هغه وطن چې پکې د  کتاب نه د کباب قدر   ډیر وي.  کتابچې سپکې او تمانچې گرانې وي. خلک د دماغ په ځای د خیټې نه خبرې جوړوي. نامې په ځای جامې ته گوري. اخبارونه ارزانه او نوټونه قیمتي وي. قلمکار خوار او داړه مار شهسوار وي. نو هلته به څوک څه ولیکي، چاته به ېې ولیکي او څومره به ېې ولیکي؟. چې غوږونه کاڼه شي او حق نه اوري. ژبې گونگې شي او حق نه وايي او سترگې ړندې شي او حقیقت نه ویني. نو هلته د قلم  څه حیثیت او د لیکوال څه وقعت؟.

هره ورځ لکونه پاڼې ورځپاڼې خپریږي. په سلهاو ویب پاڼې ډکیږي. په چینلونو او موجونو څهرې ښکاري او هنجرې غږیږی.خو نه د چا په سترگو کې شرم پیدا شو او نه د چا به زړه کې رحم. ورځپاڼې په بله ورځ  د کبابي په دوکان کې د اور بلولو کار ورکوي. لیکنې داسې بدلیږي لکه د فلم بیکاره صحنې، ریموټ په لاس خلک د تودو خبرو او گرم بحثونو سره  ساعتیري کوي. د ډرامو نه ذیات د مباحثو نه خوند اخلي ، ور پورې وخاندي او چینل بدل کړي. خو نه د چا نیت بدلیږي، نه د چا ذهنیت. نه خباثت کمیږي او نه ‏رزالت.

داسې کله شوي چې څوک بازار کې خلکو ته ووايي چې نن رشوت مه ورکوئ ځکه چې بیگا  مولوي صاحب ویلې چې راشي او مرتشي دواړه دوزخیان دي. داسې مو اوریدلي چې یو ځوان د ځان وژلو نه وړاندې   علماو د شورا فتوا هم واوري چې دا عمل شریعیت  کې ناروا دی.  دا به ډیره غټه خبره وي چې په بې گناه خلکو په دې سبب بمبار بند شي چې بیگا د ملگرو ملتو په قرارداد کې  ورباندې بد ویل شویدي. دا به یو خوب وي چې دشپې د اداري فساد په ضد فرمان جاري شي او سبا ته د والي نه واخله د منشي پورې ټول په اوداسه کې کښیني.

دا ټولې خبرې بکواس دي. ذیاتره هغه چې لیکل کوي هغه خپله د سلو مسلو مسولین وي.  هغه کار چې خپله نشي کولی ،هغه په قلم کوي او فکر کوي چې نوم او عکس مې خپور شو اوس نو د نورو خلکو کار دی چې باید اصلاح شي. لوستونکي هم یوازې د ساعتیرۍ او بېکارۍ دلاسه لیکنې لولي. اخ اوخ وکړي او غلي شي. ښه پوهیږي چې د حالاتو کنټرول بل ځای کې دی. څوک چې مجلې لولي هغو فیصلې نه کوي او څوک چې فیصلې کوي هغو مقالې نه لولي او   دا عبث کیسې نه کوي. څومره چې سپینې پاڼِې توریږي ،دومره نور سپین  مخونه توریږي. څومره چې بحثونه تودیږي،دومره  د غریب انغری سړیږي. سل لیکنې   د چا  سل افغانۍ قرض خلاصولی نشي،  شل مرکې د چا یو مرض ختمولی نشي، سل مصلې  یو ځان مرگی درولی نشي ، زر دوسیې یو خاین په دار ځړولی نشي او بې شمیره فتوې یو قارون په ځمکه ښخولی نشي.

نو بیا دا بیان څه معنا،دا بې خونده داستان څه معنا، دا کوربه او میزبان څه معنا، دا سوال او پرسان څه معنا؟. هرڅه بس د خپرونې ساعتونه ډکول دي.  خپلې تنخا ته بانه لټول دي. یوه نشه سړول دي.نه ناصح د اصلاح پسې گرځي،، نه لیکوال د فلاح پسې، نه حاکم د رفاع پسې گرځي. د اتو بجو سهار خبرونه یو عادت دی. د انټرنیټ پانې لوستل هم یو شهوت دی. تازه تازه خبرونه اخیستل هم یو مصروفیت دی. د ماښام مباحثې  اوریدل هم ساعتیري ده فراغت دی . د رشوت په پیسو اخیستل شوي تلویزون باندې د مولوي صاحب بیان گوري. د غلا په پیسو جوړ شوي کور کې فهم القران گوري.  د حرامو په پیسو پلورل شوو لوخو  کې  حلال خواړه او  خوان غواړي.څومره نادانه دي دا خلک چې  په دومره فاسدو چارواکو کې ښایسته پاک ښکلی افغانستان غواړي.

ترڅو چې مردار سپي د دې کوهي نه  نه وي راویستل شوي ، تر هغې که سلهاو ډولچې اوبه هم ورنه راوباسې ، اوبه به هم داسې سخا او مردارې وي.  همداسې به چغې او بغارې وي او همداسې به سلگۍ او کوکارې وي .د بد نیت سپی، د رشوت سپی، د خیانت سپی، د خود خواهی او قدرت سپی، د دروغو او منافقت سپی او د حرام خورۍ او شیطانت سپی. دا دومره سپي چې مردار شي او بیا د کلي په کوهي کې انبار شي . نو بیا هغه اوبه چې څوک څښي ،د هغو به حال څه وي. د هغو به فکر او خیال څه وي. د هغو به ثواب او وبال څه وي؟. یو طرف مردار سپي ور غورځوي او بل طرف ورنه ډولچې راډکوي او د ستوني ېې تیروي. نه هغه استغفار کوي  او نه دا نور استفراق .

د بحر اوقیانوسه نه واخله د اباسین د گودره پورې ټولې اوبه خړې دي.چرته تیلو خړې کړي ،چرته وینو . چرته تورو خوړلي، چرته سپینو.  بس یو خړ سیلاب دی چې چا نه ېې  ځان وړی ،چا نه ېې جانان او چا نه ایمان.  څوک پکې لرگي نیسي، څوک   غمي او څوک ماهیان.  داسې څوک جرات نه لري ،چې تورزن شي، لامبوزن شي او غرق جانان ته لاس ورکړي،داسې باتور نشته  چې مخې ته ېې ودریږي. هغه چې مخې ته ېې  دریږي ، د هغه  زړه خپله رپیږي. نه پوهیږي چې شهید کیږي که هلاکیږي.   د چا نه لار ورکه ده، د چا  وار خطا دی.  د چا نه کاروان ورک دی د چا نه مهار خطا دی.  هغه چې مخکې روان دی هغه نابینا  دی.  هغه چې ورپسې روان دی هغه  گمراه دی.  خپله اذان کوي ، خو خپله خپل غږ  نه اوري. بل جومات ته روان دی خو په امام باور نه لري. هغه چې ناروا  ویني  هغه شور نه کوي.  هغه چې  شور کوي هغه زور نه کوي.  چې هم زور  او هم شور لري هغه   د چا سره کور نه کوي. بس شپې سبا کول. تور ته سپین او سپین ته تور ویل دي. سترگې پټول دي ،غوږونه کڼول دي او آسمان ته لاس نیول دي

نه هغه راځي ، نه زه ورځم تپوس له
دا کیسه راته څه ورانه غوندې ښکاري

 

8 thoughts on “دا کیسه راته څه ورانه غوندې ښکاري/ مطیع الله عابد”
  1. ښکلی لیکنه !خو څرنګه به یو څوک دواک په ګدۍ کینوو چې دا مردارسپی له کوهی را وباسی؟ دروند اوښاغلی عابد که چل درځی نو پدي هم یوه لیکنه وکړه . په درنښت.

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلی عابد صيب، ليکنه مو د ويیو په مرسته لکه د امېل مرغلرې ښه پيېلې ده، خو ستاسو په ټولو ليکنو کې د افغاني ټولنيزې غميزې ته نغوته او نيوکه کېږي، مګر د حللاره نه تاسويادوی او نه هم نور، ځکه هر شخص خپله سليقه لري، هر ليکوال خپله پړپړه لري او هر سياسيون بيا خپله دسيسه لري! نه پوهېږم چې تاسو هم نه غواړی دغه سپېره خبره رابرسېره کړی او يا مو همداسې د نغوتو دريځ خوښېږي! خو ښه به دا وی، چې يوه طرح مو وړاندې کړې وی، چې ستاسو د مسلک په برخه کې څه وشي! او په څه ډول د ټولنيزې سټې دغه څانګه پياوړې شي! پراخه مې ځکه درته يآده نه کړه، چې بيا به د انتقاد پېټي ماته دروند شي!
    ستاسو خبره صحيح ده، چې په رزهاوو ليکنې کېږي، موږ په بحثونو کې ډوب یو او له ټولنيزې غميزې مو صرف يو بحث جوړ کړی، مګر ستونزې ټول د سر په سترګو ويني او د زړه په سترګو يې محسوسوي، خو څه وکړو؟ په څه ډول د افغانستان د ژغورنې لپاره لاره ولټوو! زما وړانديز دا دی، چې بايد د څانګپوهو افغانانو يو ټولنيز پلاتفورم جوړ شي او يا يوه مشورتي جرګه، چې افغاني ښکېلو ځواکمنو ته مشورې ورکړي، په بهر کې د فشار طريقه رامنځ ته کړي او د قناعت لپاره د استدلال منطق رامنځ ته کړي، چې دغه موخې ته موږ هله رسېدلی شو، چې له منه چارک شو او بپا مو درې پآويان راپکې ډېر شي او د نوښت او ابتکار فکر ته وده ورکړو، پرته له هغې به د پښتو متل وي، چې وايي: د نيمو شپو وړخ اوبو وړی دی! نو که د ټولنيزو سمبولونو د ودې مخه ونيول شي، نو دا وړۍ بيا نه شړۍ کېږي! ځکه رسنۍ د ټولنيزو شخصيتونو په رامنځه ته کېدلو او ځپلو کې اساسي رول لري او د رسنيو لپاره هم اړينه ده، چې افغان مين او خپلو ملي ارزښتونو ته ژمن افغانان تفکيک کړي او بيا يې له پلورل شويو، لاسپوڅو او زورواکانو سره په يوه تله کې پرتله نه کړي او يا يې د يوې تلې په يوه او بله پله کې کېننوي! ځکه مرغلره يو آب لري، چې ځلېږي، پرته له آبه او ځلا د سيندونو مرغلره هم يوه عادي تېږه ده! نو د ټولني صادق اشخاص هم د مرغلرې حيثيت لري، چې بايد وموندل شي، وروزل شي او وپالل شي! ځکه هر ټولنه يوې صادقې، کارپوه او هېواد مينې ادارې ته اړتيا لري! چې دا بيا د بري وږمه ده!
    معه سلامو کم الاهلول افغانيون او الاهلول منتقدين
    ملا ميوند آخوند

  3. د عابد صاحب لیکنی ډیری په زړه پوری دی . دی تل د ټولنی دردونه او نیمګړتیاوی په ظریفو او مسجع الفاظو سره بیانوی. که یو څوک مریض وی نو هغه باید طبیب ته ورشی او د خپل رنځ نښی ورته ووایی نو بیا طبیب د رنځور د حال له اوریدو وروسته نسخه ورته لیکی چی که رنځور لیکل شوی دارو له یو داسی درملتون نه واخلی چی له چټلستان یا جعلستان نه نه وی راغلی او اصلی دارو دحاذق طبیب له هدایت سره سم وخوری نو د رغیدو امکای یی اویا سلنه وی.
    عابد صاحب د ټولنی رنځونه او د هغوی نښی یو یو لیکی کله کله د خپل رنځ علاج هم لیکی خو اصلی دارو نه پیدا کیږی. مګر زمونږ طبیبان اوس د رنځورانو په تداوی کولو کی ډیر بیرته پاته راغلی دی. اکثره طبیبان زاړه شویدی او د هغوی لیکل شوی نسخی په درملتونو کی نه پیداکیږی. ځوان روزل شوی طبیبان نه لرو او که څوک وغواړی چی طبیب شی بیا یی ښوونځی او ښوونکو ته يوځای اور اچوی او یا سل نور جنجالونه ورته پیدا کوی. اوس وار د پردیو طبیبانو ده که زړه یی وغواړی د رنځور علاج کولای شی خو ….

  4. عابد صاحب ډیره ښکلی او په زړه پوری لیکنه وه خو الله دی په داسی خلکو ورخمیږی او د نیکی هدایت دی ورته الله وکړی. او افغانستان دی نور الله (ج د بدبختیو څخه وژغوری.

ځواب ورکول عبدالرووف لېوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *