جمعه خان صوفي

   جمعه خان صوفي په خپل کتاب کې نشنل ګوند (اې اين پي) ته د افغان حکومتونو لخوا د ورکړل شويو پيسو يادونه هم کوي. د ولي خان په اړه يې په لندن کې د دوه افغان سفيرانو (ډاکټر عبدالمجيد او د عبدالحق واله له خولې د سفير لودين) له خولې دوه کيسې هم ليکلي چې يو ځل يې د خپلې سترګې د علاج لپاره پنځه سوه او بل ځل يې نهه سوه پونډه غوښتي وو. د محمد داود د حکومت د مرستو ذکر يې هم کړی دی چې په لومړيو کې يې د مياشتې يو نيم لک کلدارې ورکولې او وروسته د مياشتې دوه لکه کلدارې شوې. همداسې په پېښور کې يې د ولي باغ د جوړېدو لپاره په يوه ځل ۸۷ لکه کلدارې استولې وې.

   همدې مرستو او نورو احساناتو ته په کتو سره د سردار محمد نعيم خان زوی او د ولسمشر محمد داود وراره، عزيز نعيم ورته د ولي خان نه ګيله کړې وه، عزيز نعيم د ثور د کودتا پر مهال په لندن کې د افغانستان سفير وه او په دې ډول ژوندی پاتې شوی وه، هغه ليکي:

   د ۱۹۹۸ ز کال د جولايي مياشت وه. ما عزيز نعيم ته ټيليفون وکړ چې سره ووينو. ما ته يې ووې چې سبا راشه. دغه وخت ولي خان راغلی وه او قاضي فضل ربي کره جنوبي لندن کې دېره وه. ما ورته ووې چې سبا نه شم درتللی، بله ورځ به درشم ځکه چې زه سبا ولي خان ته ځم. په بله ورځ چې لاړم نو دغه فرشته صفت انسان راته دومره ووې چې دا ولي خان ديو (دوی) څنګه خلک دي؟ دوی باندې زما د کورنۍ څومره احسانات دي، زما ټوله کورنۍ (د ثور د اوومې کودتا) په پايله کې پو پناه شوه، زه يوازې پاتې شوم، شل کاله وشو چې زه دلته لندن کې ميشته يم. دی (ولي خان) ما ته فاتحې کولو قدر له مه رانغی. خير څه چې ما (صوفي) ورته ووې، هغه زه نه تکراروم. (۶۷۲ مخ).

     صوفي ليکي چې د ۲۰۱۲ ز کال پورې د حامد کرزي حکومت هر مياشت دوه لکه ډالر دوی ته ورکول.

   صوفي صيب د کتاب په (۵۸۵ مخ) کې د افغانستان نه واپسي: تګ راتګ تر عنوان لاندې د ۱۹۸۹ ز کال وروسته حالات ليکلي دي.

   صوفي ليکي چې په ۱۹۸۹ ز کال کې چې زه له افغانستان نه بهر وم؛ نو اجمل خټک راته ټيليفون وکړ چې موږ فيصله کړې ده چې واپس (پېښور) ته لاړ شو. البته دومره يې راته ووې چې صدر (ډاکټر نجيب) سره ټوله خبره فيصله شوې ده. دوی فيصله کړې وه چې پېښور ته ځو ځکه نو ما يې په اړه څه نه شو ويلی. وايي زه چې له مسکو نه راغلم؛ نو نېغ د اجمل صاحب کور ته لاړم، ورته مې ووې چې پاکستان کې مو ولي خان و غيره سره خبره خلاصه کړې ده، معلومه شوه چې څه عمومي تفاهم نشته.

   خو فضاء داسې جوړه وه چې تر اوسه نسبتاً امن و، د کابل حکومت قوي وه؛ نو دوی (اجمل، افراسياب او ملګرو يې) د حکومت د ميلمستيا مزې اغستلې او اوس چې د نجيب حکومت سرنوشت د شوروي قوتونو د وتو سره په خطر کې لويدلی دی نو دوی ترې پښې سپکوي.

   بله ورځ مونږ ته ډاکټر نجيب الوداعي ډوډۍ وکړه چې پکې خير بخش مري هم ميلمه و. خير بخش مري ډاکټر نجيب ته ووې چې دوی خو رخصتيږي، ايا ستاسو ما ته همدغه ځواب دی؟ ډاکټر صاحب زمونږ په مخکې ووې چې دا خو د دوی فيصله ده، چې دوی تلل غواړي نو زه په کې څه ويلی شم او دا چې ما هيچا ته ځواب نه دی ورکړی او نه تا ته درکوم. ما (صوفي) خپلو ملګرو ته وکتل.

   …. ما ته سليمان لايق صاحب ووې چې د ډاکټر صاحب خيال دادی چې تر اوسه مونږ مظبوط وو؛ نو دوی دلته وو، اوس چې زمونږ سرنوشت معلوم نه دی نو دوی خپل سرنوشت زمونږ نه جدا کوي او په نيمه لار کې موږ پرېږدي.

   صوفي صيب ليکي چې مونږ د هند له لارې لاهور او بيا پېښور ته راغلو.

 1   صوفي صيب ليکي چې د ولي خان سره د ليدو نه وروسته معلومه شوه چې پاکستان ته واپس تګ، د هغه (ولي خان) لخوا نه وه ترتيب شوی، زياتوي چې څو کاله وروسته مې په کابل کې د فدا يونس (پاکستاني سفير) نه پوښتنه وکړه؛ نو هغه راته ووې چې ما ته د اسلام اباد نه وويلی شو چې دوی راځي او دا چې زما ستاسو راتګ زما لخوا ترتيب شوی وي، دغسې نه وه.

   صوفي ليکي: ډېره موده پس اجمل صاحب هم دغه سوال د انور زيب په مخکې رانه وکړو او ما ورته ووې چې فيصله خو تا او افراسياب کړې وه، زه خو هغه وخت مسکو کې وم، نو تا ته به پته وي. اوس يوازې افراسياب پوهيږي چې زمونږه واپسي تګ د چا او کومې منبعې لخوا ترتيب شوی وه (۵۹۱مخ).

   صوفي صيب د ولي خان او ډاکټر نجيب الله تر منځ د اړيکو په اړه ليکي:

   د دغه وخت نه پس د کابل او ولي باغ روابط خراب شول او چې بيا د اې اين پي ايجنسو له خوا جوړ شوی اسلامي جمهوري اتحاد ته لاړه او نواز شريف سره يې لاسونه يو کړل؛ نو کابل چې پرې پخوا نه بې باوره شوی وه، نور شکمن شو.     بيا چې هندوستان کې راجيو ګاندي مړ شو نو د هغه کريا کرم دپاره کابل نه ډاکټر نجيب الله او دلته نه ولي خان لاړل، د نو د کوششونو با وجود نجيب د ولي خان سره ملاقات کولو نه ډډه وکړه، خبره تر دې خرابه وه چې اجمل صاحب د نواز شريف اولنۍ دوره کې د اې اين پي د صدر په حيث مسکو ته لاړ نو کوشش يې وکړو چې د کابل نه ويزه واخلي او افغانستان ته لاړ شي؛ مګر محترم نجيب الله ورله ويزه ورکړه (۵۹۷مخ).

       کله چې په ۲۰۰۰ ز کال چې اجمل خټک د ولي خان نه جلا د يوه بل ګوند (عوامي نشنل ګوند – پاکستان) جوړوه؛ نو صوفي صيب ته ورغلی وه او ترې غوښتنه يې کړې وه چې راسره يو ځای شه، صوفي ورسره يو ځای شوی وه؛ خو په ۲۰۰۳ ز کال کې اجمل خټک بېرته ولي خان ته ورغی، صوفي ليکي:

   اجمل په ځای د دې چې د يوه ملګري په حيث لکه چې پارټي يې جوړوله، ما سره مشوره کړي وي، زه يې قانع کړی وی، زما نه لرې تښتېدو او پکړايي (نيونه) يې نه راکوله، زما اعتماد يو ځل بيا متزلزل شوی وه، زه بلکل د موصوف (اجمل) په شخصيت باندې شکمن شوی وم او ما ته د نوموړي هغه بيان مخکې مخکې کېدلو چې څه موده مخکې يې د سينټر (سناتور) په حيث په سينټ (سنا مجلس) کې ورکړی وه چې ويلي وه، چې ما په افغانستان کې د پاکستان لپاره ډېر خدمت کړی دی. (۶۶۷ مخ).

   بل ځای ليکي:

           د خپل ګوند په اخري پلينوم کې ډاکټر نجيب الله ووې چې ولي خان پښتونستان نه غواړي نو موږ ولې د هغوی لپاره افغانستان په داو ولګوو، دغه وخت د ولي خان ګوند (ای اين پي) د نواز شريف (مسلم ليګ) سره اتحاد کړی وه (۶۸۲ مخ).

   دلته بايد دومره يادونه وکړو، چې په ۱۹۹۰ ز کال کې په پاکستان کې د نواز شريف حکومت جوړ شو؛ نو د ولي خان ګوند هم ورسره يو ځای شو، د نشنل ګوند زياتره غړي د پاکستان د پارلمان غړي شول.

   اجمل خټک د پاکستان د پارلمان او دوه ځله د سنا مجلس غړی پاتې شوی دی.

   صوفي نورې خبرې هم ليکلي دي، د ډاکټر نجيب الله او مجاهدينو تر منځ د روغې جوړې په اړه ليکي:

   د دې لپاره د شوروي سفير ورانڅوف سعودي عرب ته لاړ چې د مجاهدینو ليډارانو سره ملاقات وکړي، دغه مذاکرات ناکامه شول. ورانڅوف کيسه کوله چې مونږ به د مجاهدينو رهبرانو سره په يوه مسله تفاهم ته ورسيدو خو چې هغوی به د لمونځ، چای يا په بله بهانه په وقفه کې بهر ووتل نو بيا به چې کئيناستو نو هغوی به د خبل قول نه په شاه شوي وو. ورانڅوف ويل چې ما خپلو کسانو ته وظيفه ورکړه چې چل څه دی؟ هغوی څه ګوري چې د هوټل په دهليز کې د ايې ايس ايې سربراه حميد ګل ګرځي. ورانڅوف پوهه شو چې پاکستان نه غواړي چې افغانستان کې دې روغه جوړه راشي (۴۹۷مخ).

   دا چې په کتاب يې ولې (درمسال له خټې) نوم ايښی دی، چې موږ يې (درمسال ته خټې) ليکو، زه دې پايلې ته ورسېدم چې هغه د ولي خان دوی مبارزه او دوی د درمسال سره تشبيه کړي دي، چې موږ خواري وکړه، ژوند مو خراب شو، د کور کلي نه لرې شو، واده يې په ۳۵ کلنۍ کې وکړ، حتی چې د صوفي صيب پلار وفات شوی وي؛ خو ده ته د دوه مياشتو پورې خبر نه وي ورکړل شوی؛ خو زما دې ټولو کارونو هېڅ ګټه ونکړه په اخر کې يې د ځان نه هم لرې کړم…صوفي خپله ليکي: دا دومره عمر مې عبث درمسال له خټې وکړې…لکه موږ چې وايو (هندو ستړی خدای نا راضه).

   وروستۍ خبرې:

   زه (زاهد) بايد دلته يوه يادونه وکړم چې دا د يوه داسې شخص د ژوند واقعات دي چې ليدلي يې دي او مهم رول يې په کې لوبولی دی. دا مهمه نه ده چې د صوفي صيب په څېر دې زما نظر هم وي او زه دې د صوفي صيب د نظر ملاتړ وکړم. بلکې د دې دوو ليکنو څخه زما موخه دا وه چې دغه مهم کتاب تاسو ته معرفي کړم او ځينې مهم واقعات يې تاسو سره شريک کړم؛ خو تاسو درانه لوستونکي دغه کتاب پيداکړئ او ویې ولولئ. دا چې صوفي صيب د مشهورو او وتلو اشخاصو په اړه يې څه لیکلي دي، په خپله صوفي هم لیکي چې:

   د مخصوص ذهن خاوندان به زما په ليکنه نه فقط خفه شي بلکې ډېر کنځل به راته وکړي، ځينې کرکټرونه به هم په خپل ذکر ناراضه شي؛ مګر د هغوی نه په معذرت بې له هغوی قصه نه تکميليږي. هغوی حق لري چې رد يې وليکي او دا سلسله نوره هم غني کړي. ليکن زه دغه منافقانه ستر ماتوم چې په ژوندوني هر څه يو او بل ته فقط د غيبت او افسانې په شکل بيانوي او حقيقت ځان سره ګور ته اوړي. زما ليکنه بايد زما غوندې نور وهڅوي چې هغوی هم خپل تجربات او مطالعات د کتاب په پاڼو کې محفوظ کړي. زه فکر کوم چې د کومو تجربو نه زه او زما غوندې نور تېر شوي دي، هغه ځانله اهميت لري.

پای

———————–

لومړۍ برخه

4 thoughts on “درمسال له خټې (۲) / زاهد خليلي”
  1. زا هد او صوفي صیب خیر ویسي چې د بوسو سخي مو را بهرته کړل. دوی خو پښتا نه پوپنا کړل، په دې غټو غټو نو مو نو، په دې کا ذبو شهرتو نو،دا مې ولي دی دا مې اجمل دی دا دسرې ډولۍ ، دا دروس نا وې . ما خو اجمل ته په نښتر هال کې څرګند وویل
    تا په دې کوږ په دې نا ولي قلم+ د پښتنو مینه میراته کړله . د نورو خلکو په لمسون اجمله+ تا د خپل قام مر کونډۍ ما ته کړله
    زنده بادجمعه خان صو في
     

  2. Brothers, Sufi was a double agent. He was working with ISI and also Afghanistan. The name of his book is a metaphor for Afghanistan, which means that Afghanistan is a mud Dharasala at the hand of India. Sufi is a mean spirited, dirty agent. Please read his book critically.

    Afghan

  3. زه دي شپون صاحب خبره بلکل تاید ومه او هغه لیکنه یی هم ما لوستی چی په کابل کي آریانا هوټل ته له ملګرو سره ورغلی وه .

ځواب ورکول شپون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *