په یویشتمه پېړۍ کې ژبه یوازې د تفاهم او پوهاوي، نه بلکې د اړیکو، کاروبار، راکړې ورکړې او هویت مهمه وسیله ده. ژبه د واک او تمدن زړه دی، ځکه ژبه ورځني ژوند، سیاست، سوداګري، کلتور، هنر او ګڼو نورو ارزښتناکو اړخونو ته ور ګډه ده. حتی د ولسونو د پایښت له دوو(ژبه او کلتور) مهمو توکو څخه یوه هم ژبه ده.

د افغانستان په څېر قبیلوي اوڅو ژبي هېواد کې د ژبو مسله ډېره مهمه ده. د سر سړي ته ښایي چې د هېواد په څو مهمو ژبو وپوهېږي، څو له ولس سره د تفاهم او اړیکو په برخه کې بې چوخسه وي، ویل کېږي عطامحمد نور له همدې امله چې پښتو یې نه وه زده ولسمشرۍ ته له نوماندۍ څخه په شا شو، خو زلمی رسول بیا برعکس چې نه یوازې پښتو یې نه ده زده، بلکې د فکري بې ثباتي او له افغاني ټولنې سره د نابلدتیا باوجود هم ځان نوماند کړ، سره له دې چې ویل کېږي نوموړی د ولسمشر کرزي له لوري نوماندۍ ته اړ اېستل شوی دی، خوکه زلمی د کرزي ځایناستی شي، نو خدای مه کړه خبره به له بدو بدتره شي، ځکه زلمی رسول چې له دري ژبې مه واره د خپلې مورنۍ ژبې (پښتو)په ګډون د هېواد په بله هیڅ ژبه هم نپوهېږي.

که څه هم زلمی رسول د مورنۍ ژبې د تشې د ډکولو لپاره په ټاکنیزو غونډو کې د کاغذ له مخې د پښتو ویلو هڅه کوي، خو دغه هڅه یې نه یوازې ناکامه ده، بلکې ځینې وختونه داسې شیان وایي ته به وایې چې د خلکو د خندولو لپاره په لوی لاس همداسې کوي، د زلمي له پښتو ویلو نه ویل ښه دي.

بله مهمه ستونزه داده چې په تېرو څو لسیزو کې ستم، پرچم، شعله او نورو متعصبو ډلګیو د خپلو بهرنیو او افغان دښمنه بادارانو په غوښتنه او سپارښتنه د ژبو مسله دومره حساسه او ناندریزه کړې چې د دغې مسلې اساسي حل به د زلمي رسول له وسه وتلې وي.

له پښتو او پښتنو سره دښمني کومه نوې خبره نه ده، ځکه په افغانستان کې نه یوازې د نورو ژبو متعصبو مشرانو د پښتو د پرمختګ او دودېدو مخه نیولې، بلکې په خپله یو شمېر مغرضو، درباري او فرصت طلبو پښتنو هم له خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره بې درېغه دښمني او تربګني کړې.

د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلی فاروق وردګ د دغسې پښتنو یوه معلومداره څېره ده. نوموړي د خپل وزارت په دوره کې پښتو په ښوونځیو کې بېخي له رکود سره مخ کړه، سره له دې چې ځینې مدني ټولنو، فعالانو او د ولسي جرګې رښتینو استازو ورته بار بار په ښوونځیو کې په پښتو ژبه د تدریس سپارښتنې وکړې، حتی مسلسل څو کاله په همدې موخه ورسره بیا بیا کېناستل، خو فاروق وردګ تر پایه پورې نه پښتو ټولګی جوړ کړ او نه هم پښتو ښوونځی.

حتی د پوهنې د پخواني وزیر حنیف اتمر په وخت کې په کابل کې په مورنۍ (پښتو) ژبه د زده کړو نوې پیل شوې لړۍ یې هم سخته ټکنۍ کړه، ځکه ښاغلي اتمر په څو میاشتو کې په پلازمېنه کابل کې ۱۲۰ زره پښتنو زده کوونکو ته پښتو ښوونځي او ټولګي جوړ کړل، خو ښاغلي وردګ دغه شمېر څو نوي زره ته راټیټ کړ، که د مدني ټولنو، بنسټونو او د پارلمان د وکیلانو فشار نه وای، نو ممکن دغه ارقام یې صفر ته راښکته کړي وای.

خو د دې ټولو برعکس فاروق وردګ ځان د پښتنو او افغانانو له رښتیني خادم وزیر بابا (ارواښاد محمدګل خان مومند) څخه لس مرتبې لوړ بولي او د مشرانو په یوه ځانګړې غونډه کې یې چې د ښاغلي عارف نورزي په کور کې جوړه شوې وه په سپین سترګۍ وویل چې محمد ګل خان مومند د پښتو او پښتنو لپاره زما لسمه برخه کار هم نه دی کړی.

ښاغلی وردګ او د وزارت نور مسوولین چې کله له ځینو پښتنو سره مخ شي، نو ادعا کوي چې دوی د معارف د نصاب څو شپېته او که اویا سلنه کتابونه په پښتو چاپ کړي، خو دا خبره واقعیت ځکه نه لري، چې په ګڼو پښتنو ولایتونو او ولسوالیو کې د پښتو کتابونو ستونزه لا هم نه ده اواره. یا یې ممکن د خپلو ګټو په خاطر پښتو کتابونه چاپ کړي او د پوهنې وزارت د څرخي پله په ګودامونو کې پټ کړي وي او هملته وراسته شي، ځکه وزیر وېرېږي چې ممکن د پښتو کتابونو د وېش له امله خپله څوکۍ له لاسه ورکړي.

د ولسمشر کرزي پرمهال چې پښتو او پښتنو ته د ژوند او حکومتولي په بېلابېلو برخو کې کوم زیانونه واوښتل د سقاو او رباني په وخت کې هم نه وو اوښتي، ځکه پښتو ژبه چې د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون له مخې د افغانستان ملي او رسمي ژبه وه، د ولسمشر کرزي په وخت کې دویم مقام یانې رسمي ژبې ته راټیټه شوه.  د افغانستان له ګڼو دولتي ادارو او رسنیو څخه پښتو ژبه واېستل شوه، ملي راډیو تلویزون کې دري لومړی او پښتو دویمه شوه. د پښتنو په سیمو کې پښتو ښوونځي په دري واوښتل، د پښتو له امله د برېښنایي تذکرو د وېش مخه ونیول شوه، همداسې ګڼ پښتانه له دولتي ادارو څخه وشړل شول.پوهنتونونو کې د تدریس یوازینۍ ژبه دري ده، پښتانه په پښتو د تدریس او زده کړو له حق څخه محروم شول.

ولسمشر کرزی سره له دې چې پښتو ژبه ښه پوهېږي، خو بیا هم ډېر وخت د مصلحت له مخې دري وایي، په دې ونتوانېد چې د ژبو حساسه او پېچلې مسله په افغانستان کې په عادلانه او اساسي توګه حل کړي، نو که زلمی د کرزي ځایناستي شي، چې نه یې پښتو زده ده، نه ورسره دلچسپي لري او نه ورته ارزښت ورکوي، نو اټکل دی چې د پښتو او پښتنو حالت به د زلمي رسول په وخت کې لا بدتر شي، ځکه نه زلمی او نه یې هم مرستیالان په پښتو خبرې کولی شي.

بله دا چې د نړۍ په کچه به زلمی له محمد علي جناح وروسته لومړی ولسمشر وي چې په خپله مورنۍ ژبه به نه پوهېږي او ممکن زلمی رسول د همدغه شباهت له مخې همغه تجربه تکرار کړي د کومې له امله چې محمدعلي جناح پاکستان له بنګال څخه بېل کړ، ځکه په ۱۹۴۸ کال چې کله محمدعلي جناح اردو ژبه د پاکستان د رسمي ژبې په توګه اعلان کړه، نو بنګالیانو د خپلې بنګالۍ ژبې د ننګې او ملاتړ په نیامت احتجاج او لاریونونه وکړل. تاوتریخوالی پیل شو، ګڼ بنګالیان شهیدان شول او بالاخره په ۱۹۷۱ کال بنګال له پاکستان څخه جلا شو.

د دغې ترخې تجربې د تکرار احتمال ځکه زیات دی چې  د زلمي په خواو شا اکثر هغه پښتانه را چاپېر دي چې د ولسمشر کرزي د واکمني پرمهال یې له پښتو او پښتنو سره بې تفاوتي، تربګني او دښمني له هیچا هم پټه نه ده. دوی په ولس او پښتنو کې کوم ارزښت او محبوبیت هم نه لري، ممکن دوی  به د پښتنو د استازو په توګه د خپلو ځانونو او منصبونو د ساتلو لپاره زلمی رسول دېته وهڅوي چې پښتو حساسه مسله ده، نو له دغې حساسې مسلې دې ځان په څنګ کړي.

ښایي زلمی رسول هم دا غوره وګڼي، خو که داسې وکړي، نو په پایله کې به د افغانستان یوه لویه او اساسي کتله (پښتانه)چې د افغانستان د نفوذ ۶۵ سلنه تشکیلوي له لاسه ورکړي. پښتانه به له زده کړو او حکومتداري محروم شي، د زلمي له ادارې سره به یې اړیکې لا پڅې شي او بالاخره به د بنګالیانو په څېر د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به مبارزه پیل کړي، ممکن خبره ان وسله والې مبارزې ته ورسېږي او له امله یې د ټولنې کاواکه ثبات، لا پسې کاواکه شي.

نو افغان ولس ته ښایي چې هېواد له تباهي وژغوري او سر له اوسه د رایو په کارولو او د نوماند په انتخاب کې ښه غور او دقت وکړي. د هېواد نازک حالت او شته ستونزو ته په پام دې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هغه چاته رایه ورکړي چې د دوی په باور افغانستان له شته حالت څخه په ښه توګه اېستلی او د پرمختګ، ثبات او یووالي لور ته نږدې کولی شي، کنه نو د زلمي پاچاهي، د ځان او وطن تباهي وګڼئ.

————————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

7 thoughts on “د”زلمی“ پاچاهي د وطن تباهي/ محمد روښان ښاد”
  1. ښاد صاحب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه ! الله دې اجر عظیم درکړي چې مونږ پښتانه دې په دې حساس وخت کې داسې یوې کرغیړنې کړنې ځير کړو چې که زلمی رسول کامیاب شي نو پښتو به مړه شي او پښتو زمونږ مور ده که څوک یې راته مړه کړي نو غچ به یې ډیر ژر واخلو خو ستا لیکنه ځکه د قدر وړ ګڼم چې رایه په اصل کې یوه اسلحه ده چې چاته په لاس کې ورکول کیږي نو ستاسې د لیکنې په اساس چې مبادا مونږ دغه خپله وسله زلمي رسول ته په لاس ورکړی وای او سبایې زمونږ مور پرې وژلی وای

  2. څوک چی په خپله مورنۍ او یا د هیواد په ملي ژبه خبری نه شي کولای دا د ضعیف استعداد یا تعصب نخښه ده ،چی ښاغلی زلمی رسول د پښتو له ویلو سره مینه نه لري نو خدمت به ورته څنګه وکړي،بله داچی د نوموړي په څیره کی د ولسمشرۍ هغه جوهر نه لیدل کیږي، حتی د بهرنیو چارو د وزارت هغه دنده هم پری درنه وه،په تاسف سره چی کرزي صاحب د خپلی بقا په خاطر داسی خلک په داسی دندو وګومارل چی د هغو دندو د پاره نه و روزل شوي،همدا وجه ده چی په دولسو کلونو کی یی نه یوازی افغانستان له کړکیچ څخه ونه ایست بلکه په لوی لاس یی کړکیچ ته وربرابر کړ

  3. باید چې د دوستم له ولسمشری ضرور ځان وساتو

    زلمی رسول په دې کاندیدانو کې ډیر ښه دی

  4. ډېره ښه ليکنه. خوپښتنانه ټول عمر دفيل په غوږ کې ويده دي. که ويده نه وای ولې به موداسې حال وی.اوس هم کولی شي دخپلې رای ځان اواولاد له ډېر خدمت وکړي خوکه خپله رایه په هوش وکاروي اونه په جوش.

  5. ښاد صاحب را ویښ شه خبر یی په کومه پیړی کی ژوند کړی اوس د هم ژبی رانولی دی .
    اشرف غنی ریاست جمهوری ته مړ شو دا یی دوهم ځل دی چی ټاکنو ته ځان نوماند کوی
    د دوستم ظلمونه هم یو وار در یاد کړه .
    )( دشت لیلی ورور می رالیګی کنه )

  6. de maa dasi khalko ta dera ghusa raazi che we Pashtoon Kho Pashto wailai Na shee aw Pashto ye hera karre wee Laka Zalmai Rasool . Da no bia sanga Pashtoon shoo .

ځواب ورکول hidayatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *