نږدې څو شپېتو کلونه کیږي چې پاکستان زېږېدلی دی، د دغه هیواد حکومتونه له اولې ورځې راهیسې د افغانستان په ورانولو، له هند سره په دښمنۍ، نورو ګاونډیانو ته د دښمنانو په ساتلو کې اول نمبر دى، خو اوس دغه هیواد بل نوم هم وګاټه هغه هم داسې نوم چې په کار وو د پاکستان پرځای کوم نامسلمان هیواد ګټلی وای.

پاکستان دغه نوی نوم د نړۍ په کچه د سکسي او جنسي ویډیوګانو د خپرولو او ډېر کتلو له امله ګټلی دی، چې په اسلام کې ناروا دي، خلک بدعملۍ، زنا او فحاشۍ ته هڅوي، ځکه خو په کار ده ورته وویل شي او مبارکي ور کړل شي، چې دا ناوړه کارنامه دې هم مبارک شه پاکستانه!

د بیو ریسرچ په نوم یوې امریکايي رسنۍ په ټوله نړۍ کې د سکسي یا جنسي فلمونو، ویډیوګانو، انځورونو د لیدلو سروې اخستې ده او دا یې معلومه کړې ده چې په ټوله نړۍ کې دغه شیان ډېر په کومو هیوادونو کې کتل کیږي. د دې رسنۍ څېړنه او رپوټ وايي، چې پاکستان د سکسي ویډیوګانو، لوڅو فلمونو او تصویرونو په کتلو کې له افریقايي هیواد کینیا وروسته دویم هیواد دی چې په ټوله نړۍ کې ډېر دا ناوړه فلمونه په کې کتل کیږي او حکومت کوم بندیز هم نه پرې لګوي.

دا رپوټ زیاتوي چې په پاکستان کې همجنسبازي هم دوه فیصده مینوال لري. هغه هم په داسې ملک کې چې د مصر او نایجریا په څېر ځانونه مذهبي بولي، خو دغه کار د سیکولر یا په مذهب نه ولاړو خلکو یا حکومتونو دی.
د پاکستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرح اصفهانۍ له دې رسنۍ سره په خبرو کې دا منلې ده چې که څه هم په پاکستان کې همجنسي بازي منع ده، خو په سترو ښارونو کې دا مساله شته.

هغې دا هم ویلي چې پاکستاني همجنسبازان له خپلو کورنیو یا خپلوانو بهر له نورو خلکو سره همجنسبازې ډلې جوړوي او دغه ناوړه کار کوي.

پاکستان له دې وړاندې هم په فحاشۍ او زنا کې نوم درلود. ښه پته یې هغو افغان کډوالو ته لګیږي چې د پاکستان په پنجاب او کراچۍ کې یې وخت تېر کړی وي.

نه دا چې په پاکستان كې د اسلام ضد دا کارونه روان دي او حکومت یې مخه نه نیسي، بلکې اجازه یې هم ور کوی. نږدې شپږ میاشتې مخکې د پاکستان حکومت په ملتان کې د چكله بازار زناکارو ښځو ته رسمي جوازونه وركړل او ماليه يې پرې وضع كړه. د پاكستان د قوانينو له مخې پر يو چا د ماليې وضع كول د پارلمان تصويب ته اړتيا لري. په پاكستان كې د فحاشۍ په ټولو مركزونو او كاروباريانو پاكستان ماليه وضع كړې او دا هغه څه دي چې د پاكستان پارلمان تصويب كړي چې مولانا فضل الرحمن او د نورو مذهبي ډلو زيات مشران يې غړي دي.

زموږ ډېرى مذهبي ډلو بيا د داسې مذهبي مشرانو لاس په پيرۍ نيولې او د دوى په خوله په افغانستان كې مسلمانان وژني. وايي چې جومات ته مو امام نيسئ بايد له اوو پشتو يې خبر يئ، ايا زموږ هغه خوش باوره ټوپكوال چې د پاكستان د مذهبي مشرانو په فتواوو خپل هيواد ورانوي او خپل ولس وژني ايا د دوى له اصليت څخه خبر دي. كله چې له مولانا فضل الرحمن څخه د طالبانو له خوا د باميانو د بتانو د ورانولو په وخت د بي بي سي خبريال له خوا وپوښتل شول، چې كه د بتانو ماتول په كار وي او په داسې شرايطو كې چې دا اوس دي د اسلام حكم وي، نو تاسو ولې دا كار په پاكستان كې نه كوئ. مولانا ورته وويل چې د بتانو ماتول په كار دي، خو دوى ځكه دا كار نه كوي چې په پاكستان آيين(اساسي قانون) موجود دى او آيين دا كار منع كړى. اوس دغه په اصطلاح آييني مسلمانانو د زنا لپاره هم رسمي جوازونه ويشي تر څو د زنا په وخت د زانيانو په زړونو كې وېره او وسوسه نه وي او ښه په ارامه خپل كار ووهي. دا د شيطان لمسيان بيا په افغانستان كې د جهاد فتواوې وركوي او داسې ساده ګان هم شته چې د شيطان د شاګردانو شاګردۍ ته لبيك وايي او د شيطان مريدۍ ته جهاد وايي.

اوس نو پاكستان د دې لپاره چې مسلمانان وغولوي او پر اسلام يې ټېكه دوام ومومي نو يوشمېر نړيوالو انټرنيټي سايټونو ته خبردارى وركوي، كه دا يا هغه ويډيو مو له يوټيوب څخه لرې نه كړه نو دوى به يې سايټونه وتړي، پوښتنه دا ده چې پاكستان ولې دا سيكسي سايټونه نه تړي او پر سکسي ویډیوګانو، تصویرونو او نورو ناوړه افعالو بندیز نه لګوي. که په پاکستان کې دغه شیان ازاد نه وای، یا د حکومت د دا ډول اسلام ضد شیانو او هڅو مخالف وای، نن به د پاکستان پرځای کوم بل کفري هیواد د سیکسي فلمونو، سیکسي انځورونو په کتلو کې دویم نوم ګاټه.

پاکستان پر دې شیانو سربېره د شرابو داسې کارخانې هم لري چې له جماتونو سره نږدې جوړې شوې دي، نه یوازې په پاکستان کې شراب پلوري، بلکې نورې نړۍ ته يې هم صادروي.

افسوس پر هغو كسانو دى چې د داسې مفسدو ملايانو پر فتواوو د جنت او حورو خوبونه ويني، خو خبر نه دي چې په اخرت كې به له همدې مفسدو ملايانو سره راژوندي كيږي او له همدې منافقانو سره به په سقر كې سوځي
دا لیکنه په خدمتګار کې خپره شوې ده

2 thoughts on “دا کارنامه دې مبارک شه پاکستانه! – ودان پرهېز”
  1. ډیر ښایسته مطلب و او دا به هم ووایم چی زمونژ بعضی طالبان د ژمی په موسم که پاکستات ته ځی نو د دی په هکله ستاسو نظر څه دی چی دوی اسلام ته خدمت کوی او که پاکستان ته

  2. نو تاسو ته وایم اې په سپینه جامه کې توره شیطانه اوس تاسو مونږ ته ووایاست چې جهاد په مونږ باندې فرض دی که په دغه بی دینه هیواد باندې د دوی هر وګړي باید په دار باندې وخړول شي او هر پوځی ته باید اور واچول شي د دوی له لاسه تر اوسه مونږ په آرامه ساه نه ده اخیستې له الله ج نه سوال کوم چې دا هېواد د نړۍ له مخې نه ورک کړي امین ثم امین

ځواب ورکول روان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *