ګونا ټوله زما ده.

که ما د اجمل خټک په جنازه کې د افغانستان د دولتي پلاوي د ګډون کیسه نه وای لیکلې، استاد شپون ته به پلمه په لاس نه ورتله چې پر اجمل څه ولیکي.

اوس چې استاد شپون هر څه ولیکل، د هغه خپل نظر دی او لکه بل هر انسان چې د نظر څرګندولو حق لري، استاد شپون هم دا حق لري.

اجمل خټک زما د کلي ملک نذیر نه دی چې څوک یې له ښو او بدو نه وي خبر. اجمل خټک زما د کلي معلم اورنګ نه دی چې له خپلې کورنۍ پرته یې کړه وړه د ټولنې پر نورو غړو چندان اثر نه ښندي.

اجمل خټک د شلمې پېړۍ د افغاني تاریخ یوه پېژندل شوې سیاسي څېره ده. که هر څوک هر څه ووایي خو له دې خبرې انکار نه کېږي چې اجمل خټک د دوو دولتونو تر چتر لاندې تنظیم شوو ملتونو پر ژوند، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اثر ښندلی دی. دا اثر به د چا خوښېږي او د چا به نه خوښېږي.

د اجمل سیاسي شخصیت د ده د افکارو زېږنده ده. دا افکار به څوک مني، څوک به یې نه مني.

اجمل خټک چې سیاسي ډګر ته راننوتی دی، دا یې منلې ده چې د چا به ورسره جوړه وي او د چا به ورسره نه وي جوړه.

هغه انسانان چې ډ ټولنې د مشرۍ چاره په غاړه اخلي دا یې منلې وي چې ښکنځل به هم ورته کېږي، ستایل کېږي به هم او په منصفانه او غیر منصفانه ډول، د دروغجنو تورونو او مستندو حقایقو له مخې به محاکمه کېږي هم.

اجمل دغسې یو مشر و. که پر ما ګران و، که زه یې مبارزې ته درناوی کوم، که زه یې په یوه یا دوه ناستو کې، چې ورسره لرلې مې دي، په مثبت ډول متأثره کړی یم دا زما کار دی. همدغه راز که بل څوک د اجمل عقاید، مبارزه او شخصیت په بل ډول ارزوي، خپل کار یې دی. نه زه  اجمل ته په درناوي ښه سړی کېږم، نه هغه بل کس اجمل ته په ښکنځلو بد سړی کېږي. نه زه په دې بد سړی یم چې اجمل مې خوښېږي او نه هغه بل کس، یوازې په دې چې اجمل یې بد ایسي، ښه سړی دی.

اول خو، اجمل  بت نه دی چې څوک سجدې ورته وکړي. بیا که احیاناً بت هم شي، داسې خلک به هم وي چې د دغه بت د ماتولو غوښتنه لري.

هغو دوستانو ته چې د استاد شپانه خبرې یې نه دي خوښې شوې، په ډېر درناوي وایم چې هیچا ورته د اجمل  د مدافع وکیل وظیفه نه ده ورسپارلې. استاد چې څه ویل، ویې ویل. دا یې حق دی. که بل څوک راځي او د استاد برعکس، د اجمل ستاینه کوي، هم حق یې دی. را دې شي، چې هر څه یې پر زړه وي و دې یې وایي.

په دې پلمه چې استاد شپانه د اجمل له غرور څخه سر ټکولی، یا یې د اجمل یو ملګری د چا جاسوس بللی، هېڅوک حق نه لري چې استاد ته بې ادبي وکړي.

موږ باید دا زغم پیدا کړو چې عقاید، حتی مقدسات مو تر پوښتنې لاندې راشي او بیا هم خپل انساني هویت وساتو، دعقل او منطق په مرسته د خپل نظر ننګه وکړو او د نورو نظریاتو ته، که هر څومره زموږ له خپل نظر سره په ټکر کې هم وي، درناوی وکړو.

2 thoughts on “درناوی/ نجیب منلی”
  1. اسلام علیکم :
    هیله ده جوړ اوروغ اوسی
    په افغانستان کې د فیسبوک اخبارونوو ویبسایټونو، او نورو رسنیو دلاری دورځی څو ، څو ځله ملی ویاړونه لکه ستر امراطور لوی احمدشا بابا ، غازی امانالله خان، داودخان، ظاهرخان اودا سی نور……. فرهنګی شخصیتونه لکه علامه حبیبی، استاد شپون، علامه رشاد، اوداسی نور………… او همدا دول د قومونو مشران او مخور ښکنځل کیږی، توهېن کیږی او دجاسوس وو بل وبل په نومونو یادیږی، خو پښتانه چوپ وی هېڅ نه وایی په ځان یی هم نه برابروی چې څه شوی دی که نه، څوک یوه لیکنه هم نه پری کوی او ددغه بی مسولیته کسانو نه نه تپوس هم نه کوی چې ولی ؟ دا ځکه چې یو وایی زما یی څه ؟ دا خو د ختیځ دی بل وایی زما یی څه دا دلویدیځ دی اوبل وایی زما یی پری څه ښه دی چې ښه وښکنځل شی دا خو د شمال دی او تردی بده یی لا داچې وایی به دا خو غلجی دی دا درانی دی او دا بل څه ؟ خو که چیری په ناخبری کې هم چا د کرښی ها خوا افغانانو نه څه وویل نو ددی خلګو ضمیر یو ځل را بیدا ریږی او دخولی نه لاس اخلی، هرڅه چې یی په خوله راځی هغه بادوی، زه دغه نکتی ته حیرانه یم چې دا ولی داسی داسی کیږی ؟ که چیری د چا سره ځواب وی نو زما پوښتنه دی را ځواب کړی ، ددی نه زما مطلب دانه دی چې د کرښی هاخوا افغانان دی خدای مکړه سپک شی ، ماته ټوله یو دی خو په خپلو باندی ولی غوصه کیږو نه دا هم دڅوکلنی جګړی تا ثیرات دی که بل څه ؟
    په درناوی

ځواب ورکول حنيف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *