له زياتو کسانو مي دا متل ډېر ځله اورېدلی چي د دروغو منزل لنډ وي. دا مي هم اورېدلي چي وايي، دروغ دي شخصيت ته زيان رسوي او رښتيا دي باور پخوي.

مګر له دې متلونو سره زموږ په ټولنه کي خبره د دې برخلاف ده. زه چي څومره مالومات کوم، خلګ پېژنم او مجلسونو کي ګډون کوم، نو تر حقیقت خوښونکي پر درواغجن او لاپو ډېر کسان را غونډ وي. تر رښتيا ویونکي او رښتيا خوښونکي د درواغجنو خبرو ته خلګو ښه غوږ نیولی وي او د مجلس ګډونوال زياتره د هغه لور ته ګوري او ورته غوږ وي.

زما په ګوما دا به يو حقیقت وي چي حقایق ویل ترخه وي او د ترخو هضمول بیا د هر چا کار نه دی. درواغ لکه د هر سړي خیال. دنګې ماڼۍ په جوړي کړه، خلګو ته ښه زيري ور کړه، خلګ خوشاله کړه، په مجلس کي په لويو خبرو، ښه وعدو، سترو زيرو او لاپو د خلګو زړونه لاس ته کړه او ځه خپل کار مخته وړه.

نه پوهېږم د نوري دنیا خلګ به هم هغه کسان په لويه پيمانه خوښوي چي له حقیقته ځان کاږي او د دروغو په نړۍ کي خلګو ته اسمان څکې ماڼۍ ښکاره کوي؟ که يوازي موږ داسي يو؟ زموږ د ټولنې په ترکيب کي د هغو کسانو پله درنه ده چي تر حقيقي جهان د دروغو بې ثباته نړۍ ورته ښه ښکاري. له دې امله مو د عوامو تر څنګ لوستي کسان او ان مشهور چارواکي په دروغو عادت دي.

که په دې خبرو کي څوک را سره همنظری نه وي، نو فکر کوم دی د درواغو په ډولونو نه پوهېږي، یا خو پوهېږي مګر يو شمېر ډولونه د درواغو له لیست څخه باسي. زموږ په ټولنه کي درواغجان په خورا ډېرو ډولونو هڅه کوي چي د حقیقت رڼه څېره د خپلو اوهامي څادرونو په پلونو کي  پټه کړي. دلته يو شمېر کسانو دروغو ته د رښتیا جامې ګنډي. دا جامې ما ليدلې دي. دين ته منسوب کسان په دينه رنګ رنګيدلو جامو کي خپل درواغ پټوي. زموږ خلګ په ټوکو وايي چي کله ملا درواغ ووايي، نو دوئ وايي: مبالغه مو وکړه او که امي درواغ ووايي، بیا ملا وايي، درواغ يې وویل. دا ځکه ویل شوي چي خلګو ته د ملایانو درواغ بربنډ شوي دي. خو دا چي دوئ خپل ځان ته يو ډول ديني تقدس ور کړی، له دې امله نو خلګ مخامخ بريد نه شي پر کولای.

له عامو کسان سره چي کښېنې، دوئ هم په خپل ورځني ژوند کي له درواغو ځان نه شي خلاصولای. د دوئ د درواغو خورا ډېر او دلچسپه ميتودونه دي. يو شمېر کسان له حقيقت سره هلته او دلته د درواغو سپېرونی ګډوي. دوئ چي کله کيسه کوي، نو يو ځای د ځان په ګټه دروغو ته لار سمه کړي. بل ځای په غیر مستقيم ډول ځان ته کمپاین کوي، بیا د ځان ستاينې لپاره د حقیقي کيسې په يوه ګوښه کي کوشنی ځای درواغو ته خالي کړي. کله بیا نوري طریقې هم کاروي.

نور بیا د خدای بوزي بندګان چورلټ درواغ وايي. ما ليدلي دي. که ته يوه رښتنې دلچسپه کيسې وکړې چي د مجلس خلګو ته خورا په زړه پوري وي. نو دی سمدستي ستا کيسې ته ورته کیسي را پيل کړي خو وخت، ځای او کريکټر يې ور بدل کړي. دا نو د درواغو هغه بربنډ ډول دی.

داسي کسان مي هم ښه ډېر ليدلي چي لاپو درواغجن وي. که دوکاندار وي، د سودا، د ده د مال د ښه کیفيت، د نورو د بد مال، له خلګو سره د ښې ګوزارې او داسي نورو په اړه عجیب درواغ کتار کړي، خو دا ډول چي ما څومره ليدلی دی، نو د لاپو په بانه دا درواغ ستا مخ ته بیانوي او فکر کوي چي مخاطب يې لکه يو ووړ بې عقل ماشوم د ده په باډسکو هيڅ نه پوهېږي او هر څه به رښتيا- رښتيا ورته ښکاري. له هر مسلک سره تړلي درواغجنان همداسي چمونه پر کار اچوي.

ځيني بیا هر وخت درواغ نه وايي، خو کله ناکله ښه ګېر په خرڅوي. دوئ نيمه د درواغو عادت لري. په ورځني ژوند کي دوئ هڅه کوي چي درواغ ونه وايي. تر يو حده يې هڅه بريالۍ هم وي، اما عادت بیا هم عادت دی. انو ارو مرو د ورځي يو وخت موکه مومي او د حقايقو په نړۍ کي کله بې حقیقت شی هم خپل ناولی مخ ښکاره کوي.

د ټولنې يوه بله برخه کسان بیا د درواغو په څو داسي ډولونو اخته دي چي هر څوک يې دروغجنوالی نه شي ثابتولای. ما داسي کسان ليدلي دي. د مشاهدې خبرې دي. يو چا به لوړ پوړي چارواکي ته د ځان نژدې ثابتولو لپاره يوه داسي کیسه چي د ده تر مخ به شوې وه مګر ده به رول نه په کي درلودی، په داسي بڼه وړاندي کړه چي ځان ته به يې رول په کي ثابت کړ.

کله يو څوک کیسه کوي. مخاطبين د هر پوړ خلګ وي. مګر د حقیقت را بر سېره کولو هيڅ مجال نه وي. نو دی په کیسه کي هڅه کوي چي خلګو ته د کیسې، یا بل وار د حال بیانولو، را پور ور کولو او نورو کي ځان هم مهم ثابت کړي. بیخي مشهور کسان په دې مرض اخته دي او څو واري مي تر مخ داسي څه شوي دي. حتا دې کسانو په مجلس کي شناخته ماخته ته سترګه هم وهلې چي چانس مي له لاسه مه باسه.

د خپل واک او صلاحيت ښودلو په خاطر هم خلګ درواغ وايي. يو څوک غواړي ځان چارواکو ته مهم ښکاره کړي، نو د موکې په موندلو هر وخت مزغن درواغ ورته وپسوي. د دې برخلاف بیا داسي کسان شته چي عوامو ته دا فکر ور کوي چي دی چارواکو ته زيات نژدې کس دی. د دې لپاره نو کله په مجلس کي نامالوم نمبر ډایل کړي، کمپيوټر د نفي ځواب ور کړی، دی له ځانه سره ليږ په لوړ ږغ وايي، د پلانی صیب نمبر هم بند دی خدای دي خیر کړي. کله يوه کیسه کوي چي دی يا حاضر یا نه حاضر، خو شته کسانو ته داسي ښيي چي انو پلاني ماته وویل، داسي وکړه، ما پلاني صیب ته داسي وویل، پلانی شی مي پلاني ته ور کړ یا ده له ما پلانی شی وغوښتی.

درواغ زموږ په ټولنه کي هم خورا ډېر ډولونه لري. زما په ګومانه په ماډرونه نړۍ کي به تر دې هم زيات او پيچلي ډولونه لري چي د هغه ډول درواغو ویلو چم به لا تر اوسه موږ نه وي زده کړی، که نه له مسلماني سره درواغ ویل خو زموږ اوس يوه پيشه ګرزېدلې.

دا چي خلګ ولي درواغ وايي؟ نو د دې لاملونه هم ډېر دي او هم پيچلي، خو له دې سره يې زه په دې ليکنه کي د يادولو هڅه نه کوم. ځکه اوس مي لا تر اړتيا زياتې ليکې کښلې دي، له دې امله بايد دلته د پای ټکی ور کړم.   والسلام!

۲۸/ ډسمبر/ ۲۰۱۶

One thought on “دروغجن او درواغ په ټولنه کي/ زبیر افغان   ”
  1. موږ چه ځانته مسلمان وایو باید هر څه مو له قرآنکریم ،احادیثو، سیرة النبی صلی الله علیه و سلم ، سیرة صحابه رضی الله عنهم ، ائمه رحمهم الله او سلف صالح له ارشاداتو او کړنو نه رنګ او خوند واخلی او د ذکر شویو مراجعو نه دین زده کړو او خپلی کورنی او ټولنی ته ورسوو.
    آنحضرت صلی الله علیه و سلم فرمایی: بلغوا عنی و لو آیه ، ورسوی له مانه نورو ته ولو که یو لنډ مطلب او که یوه نښه وی.
    مع الاسف چه نن ورځ حتی ځینی لسانسه او ماستر ، قرآنکریم صحیح لوستلی نشی، نقص چیری دی په درسی نصاب کی ،په معلم کی ، په اداره کی او یا نور څه ؟
    آنحضرت صلی الله علیه و سلم فرمایی: که دوی طبقی خلک خراب یا بد شول ، ټول خلک خرابیږی او هغه امرا او علما دی.
    د دین زده کړه او نورو ته رسولو مسؤلیت ډیر ضعیف تر سره کیږی ، امراء او علما مسؤلیت لری چه ددی کار لپاره بلا وقفه بروګرامونه ترتیب او پیاده یی کړی ،د نصاب تربیتی اړخ کافی ندی ، دینی تربیت ته پاملرنه ډیره لږ ده ، د اسلامی اخلاقو تربیتی اړخ او رشد ته څه نه لیدل کیږی .
    امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته څوک نشته ، ډیر خلک پخپل سر ، سرګردان دی ،نه لارښوونه او دعوت شته او نه لارښود او داعی ، ټولنه کی لجام ګسیختګی او خپلسری حاکمه ده او همدا علت دی چه دفساد او مفسدینو ګراف صعودی دی ، ځکه چه مؤثر مخنیوی یی نشته نو د رذایلو د رشد لپاره شرایط مساعد او حتی حکومتی او حزبی حمایت هم نشو نفی کولی ، له همدی ځایه دروغ چه د منافق له خواصو او په دروغجن ، لعنت د خدای ویل شوی بیا هم زموږ لیډران ،سیاسیون او ځینی تعلیم یافته ، شیک ، مدیران ، رئیسان ، ځینی وزر اء تر نفر دوم پوری دروغو ته د مهارت ،سیاست او چالاکی په سترګه ګوری چه دا ډیر بد تربیتی نقص بلل کیږی چه ساری او اجتماعی اضرار لری..

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *