه بل چېرې ده او هغه دا ده، چې د افغانستان ستونزې ته يوه موقتي حللالره سمه نه برېښي، ځکه وروسته له يو ناورين بل ناسور په ټولنه کې پېښېږي، خو د دغه ناسور ټولنيزې ، سياسي او ډله ييزې ستونزې او سببونه نه څېړل کېږي، خو يو په ملا د آي اېس آی ټاپه ږدي او بل بيا د سې آې اې نښه ورته نېغه نېغه کوي، مګر نه د افغانستان د معضلې لپاره د يوې منطقي لارې سنجول په پام کې نيسي.
    د افغانستان په وروستيو ۳۵ کلونو کې لومړی روسانو صرف د خپل سيمه ييز اغېز لپاره د يو موقت حل لپاره غوښتل په تره کي امين ووهي او له کارمل سره نوې واکمني رامنځ ته کړي، خو سر تره کي او امين وخوړ او ګټه کارمل وکړه، مګر بيا يې په نجيب کارمل لرې کړ، چې پايله يې د مجاهدينو او ملکولطوايفي رامنځ ته کېدل ول!
    پاکستان او ايران هم د افغانستان لپاره يوه موقته حللاره وموندله، چې په افغانستان کې يې ملکولطوايفي رامنځ ته کړه او تباه يې پکې افغان ولس کړ! طالبانو هم ځان تجريد کړ، القاعده يې پياوړې کړه او په خپلو ډلو کې يې روزګان، هلمند، کندهار او لږو ډېر زابل د خپلو واکمني شمزۍ وګرځوله، چې سيمه ييز ذهنيت يې د افغانستان لپاره محور وټاکلو، چې پايله يې تاسو او موږ ټولو د سر پر سترګو وليدله!
    کرزي صيب هم کولی شوی، د ۲۰۰۱ کال له تيريو او يرغلونو وروسته ټولې لوېديزې نړۍ ته قناعت ورکړي، چې اوس د دې وخت دی، چې افغانستان له جنګي مجرمينو پاک کړي او افغانستان له تنظيمي ذهنيته او ټلوالي انارشي وژغوري، مګر نه همدغه د کرزي ټيم، چې اشرف غني، احدي او نور يې فعال غړي دي، نو افغانستان يې بيا د بېلنتوب په ذهنيت کې وروزلو او سيمه يې د اور په لمبو ډاډه کړه او د نويو سياسي خلکو او شخصيتونو د ودې مخنيوی يې وکړ يآ يې وټکول او ټولنه يې له ننني ناورين سره مخامخ کړه!
    د راتلونکي انتخابات لړۍ هم د نوملړ د ليست او ډلو له جوړولو سره پيل شوه، چې بيا هم لوېديزوالو اوامريکايانو ته د دې قناعت ورنه کړل شو، چې په افغانستان کې يوه مسلکي اداره رامنځ ته کړي، چې په دې برخه کې زما خبرو ته خو څوک غوږ هم نه نيسي، مګر د کرزي او غني خبرې ته امريکايان غوږ ږدي، خو ستونزه دا ده چې نه په کرزي کې او نه هم په غني کې د دې کيفيت او پوهه وه، چې په ۱۲ کلونو کې سم کدرونه وروزي، مګر برخلاف دوی هڅه وکړه، چې ځوانان او پوه خلک وځپي، تجريد يې کړي او ميدان ځان ته شغالي کړي، چې په دې برخه کې له هېوده بهر او په هېواد کې دننه ډېرو نورو خلکو هم خپل منفي رول درلودلو!
    د افغانستان د موقتي حللارې پلويان کولی شي د انتخاباتو په پلمه واک ته ورسېږي، د افغانستان له وينو او سپکاوي ډک تاريخ تور کړي، مګر طالب او اسلامي ګوند او يا وسلوال مقاومت به خپلې کاروايۍ تر هغه پر مخ بيايي، چې په افغاني ټولنه کې د پلمو رښکې ورته وموندل شي، لکه د بهرنيو ځواکونو شتوالی، د جنګي مجرمينو لوړپوړي چارواکيتوب او د ټولنې افراطي ديني، سياسي او د بېلنتوب ذهنيت! دا به هغه څه وي، چې وروسته له دغه نمايشي انتخاباتو به د افغانستان جوي، سياسي او امنيتي وضعيت تعينوي، خو له بده مرغه چېرې چې منطق کاوړی شي، نو د ټاپو لګولو ميدان بيا پياوړی شي!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

    1. اشرف غنی:
      که زه د کرزي پرځای وی، ما به د افغانستان هر وزارت یو پر بل پسې جوړ کړی وی، هر ولایت به مې یو پر بل پسې له بیخه جوړ کړی وی، او هره ولسوالي به مې یو پر بل پسې جوړه کړې وی. ما به لږ تر لږه لس داسې کسان تربیه کړي وی چې زما ځای ونیسي او پدې توګه هیواد په نس موړ او لدغه بدمرغۍ وژغورل شي.

  5. محترم ستانکزئ صاحب ! کله می چی ستاسو د لیکنی په لوستلو شروع وکړه نو زړه می د پښو تر تلو تیر شو خو وروسته پوه شوم چی تاسو د فرضیی او ټولو وطنوالو ته د ښی مشوری لپاره دا لیکنه کړی وه. ما هم یو وخت داسی احساساتی مفکوره درلوده خو ستاسو او د ځینو نورو وطنوالو د خوندوری او پوره څیړنی په نتیجه کی زما قناعت حاصل شو چی محترم اشرف غنی ډیره ښه پریکړه کړی چی دوستم خان یی د خپل مرستیال په توګه ټاکلی دئ. ما یو وخت خپل نظر ویلی وه چی اشرف غنی، نه یوازی یوپښتون دئ بلکه هغه یو ښه عالم او امین افغان دئ. زه امید لرم چی ټول ریښتینی افغا نان به هغه ته رایه ورکړی.

  6. لنډ مطلب : که مو ږ ټو ل اشرف غنی چخه لوړ سیا ست پوه مبتکر ین یو نو بیا راڅی دفیسبو ک انډیوالا نو نه یو کس انتخا ب کړو ضد او نقیص خپرونی سړی نه خپل مسر غلطوی پریږدی اشرف غنی خپل ه تګ لاره ښه ارزیابی کړی خپل پلان په ښه تو ګه پر مخ بوزی؟

  7. مننه وروره دير شه ليكنه دي
    خو زره دي راباندي واچو
    خداي دي وكري چي دا لوستي پشتانه پري پوه سي

  8. اجمل خانه وروه ډیره ښایسته لیکنه دی کړی، او بس د نښی منځ دی ویشتلی. که زمونږ پښتانه ورونه په خبره پوه نه شی او خپلی رایی ډاکټر صاحب اشرف غنی ته ور نه کړی، بلکل د دی امکان شته چی ستا وړاندوینی ریښتیا شی، بیا به دوی سرونه ټیټ نیولی او پښیمانی به کوی خو هغه وخت به ددوی پښیمانی کومه ګټه نه لری. الله ج دی توفیق درکړی چی نوری داسی لیکنی هم وکړی تر څو دا پښتانه ورونه او خویندی لږ په هوښ راشی او په خبره پوه شی. کور دی ودان او اختر دی مبارک شه.‌

  9. ستانکزیه وروره ډیر په زړه پوری مطلب دی لیکلای اوس هم وخت دی چی د احساساتو کار وانه خلو که نه نو په ریښتیا دداسی کار امکان شته دی

ځواب ورکول سید متین سادات ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *