جمعه خان صوفي

۱- پېژندنه: پېښوريان زياتره ځايونو کې د (ته) پر ځای (له) استعمالوي، دلته هم ليدل کيږي چې د (ته) پر ځای (له) استعمال شوی دی چې موږ يې (درمسال ته خټې) ليکو. دا د جمعه خان صوفي ليکل شوی کتاب دی.

   د کتاب ليکوال جمعه خان چې د صوفي لقب ورته اجمل خټک ورکړی دی، د پښتونخوا د صوابۍ په ولسوالۍ کې په ۱۹۴۷-۴۸ ز کال کې زېږېدلی دی. د مکتب او کالج وروسته يې په پېښور پوهنتون کې انګليسي ژبه ولوسته، ايم اې يې وکړه او په همدې پوهنتون کې د استاد په توګه ټاکل شوی وه. دی د خدايي خدمتګارو د تحريک فعال غړی وه. د محصلۍ او استادۍ په دوره کې يې د دې تحريک له ډېرو غړو سره اشنايي پېداکړې وه. کله چې محصل وه؛ نو کابل ته په لومړي ځل لېږل شوی وه او په کابل کې يې د خلق دېموکراتيک ګوند د ډېرو غړو سره ليدلي وو. په ۱۹۷۰ ز کال کې يې په پېښور پوهنتون کې د استاد په توګه دنده پېل کړه، د استادۍ سره يې سياسي فعاليت هم کاوه. په ۱۹۷۲ ز کال کې د کمونست ګوند لخوا د شپږو مياشتو د يوه ښوونيز کورس لپاره په پټ ډول مسکو ته هم استول شوی وه، صوفي صيب ليکي چې لارښوونه راته اجمل خټک کړې وه.

   د مسکو له راتګ نه وروسته په ۱۹۷۳ ز کال کې کابل ته مهاجر شو او هلته د اجمل خټک، افراسياب خټک او نورو نشنلستو او کمونستو ملګرو سره يو ځای اوسېده. اجمل خټک، افراسياب او نور ملګري يې له ده پخوا کابل ته مهاجر شوي وه، صوفي صيب ليکي چې اجمل خټک د ولي خان (د باچا خان زوی) په لارښوونه کابل ته تللی وه؛ ځکه پاکستان کې د يحی خان حکومت وه او دوی ورسره د پښتونستان په اړه ستونزه درلوده. د بهټو په وخت کې راغلل؛ خو بيا د يوې بلې پېښې له وجې کابل ته لاړل. صوفي صيب هم د پاکستاني حکومت له وېرې پېښور او د پوهنتون استادي پرېښې وه او کابل ته تللی وه.

   له ۱۹۷۳ ز کال څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې صوفي په کابل کې په بېلا بېلو دندو بوخت وه او د پاکستان د حکومت پر ضد يې د پښتونستان د ګټلو لپاره د خپلو نورو پښتونستانيانو ملګرو سره يو ځای د افغانستان د وخت حکومتونو په ملاتړ مبارزه کوله. کله چې په کابل کې د ډاکټر نجيب الله حکومت کمزوری کيږي، دی له نږدې ۱۶ کاله جلاوطنۍ وروسته په لومړي ځل پېښور ته ځي، اجمل خټک او افراسياب هم ورسره وو؛ خو صوفي له تګ وروسته کابل ته تګ راتګ درلود او ښکاري چې اجمل او افراسياب تګ راتګ بند کړی وه. جمعه خان صوفي د نجيب الله له سقوط وروسته پېښور ته لاړه؛ خو نشنل ګوند خفه کړ، ده حتی د يوه ښه کور د کرايه کولو لپاره کافي پيسې هم نه درلودې. پاکستاني استخباراتو څاره، بيا لندن ته لاړه، هلته پاتې شو او ډېر ستونزمن ژوند يې درلود، د ۲۰۰۰ ز کال پورې به کله پېښور او کله لندن کې وه. په همدې کال پېښور ته راغی، اجمل خټک ورغی او د ولي خان نه جلا د يوه بل ګوند جوړولو ته يې راوبله، دی ليکي په اجمل باور کول ډېر ستونزمن وو؛ خو زه ورسره شوم؛ خو په ۲۰۰۳ ز کال کې اجمل بېرته ولي خان ته ورځي او ګوند يوازې پرېږدي. په کتاب کې ښکاري چې صوفي د اجمل خټک د کارونو او کرکټر نه سخت خفه دی او وايي چې د اجمل خټک سره زما پيژندګلوي، اشنايي او دوستي زما د ژوند لومړۍ او وروستۍ پښېماني ده؛ ځکه ما د اجمل خټک لپاره ځواني خاورې کړه؛ خو اجمل…

   دغه کتاب چې پورته مې يې په اړه لږ څه وليکل، اصلاً د ليکوال (صوفي) د ژوند واقعات دي، هغه څه چې ده په خپل ژوند کې ليدلي وړاندې کړي يې دي. ولسمشر محمد داود، تره کی، امين، کارمل او نجيب الله او د افغان حکومتونو زياتره وزيران او سفيران يې له نږدې ليدلي او ښه پېژندګلوي او ملګرتيا يې ورسره درلوده. په هغه ورځ چې ډاکټر نجيب الله د کابل هوايي ميدان ته ورځي او غواړي چې له هېواده ووځي؛ خو نه پرېښودل کيږي، صوفي ورسره يو ځای وي او بيا ورسره يو ځای د ملګرو ملتو دفتر ځي.

   دی د سليمان لايق زوم هم دی چې هغه خپله لور هوسۍ ورکړې او په ۱۹۸۲ ز کال کې يې ورسره واده کړی وه.

   کتاب يې له ډېرو واقعو څخه ډک او ځينې داسې خبرې يې ليکلي چې کېدای شي، تر اوسه په نورو کتابونو کې نه وي ليکل شوي. د ثور کودتا، د روسانو راتګ، د کارمل او نجيب د واکمنۍ په اړه يې ځينې نوې خبرې هم لیکلي دي. که تاسو دغه کتاب ولولئ شايد د ډېرو مشهورو څېرو په اړه مو نظر بدل شي.

   کتاب ۷۰۴ مخه دی او د پنځه سوو په تعداد کې صوفي پبلېکېشنز چاپ کړی دی. پېښور کې شته؛ خو شايد د هېواد دننه هم په کتابخانو کې ترلاسه کړای شي.

   دا چې په کتاب يې ولې (درمسال له خټې) نوم ايښی دی، په پای کې به يې په اړه وضاحت ورکړم.

   دلته د صوفي صيب له کتابه د خان عبدالولي خان، اجمل خټک او د دوی او ډاکټر نجيب الله تر منځ د پېښو شويو واقعاتو په اړه لږ څه تاسو ته وړاندې کوم.

 1

۲- د ولي خان په اړه:

      صوفي صیب د خپل کتاب په دريمه برخه کې د افغانستان د تېرو څلورو لسيزو د ناورين په اړه غږيږي، د دغه ناورين د عاملينو په اړه يې نظر ورکړی دی. په ۱۲۴ مخ کې ليکي: مګر د ټولو ستر عامل ټول د نظر نه غورځوي او هغه عامل دغه پرله پسې شخړو ته لاره خلاصولو ذمه واري د نيشنل عوامي پارټۍ (نيپ) او خصوصا د دغه پارټۍ د مشر عبدالولي خان له خوا په ۱۹۷۳ ز کال کې هغه فيصله وه چې د ذوالفقار علي بهټو پاکستان خلاف جنګ ته ګوتې واچوي، د داود خان حکومت يو انجام شوي عمل سره مخامخ کړي، افغانستان دغه جنګ ته راکاږي، افغانستان په داخل کې او د پاکستان له خوا عدم استقرار سره مواجع کړي، نتيجه کې په پاکستان کې د بهټو د راست ګراه ايجي ټېشن برخه وګرځي، فوجي جرنيلانو سره ګوتې بندې کړي، دواړه حکومتونه سره وجنګوي، دواړه فاجعې سره مخامخ کړي، دواړه حکومتونه کمزوري کړي او بيا د خير په غونډۍ کښيني او د عدم تشدد ببولالې شروع کړي.

   دلته صوفي صيب د عوامي نيشنل ګوند هغو کړنو ته اشاره کوي چې د پاکستان په حکومت ضد يې کولې، د پښتونستان د ګټلو لپاره يې د يحی خان او بهټو د حکومتونو پر ضد جګړه پېل کړه، چې په نتيجه کې يې نشنليان کابل ته لاړل او هلته يې افغان حکومت ملاتړ پېل کړ، دوی يې تقويه کړل، فوځي ټرينېنګونه يې ورکړل، وسلې او پيسې يې ورکړې او هم يې د استوګنې ځايونه او کمپونه ورته جوړ کړل، په مقابل کې يې د پاکستان حکومت د افغانستان جمهوريت هغه مخالفين چې پېښور ته تللي ول، هغه يې د افغانستان پر ضد تقويه کړل او د محمد داود د حکومت په مقابل کې يې په ځينو ولايتونو کې پاڅونونه وکړل.

   صوفي ليکي: لرو او برو اولسونو ته پوره معلومه نه ده چې ۱۹۷۴ او ۷۵ ز کلونو کې د اخواني عناصرو ميلمستيا او هغوی ته فوجي تربيت او وسله ورکول په افغانستان کې د ولي خان له خوا لېږل شوو ځوانانو د تربيت او مسلح کولو غبرګون وه. افغانستان کې د داود خان حکومت خلاف بېلابېل عمليات د پښتون زلمي د تخريبي فعاليتونو او د حيات محمد خان شيرپاو د وژلو په ځواب کې وشول. د دغه ټول روان ناورين مؤلفين هم دغه خلک دي چې اوس ځان د عدم تشدد په غلاف کې رانغاړي، لوبه د همدغه وخت نه شروع شوه چې صدر داود خان د يوه انجام شوي اقدام سره مخامخ کړی شو (۱۲۸مخ).

   ‍صوفي صيب ليکي چې د ۱۹۷۳ ز کال په مارچ کې اجمل خټک د باجوړ له لارې افغانستان ته واوښت، دغه وخت موسی شفيق صدراعظم وه، نوموړی ډير زيرک سياستدان وه؛ مګر د هغه تمايل مغرب خواته وه…دغه لانجې يې د افغانستان په ګټه نه ګڼلې، هغه (شفيق) د نيپ (نشنل ګوند) سره د کمک کولو نه ډډه کوله او د ولي خان دا نظر چې افغانستان به مجبوروي، زمونږ تر شا ودرېږي، حقانيت پيدا نکړ (۱۳۰مخ).

   د ۱۹۷۳ کال په پای کې (چې دا مهال محمد داود ولسمشر دی) ولي خان لندن ته د سترګې د علاج په بهانه کابل ته په خپله راغی او ټول تخريبي او تربيتي پروګرام يې په خپله چيک او فيصله کړ (۱۴۱مخ).

   کله چې محمد داود کودتا وکړه او واک يې ونيوه؛ نو څرنګه چې دی له پخوا نه د پښتونستان کلک ملاتړی وه؛ هماغه وه چې د پاکستان د حکومت مخالفين يې وروزل، وسله او پيسې يې ورکړې؛ خو کله چې ولسمشر د خپل داخلي مشکل سره مخ شو او مخالفين يې پاکستان ته لاړل؛ نو بهټو ته ښه موقع په لاس ورغله او هغوی يې د افغانستان پر ضد راپاڅول، دوه ځله يې پاڅون وکړ، مؤرخ حسن کاکړ يې د دويم پاڅون (۱۹۷۵) په اړه ليکي، چې دا ځل يې د پاکستان په لمسون او مرسته پاڅون وکړ.ړ

   صوفي صيب په پاکستان کې د خپلو ملګرو د تخريبي کړنو په اړه ليکي: څوک بينک کې بم خلاصوي، څوک په جي ټي ايس (بس) کې، چا د پوليسو تاڼو ته بمونه کيښودل او چا په ټانګه کې خلاص کړل، چا د ريل پټلۍ الوزولې، نو نورو د ټيلفون او بجلۍ تارونه او پولونه الوزول، چا پبلک (عامه) ځايونه لټول او بم يې ورته کيښودلو (۱۴۳مخ).

     د محمد داود حکومت د دوی ملاتړ کاوه او دوی او بلوچو بېلتون غوښتونکو ته يې په زابل، چار اسياب، هلمند، کابل او جلال اباد کې فوځي او سياسي دفترونه خلاص کړي وو. صوفي صيب وايي چې ولي خان، صدر داود ته ډېرې لافې کړې وې او ډاډ يې ورکړی وه چې ټول پښتانه او بلوچ، نيپ (نشنل عوامي ګوند) سره ولاړ دي، پښتانه او بلوچ جنګ ته اماده دي، د پاکستان فوځ د هندوستان دلاسه شکست خوړلی دی او مورال يې کمزوری شوی دی او د پښتنو او بلوڅو مشترکه قوت ته د ټينګيدو نه دی…خو…افغانستان پښيمانه شو، د ولي خان لافې پوچې وختې.

   د دوی لخوا د پاکستان د وزير داخله وژل هغه څه وه چې بهټو يې نور هم افغانستان ته په قهر کړ او دښمنۍ ته يې لا نور زور ورکړ. صوفي صيب ليکي چې د شيرپاو په وژلو محمد داود له موږ (نشنل عوامي ګوند، زلمي پښتون) نه خفه شو؛ ځکه چې دغه کار باندې محمد داود ته خبر نه وه ورکړل شوی.

   وروسته په پاکستان کې د تخريبي کړنو مخه ونيول شوه او د افغانستان او پاکستان تر منځ هم اړيکې ښې شوې، ولسمشر محمد داود پاکستان او بهټو کابل ته سفرونه وکړل؛ خو د ضياءالحق له کودتا سره هر څه نوي شول. د اړيکو له ښه کېدو وروسته بيا هم اجمل خټک، افراسياب، صوفي او نور پښتانه او بلوچ ازادي غوښتونکي په افغانستان کې موجود وو.

   …صوفي صيب په خپل کتاب کې د ولي خان په اړه يو ځای ليکي: د ثور انقلاب (۱۳۵۷) نه سمدستي پس ولي خان، ضياءالحق، فضل حق او نورو جرنيلانو ته د انقلاب د مشرانو په هکله بريفينګ (معلومات) هم ورکول.

   ولي خان چې په دريم ځل پاکستاني حکومت (د بهوټو حکومت د شيرپاو د وژنې په تور) نيولی وه او ضياءالحق له زندانه راخوشې کړ؛ نو د صوفي صيب د ليکنې له مخې: د ضياءالحق ځوی اعجازالحق، حاجي عديل سره اګست ۲۰۱۳ کې په يوه تلويزيوني مباحثه کې زياته کړه چې ولي خان چې د جيل نه رها (خوشې) شو نو زما د پلار (ضياءالحق) په ليدو سره د هغه په پښو ور پريوت (۶۹۸مخ).

   صوفي صيب د ولي خان په اړه بل ځای د (کابل کې د ولي خان منطق مارچ ۱۹۸۲) تر سرليک لاندې ليکي، چې ولي خان بلوڅو مبارزينو (مري، بزنجو او مينګل) ته وويل چې د دې نه پس به مونږ نوی تړون کوو، په يو بل به ځان پوهه کوو، داسې نه لکه چې پخوا وشول. يو خو مونږ غرونو ته د ختيدو (ختولو) فيصله نه وه کړې، زه د خو د باچا خان د عدم تشدد پيروکار وم او تاسو سره ملګری شوم. فيصله بايد پارټي وکړي، تاسو نه صرف د پارټۍ د فيصلې نه بغير غرونو ته وختئ، بلکه تاسو سره ځينې د پنجاب او کراچۍ فورتهـ نيشنلسټان ملګري وو او نورې بېلې قيصې مو روانې کړې وې (۵۸۰مخ).

   دلته صوفي صيب موږ ته د ۱۹۷۳ ز کال او ورپسې کلونه را يادوي چې ولي خان جګړه پېل کړه؛ خو اوس وايي چې زه خو د باچا خان د عدم تشدد په لار روان وم او بل دا چې موږ اصلاً غرونو ته نه وو ختلي؛ يعنې کوښښ کوي چې خپلې ناکامې جګړې ته يو ډول د اوړو پوزه جوړه کړي. بل دا چې دی د جګړې د پېل کولو او وسلې پورته کولو پړه په خپلو نورو ملګرو اچوي او کوښښ کوي چې نور ملامت کړي؛ خو صوفي صيب يې په اړه د کتاب په بل ځای کې ليکي:

   دا د وخت نه پس د واقعاتو برعکس تصوير پيش کوي، بزنجو غريب خو زارۍ کولې، په نه اورېدونکو کې يې ولي خان په سر کې ولاړ وه. اولسونه بلکې حکومتونه او ملکونه وجنګوه، بيا د خير په ډيرۍ کښينه او د عدم تشدد تار ټنګوه. دغه د بهرام خان کورنۍ وطيره پاتې شوې ده (۷۰۱مخ).

   صوفي صيب نورې ډېرې نا ويل شوې خبرې ليکلي چې ما يې تر اوسه د افغان ليکوالو په کتابونو کې ذکر نه دی ليدلی. هغه د ولي خان او ډاکټر نجيب الله په اړه هم لږ څه ليکلي چې نجيب الله د ولي خان نه خفه وه او په هند کې يې ورسره د ملاقات کولو نه انکار کړی وه؛ ځکه چې نشنل عوامي ګوند ډاکټر نجيب يوازې پريښی وه او اجمل خټک او افراسياب ترې په ډېر حساس وخت کې تللي وه، صوفي د اجمل خټک پېښور ته تګ او نورې ځينې مهمې خبرې هم ليکلي دي، چې راتلونکي کې به يې تاسو ته وړاندې کړم.

   جمعه خان صوفي چې پلار يې هم د خدايي خدمتګارو سره نږدې پاتې شوی او د باچا خان نږدې ملګری وه، د خان عبدالغفار خان (باچا خان) په اړه يې څو نوې او شايد د تاريخ نه پاتې شوې خبرې هم ليکلي، چې زما په څېر به ډېرو ته نوې او حيرانوونکې وي.

نور بيا…

3 thoughts on “درمسال له خټې (۱) / زاهد خليلي”
  1. ما چې همدا تیره میاشت خپله یوه سترګو لیدلې خا طره همدې تاند کې خپره کړه د اجمل نورو کمو نستو ملا تړو را باندې بد ویل راضربه کړل.باري جهاني صیب اجمل خټک ملي شخصیت وباله او نورو چپیانو چې نومونه به یې نه یادوم راباندې باړونه وچلول. د جمعه خان لالا کتاب مې نه دی لوستی خو راغوښتی مې دی. د آی ا یس آی نور جاسوسان به هم د صوفي صیب د برکته رسوا رسوا شي،

  2. شپون کاکا مونږ خو د هر ځاي کي دفاع وکړه
    هر فيسبوکي ته مو جواب ورکړ خو نه پوهيږم دوي ولي جاسوسان نه پيژني او دفاع تري کوي

  3. که غواړې د ولې خان کورنۍوپیژنۍ نو د ارواښاد ننګ یوسفزي کتاب تور مخونه او سپین پوځونه…
    دا وګورئ ددوی به هر څه درته ښکاره شي

ځواب ورکول تور غر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *