د شپاړلسمې میلادي پیړۍ مشهور خوشنویس میرعماد الحسني د نستعلیق خط تر ګردو لوی استاد ګڼل کیږي. د آداب المشق په نوم یو فارسي کتابګوټی چې ګویا ده لیکلی، د خوشنویسي د آدابو او اصولو په باره کې دی. په دې کتاب کې مولف لیکي چې یوه ورځ د نستعلیق خط په ننداره بوخت و او په هغه کې یې د خدای د حسن لټون کاوه. د خط الفونه د شمشاد قدو معشوقو غوندې او د صاد سترګې د ښکلو د لېمو غوندې ورښکاره شول. دالونه او لامونه یې د دلبرو د زلفو په څیر وو او د نون دایرو یې د خوبانو وروځې وریادې کړې. د ښکلي خط هر ټکی د توروسترګو کسی او هر مد یې د مشواڼۍ د رنګ په ظلماتو کې آب حیات و.

میرعماد وایي چې له دې تجربې وروسته د خوشنویسي داسې شوق ورپیدا شو چې نور شوقونه یې ورپورې هیر شول.

زموږ پخوانۍ شاعري د الفبا د توریو او د خطاطي د وسایلو له ذکره مالاماله ده. رحمان بابا وایي:

لکه جیم په قلم کښلی کاتبانو

تور اوربل دې لکه مار په جبین پروت دی

محمدي صاحبزاده ویلي دي:

لکه زه غم منجیله کړم راشه ګوره

تر خپل ټکي چاپیر کله وي نون هسې

کاظم خان شیدا ویلي دي:

تور لېمه لکه قلم کیږدم په لارې

چې ورځم د هغه ښکلي تر مسکنه

او دا د حنان بارکزي وینا ده:

چې کاغذ، قلم ، دوات کړي سره جمع

تعریف ستا د سترګو کاږي په له پورې

خوشحال بابا چې په دستارنامه کې د هنرونو او کمالونو ذکر کوي، خط ته د ځان له پیژندګلوي او علم حاصلولو وروسته دریم مقام وربخښي. دی د علم په وده کې د خط تاریخي تقش ته ډیر ښه متوجه شوی دی او لیکلي یې دي:« علم او خط سره لازم او ملزوم دي. علم په مثال وحشي دی، خط یې لکه کمند چې وحشي پرې قید شي.» د لیک تر ایجاد له مخه بشر د خپلو تجربو او معلوماتو د ساتلو مطمینه ذریعه نه لرله او په دې وجه علم نه زیرمه کیده او وده یې نه کوله. خوشحال چې لیک د علم د وحشي او نه ایساریدونکي ژوي د نیولو وسیله او کمند ګڼي، د نخښي منځ ولي.

په تیرو زمانو کې چې مطبعې نه وې، د ښکلي خط لرل یو لوی امتیاز و او د خوشحال په قول« ځینې کسان د خط په وسیله مقرب د پادشاهانو شي.» خوشنویسانو ته په دربارونو کې اړتیا وه. ځینې شاهان او شهزاده ګان پخپله د ښکلي خط څښتنان وو. جهانګیر پاچا د نستعلیق خط د لیکلو شوقي و او زوی یې شاه جهان هم په دې ډول خوشنویسي کې تکړه و. تاریخ وایي چې د شاهجهان زامن اورنګزیب او دارا شکوه تکړه خطاطان وو.

زموږ په زمانه کې مصوري تر خطاطي په مراتبو زیات اهمیت موندلی ، حال دا چې خوشحال په هنرونو کې شلم مقام ورکړی دی. خوشحال د دستارنامې د هنرونو د ترتیب په باره کې لیکي:« دا شل هنره مې چې په واړو کې منتخب کړل، هم خپله خپله مرتبه لري، لکه فرض،واجب، سنت، مستحب. چې اول یاد دی لکه فرض، ورپسې واجب، ورپسې سنت. په شل هنره کې اخر هنر د نسب، د نرد، د شطرنج، د تصویر دی، دا لکه مستحب.»

ښکلي او واضح خط ته اړتیا، د اوسنۍ زمانې د وسایلو نشتوالي او په اسلامي ټولنه کې د انځورګري په شمول په ځینو هنرونو باندې لږو یا زیاتو بندیزونو یو بل ته لاسونه سره ورکړي وو او په ښکلي خط کې یې داسې تاثیر پیدا کړی و چې عارفانو پکې د ازلي حسن جلوې او شاعرانو پکې د معشوقې د حسن علامې لیدلې. زه دا نه وایم چې موږ اوس له ښکلي خطه خوند نه اخلو، بلکې دا وایم چې د اوسني وخت د وسایلو او ازادیو په برکت رامنځ ته شویو رنګارنګ ښکلاوو او د مطبعې په برکت د ښکلي خط عامیدلو په ښکلي خط کې هغه پخوانی جادوګر اثر نه دی پرې ایښی. زما پلار مرحوم چې به په بازارکې هم د دوکان ښکلې لوحه ولیده، ناڅاپه به ورته تم شو او تر څه وخته به یې په خوند خوند ورته کتل، خو زه داسې نه یم. یو څه خو به د ذوق توپیر وي مګر یو علت دا هم دی چې ده ته خپل پلار یو بخارایي خوشنویس استخدام کړی و چې خوشنویسي ورزده کړي، خو زما د ماشومتوب په وخت کې د خوشنویسي لپاره د کورني استاد د استخدامولو ضرورت نه احساسیده. زه چې په اووم او اتم کې وم، د ژمي په رخصتیو کې مې یو شوق دا و چې د خوشنویسي د پخوانو استادانو لکه میرعماد او میرعلي هروي د لیک خپرې شوې نمونې مخې ته کیږدم او خطاطي وکړم خو دا کار مې د ذوق په حکم نه بلکې په یوه تیر ژوند کې د شریکیدلو لپاره کاوه او شاید همدا وجه وي چې خوشنویسي مې زده نه کړه .زما اولاد چې د تیرو پیړیو د ژوند احساسول غواړي، فلمونه ګوري.

په تیرو زمانو کې چې اوسني قلمونه نه وو، زده کوونکو د نی او سیاهي په وسیله هم ښکلی خط زده کاوه، هم واضح خط.

ایا اوس هغه وخت نه دی رارسیدلی چې په ښوونځیو کې د حُسنِ خط د مضمون ځای یو بل څه ته ورکړو؟ زه دا امید نه لرم چې دا پوښتنه به مثبت ځواب ومومي، مګر په غور کولو ارزي او سمدستي ردول یې پکار نه دي.

2 thoughts on “دریم هنر/ اسدالله غضنفر”
  1. استاد محترم غضنفر صاحب اسلام عليکم
    يوه پوښتنه لرم:
    په افغانستان کې خطاطي له کومه وخته راپيليږي؟ پخوا پښتو په کوم خط ليکل کېده،؟ دخوشحال خان خپله خطاط و؟ که څواب مو هو وي نو کوم ډول هنري سبکونه يې کارول.
    د ځواب په هيله.
    مننه

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi t. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *