د ولسمشر غني حکومت له تېرو 15 مياشتو که څه هم له ډېرو سختو امنيتي، سياسي او مالي ستونزو سره مخ دی خو لاسته راوړنې يې هم کمې نه دي. د حکومت د تبليغاتو ماشين هغسې چې د داخلي او بهرنيو دښمنانو پر ضد فعال پکار وي، نه دی. حکومت په تبليغاتو ډېر نېشت پانګونه کوي او شايد همدا علت وي چې نهايي بزدله او کمزوري دښمنان مو هم ځانونه پورته پورته کوي. حکومت ته پکار دي چې د خپلو کارونو د ښه پروجېکشن لپاره خپل تبليغات پراخ کړي او له دې لارې کولای شي چې په خلکو کې راتلونکې ته امېدواري، د پانګونې جذب او د دښمن مورال په ځپلو کې مرسته وکړي. بايد ياد ولرو چې د افغانستان حکومت له درې نيم لکه امنيتي پرسونل، د کابو يو نيم مليارد داخلي عوايدو، د 10 ملياردو ډالرو کلنۍ نړېوالو مرستو، د يو نيم مليون دولتي کارمندانو، فعالو نړېوالو اړيکو او نړېوال ملاتړ تر څنګ د پردې تر شا د ژور فکري لرليد څښتن دولت دی. ولس بايد په دې وپوهېږي چې د افغانستان نظام ورځ تر بلې پياوړی کېږي او ولس ورځ تر بلې د هوساينې په خوا روان دی. خلک بايد د هېواد په ابادۍ کې رغنده رول ولوبوي. د پرديو له اتکا او د بهرنيو مرستو په تمه ژوند ونکړي. بلکې په خپله د دې هېواد د بخت بېړۍ روانه کړي. ملتونه هغه وخت ماتېږي او وېرانېږي چې کله حکومت بې وسه او ولس بې حسه شي. د افغانستان حکومت ستونزې لري خو بې وسه نه دی. ملت بايد د نيمه بې حسۍ له حالته راوځي او لاس په کار شي. راځئ زه به مو په تېرو دېرش ورځو کې د حکومت له لاسته راوړنو خبر کړم. دا ټولې هغه لاسته راوړنې دي چې د پراخو امنيتي ګواښونو او د نهايي شديدې جګړې په وخت کې تر لاسه کېږي. د هغو لاسته راوړنو او برياوو خبرې نه کوو چې په امنيتي ډګر کې دښمنانو ته څومره تلفات اوښتي، څومره بريدونه شنډ شوي، د دښمنانو د بريدونو څومره پلانونکي نيول شوي او د څومره چاودنو مخنيوی شوی. بلکې د هغه خبرونو يادونه کوو چې تېره يوه مياشت د رسنيو د سر ټکي و.

  1. اروپا ته د ولسمشر غني سفر او د سوېډن څخه د 1000 مليونه ډالرو، اسټراليا 300 مليونه ډالرو او له جرمني څخه د 350 مليونه يورو مرستو راجلبول.
  2. د اسيا زړه کنفرانس کې د ولسمشر غني ګډون او د سولې د خبرو په تړاو د امريکا او چين ضمانتونه اخيستل.
  3. چين ته د ډاکټر عبدالله سفر او د سيمه ايزو همکاريو په کنفرانس کې ګډون او همدا راز د چين لخوا د افغان ځواکونو په تجهيز کې د مرستې ډاډ.
  4. د اسيا پرمختيايي بانک لخوا د د افغانستان د برېښنا په برخه کې د 1.2 مليارده ډالرو مرسته.

  1. د اداري فساد په تور د کورنيو چارو وزارت 130 کارمندان څارنوالۍ ته معرفي کول.

  1. د هند لخوا د لوړو زده کړو 1000 بورسونه.

  1. د هند لومړي وزير لخوا د امنيتي ځواکونو د شهيدانو د اولادونو لپاره 500 بورسونه.

  1. د پارلمان د نوې ودانۍ پرانسته.
  2. د کورنيو چارو وزارت د نوې ودانۍ پرانسته.

  1. د ملي دفاع وزارت د نوې ودانۍ پرانسته.

  1. د ټاپي پروژې پرانسته چې د هېواد په اقتصاد او صنعت کې به حياتي رول ولري.

  1. په تېر يوه کال کې د کلنيو عوايدو لپاره ټاکل شوی 1.14 مليارده افغانۍ هدف ترلاسه کول او په عوايدو کې 20٪ زياتوالی.
  2. په شمال زون کې په 1500 جريبه زمکه د باغدارۍ د لړۍ پېلول.
  3. په هلمند کې د کرنيزو توکو نندراتون او محلي توليد ته بازار موندنه.

  1. د رخشانې د سنګسارولو په پېښه کې د لاس لرلو په تور يو تن نيول

  1. د ننګرهار د بهسودو د وژل شوې کورنۍ د قاتلينو پر وخت نيول.

  1. د خوست- ګردېز لارې په اساسي ډول جوړېدل او پرانسته.

  1. په کابل کې د ترکيې لخوا د ښځو د ځانګړي پوهنتون لپاره دوه اړخيزه لوظنامې لاسليکول.

  1. د کابل پوځي تعليمي مرکز ته د 1400 نويو ځوانانو جلب او جذب.

  1. سعودي عربستان ته د کار لپاره د 25000 کسانو د لېږلو موافقه او د سعودي حکومت لخوا يې منل.

  1. اذربايجان ته د ولسمشر غني سفر او د دوه اړخيزو همکاريو د تړون لاسليک.
  2. ترکيې ته د ولسمشر غني سفر او دوه اړخيزو همکاريو درې لوظنامې لاسليکول.

  1. کابل ته د هند لومړۍ وزير تاريخي سفر او د ستراتيژيکو مرستو لپاره تعهدات.

  1. له هند نه د 4 جنګي الوتکو ترلاسه کول.

  1. کابل ته د پاکستان د لوی درستيز جنرال راحيل شريف سفر او د سولې د خبرو په اړه د مرستې ډاډ.
  2. په بېلا بېلو عملياتو کې د طالبانو له زندانونو د شاوخوا 300 زندانيانو راخلاصون.

  1. د افغانستان لخوا د سوداګرۍ د نړېوال سازمان بشپړ غړيتوب ترلاسه کول.

  1. د بغلان د بورې د فابريکې بيا فعاليت او د ورځې د 100 بوجۍ بورې توليد.

  1. د امريکا لخوا د کار موندنې لپاره د 50 مليونه ډالرو عاجله مرسته.

  1. په کابل کې د نشه يانو لپاره د 1000 بستريز ځانګړي روغتون جوړېدل.
2 thoughts on “دسمبر: دېرش ورځې، دېرش برياوې/ ولي قادري”
  1. dera manana che Awal zal lpara me khaber wlost o zra mo kha shwo khushala ose o Allah de wakre che staso dde ihsan na tel lpara khwakh pate shwo. d Amn,yaowali,o taraqi p hila..

ځواب ورکول yasin khan safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *