د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين

دغزنی نوی والی انجینر عبدالکریم متین ددغه ولایت دقره باغ دولسوالي اوسیدونکی دی.دده دعمر ډیره برخه په کابل ښار کې تیره شوي.دی په یوه فرهنګی او روڼ اندې کورنۍ کې لوی شوی. ویل کیږي پلار یی مرحوم عبدالمتین اندړ یو فرهنګی شخصیت و.هغه هم یوه موده په دولتی ادارو کې کار کړی.د پینځه پینځوس کلن عبدالکریم متین په اړه ویل کیږي. دمطالعي خاوند دی.دبهرنیو سیاستوالو اثار یی هم لوستي. یو کاریزماتیک شخصیت دی. خوپه کارونو کې په بیړه پریکړه کوي او په غوڅه توګه یی پلی کوي هم. یوه بیلګه یی هم د ښاروال په توګه بیرته فریدون احمدي معرفی کول یادولای شو .خو دښاغلي متین په مخکې ډیرې ستونزې هم پرتي دي. زه دالیکنه دغزنی دامنیه قوماندان اوداجراییه ریاست د لومړی مرستیال انجنیرمحمدخان دڅوخبرواوخپلومعلوماتواستناد کوم. دا چې ددغو ستونزو دهواري په لاره کې به ښاغلی عبدالکریم متین، متین پاته شي. او که به دلارې په نیمايي کې ستړی شي لا معلومه نه ده.

لومړی امنیتی ستونزی:

۱ غزنی یو له هغوو ولایتونو څخه دی چې تر ډیره دهیواد په کچه په ناامنو ولایتونو کې یادیږي.امنیتی ستونزې.جګړه او له وسله والو سره مبارزه به هم ښاغلی متین تر ډیره بوخت وساتي. دغزنی دامنیه قوماندان دخبروغورچاڼ په دې ټکیو کې خلاصه کیده.

په ټوله کې دامنیتی ادارودسمبالښت اوپرسونل کمبود.او دماین شنډولو په برخه کې دماهرو کسانو نشتون.

۲- همدا اوس اوس دغزنی دناوې ولسوالي له کابو اتو کلونو راهیسي په بشپړه توګه ددولت دوسله والو مخالفینو په لاس کې ده.همدا ډول دګیرو،اجرستان،رشیدانو،اوزنخان ولسوالیو مرکزونه نږدې له څو کلونو راهیسی  په دوامداره توګه دکلا بندي په حال کې دی.دګیرو او اجرستان دولسوالیو لوژستیکی اکمالات يي هم دهوا له لارې کیږي.او مخالفان پکې ورځ تر بلي غښتلي کیږي. ویل کیږي چې دناوې په ولسوالي کې دطالبانو دنورو ادارو ترڅنګ دپوځي روزنې. او همدا ډول دماین جوړولو مرکزونه هم فعال دي. له بلې خوا دا ولسوالی دبادني او قمرالدین په سیمه کې دپاکستان له سوبه بلوچستان سره ګډه پله لري .چیري چې ددولت دوسله والو مخالفینو درهبری شورا په ښکاره دافغان دولت په وړاندې جګړه ایز پروګرامونه طرح کوي.چې دامسله به هم دی ترډیره بوخت وساتي.

۳-  په کلیوالو سیموکې دپاڅونیانو اوسیمه ایزو پولیسو دنه اکمال ستونزه او بیا ددغه کسانو له خوا دسمیو به خلکو باندې په یو ډول جبري  حاکمیت چلول. خپل سرې کارونه او دخلکو ځورول.چې تر ډیره یی اوس به کلیوالو سیمو کې شخصی بدۍ هم رامنځ ته کړي. دیادوکسانو کنترول او یا یی مخه ډب کول هم هغه څه دي چې خلک یی له نوي والي څخه غواړي.

روغیتا

۴ – که څه هم په غزنی کې یوازنې اداره ده چې تر یوه بریده یی له شته امکاناتو سره سم خلکو ته خدمتونه رسولي. غزنی دافغانستان له دوهمه درجه ولایتونو څخه دی. درسمی شمیرو له مخې په دغه ولایت کې (۹۰) روغیتیایی مرکزونه  موجود دي دروغتیا دچارواکو په وینا چې (۸۵) په سلو کې یی خلکو ته روغتیایی خدمتون رسولي دي.دم ګړۍ په یادو مرکزونو کې (۸۲)ډاکتران ۶ روغتیاپالانې او(۱۲۰ )قابلی هم دندې سرته رسوي.دعامی روغتیا ریاست چارواکی وايي په نږدې راتلونکی به هغوو۱۵ سلنه هغوو سیمو ته هم روغتیایی خدمتونه ورسوی چې اوس ورڅخه بی برخي دی. دوئ دا هم وایی چې د روان کال تر پایه به دسل بستریز روغتون دوانۍ چارې هم سرته ورسوي خو که حقیقت ته پام وکړو چارواکي تل دمرکزي احصایی دشمیرو له مخې  دخدمتونو دوړاندې کیدو پلانونه جوړوي. چې دا شمیرې له بده مرغه تر ډیره په اټکلونو تکیه کوي.کره ا ونقه نه دي. چې له همدې امله هم دخلکو له غوښتنو ته سم ځواب نه شي ویل کیدای.

دنورو موضوعاتو ترڅنګ د روغتیا موضوع ته هم داجراییه ریاست لومړي مرستیال اینجنیر محمد خان په خپلو خبرو کې  اشاره وکړه چې نچوړ یی داسی کیدای شی.

دغزني په اتلسو ولسوالیو روغتیایی حالت ښه نه دی.لا هم دغزنی دګیرو په ولسوالي کې روغتیایی مرکز نشته. ولسوالیو په زیاترو روغتیایی مرکزونو کې دروغتیا دبرخي پرسونل نیمه ورځ کار کوي. دبیلګي په توګه دقره باغ ولسوالی دمشکی،داندړو دولسوالی دنظرخان،دمرکز دارزو،دخوګیاڼو او دده یک دتاسن د کلی کلینکونه یادولای شو.دغزنی په ښار دولسوالیو په اړوندو درملتونو کې له تاریخه تیر او یا هم بی کیفیته پاکستانی دارو درمل په پریمانه ډول موندل کیږي.چې یو دلیل یی هم غزنی ته دټولو ولایتونو څخه دراخلاصو لاروپه سر نه کنترول بلل کیږي.که څه هم دروغتیا په برخه کې د دولت وسله وال مخالفین هم کومي ستونزې نه جوړوي خو له دې سره سره بیاهم دخلکو غوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی.په امنو ولسوالیو لکه ناور کې هم لا تراوسه پورې داسې سیمې شته چې دعامی روغتیا ریاست يي سپینې سیمې بولي.په دغې ولسوالی ډیر کلي دلیروالي او غرنیو سیمو دموجودیت له کبله له روغتیایی خدمتونو څخه بی برخي دي.په دغه ریاست کې دکلیوالو سیمو وګړو ته دخدمتونو دوړاندې کیدو به برخه کې توازون ته هیڅ پام نه دی شوی.

 

کرنه او مالداری:

۴-  دغزنی اوسني والی ته دا ډیره ښه جوته ده چې غزنی یو کرنیز ولایت او اتیا سلنه وګړي يي په زراعتی کارونو بوخت دي. خو په دغه برخه څومره پام وړ کار نه دی شوي. یوازې دجاغورو اوخواجه عمریو په ولسوالیو کې دمیوو ساتلو په مقصد څو سړې خونې جوړې شوې دي.له ډیرو کمو بزګرانو سره کیمیاوی سره او داصلاح شویو تخمونو مرسته شوي.دغزنی دسردې کرنیزه پروژه شاړه اوله کاره لویدلي. دزنخان او سلطان بندونو له اوبو څخه لکه څرنګه چې لازمه ده په معیاری ډول استفاده نه ده شوی. ان چې دسردي بند دټولو اجاره شویو ځمکو اجاره هم ددولت دوسله والو مخالفینو جیبونو ته ځي.دغزنی داکثرو ولسوالیو کاریزونه چې داوبو اصلی زیرمې او سرچینې بللي کیږي وچ دي.دتازه میوو له پاره بازار نشته.په دغې اداره کې هم توازون ته پام نه دی شوی.

عدليی اوقضایی نظام:

دخدای ټول مخلوق به سم شي خو ددغې اداري کارکونکی نه(دا داندړو دولسوالی دیوه سړي دخولي خبره ده.چې له محکمې را ووت او سر یی لوڅ کړ.په ښیراوو سر شو.) دعدلیی او قضایی چارو کارونکی یوازې په جاغوریو،مالستان،ناور او خواجه عمریو په ولسوالی کې په خپلو دندو بوخت دي. نور یی ټول په مرکز کې دندې سر ته رسوي. له همدې امله دسمیو زیاتره  خلک خپلې دعوي طالبانو ته وړي. ان چې دغزنی ښار اوسیدونکي هم خپلې دعوي منګر کلی ته دهوارې په مقصد ور وړي.کاغذپرانی او دخلکو ځورونه ددغې ادارې په ورځنۍ بوختیا بدله شوي.خلک وایی: هرقاضی دلال لري .دا هم هغه ستونزه ده چې دغزني والی به تر ډیرو بوخت وساتي.ځکه قاضیان هر ډول مصونیت لري ا وتبدیلي يي هم دوالي په لاس کې نه ده.

کانونه:

غزنی هم له یوهغوو ولایتونو څخه چې پکې ګڼ شمیر کانونه شته.ددغه ولایت په مقر اوګیلان کې دزرکشان په سیمه کې دسرو زرواوقیمتی ډبرو،په زنخان کې دکرومیت ډبرو،په ناور کې دلیتمیو،بریلیمواوګچ ،په واغظ ولسوالي کې دجیټ تیږو کانونو دیوشمیرزورمندانو پام ځانته اړولي. اوپه کې په خپل سر کندني پیل کړي دي.په ټوله کې ویل کیږي تر اوسه پوري تر(۴۰) زیات کانونه تثبیت شوي اوځینې هغه سیمې هم په ګوته شوي دي چې پکی کانونه دشتون شونتیا شته دمعلوماتو له مخي ډیری هغه سیمې چې په کې دا کانونه په خپل سر ایستل کیږي په ولسوالیو کې دي.چې په دې توګه دخپلو سرو  کان ایستونکو له پاره له دې امله هم ښه زمینه برابره ده چې هالته ډ ډامن امنیت نشته.ددې کانونو په اړه به دغزنی اوسني والی ته ښه معلومات وي. خو دمعدنونو داستخراج مسله هم هغه موضوع ده چې دیو شمیر زور واکو په مټ له دې سره سره چې ښایی قراردادونه به هم موجود وي. خو اوس قراردیان له امله چې دولت ورباندې کنترول نه لري له قرارداد څخه زیات استخراج ته مخه کړي. اوپه ځینو سیمو کې ددولت وسله وال مخالفین هم دامعدنونه ترکنترول لاندې لري. هغوئ هم کولای شي دا کانونه په قرارداد ورکړي.ځینې نور يي دزورمندانو په واک کې هم دي. 

فرهنګي چارې

غزنی یو تاریخي ولایت دي دم ګړۍ نږدې دوه سوه تاریخي ځایونه،څلي،منارونه،مزارونه او دابدات پکې شتون لري چې دقدامت له اړخه يي عمر سلګونو کلونو ته رسیږي.که څه کله چې غزنی داسلامی تمدن دپلازمینې په توګه اعلان شو. نوپه دغه ویاړ ۳۲تاریخي ابدات ورغول شول. خو نور هغه یی ټول پاته دي. لکه په مقر کې دغازی امان خان قصر،په ده یک کې دسلطان شهاب الدین غوری زیارت،په غزني ښار کې بالاحصار او …دغزني موزیم اثار نه داچې ورته پام نه دی شوی. بلکې دطبیعي پیښو له امله هم ورته زیات زیان رسیدلی. هیڅوک يي دننه اثارو څخه خبر نه دي.چې له څه ډول حالت سره مخ دي.دموزیم دودانۍ شاوخوا ټولې ښيښې ماتې دوړې ، ګردونه او کوترې پکې شپه او ورځ غومبر وهي.یوشمیر اثار په بمی چاودنه کې وران شول خو بیا جوړیدو ته یی پام ونه شو.ددې ترڅنګ په غزني کې دغزني ښار ته نږدې په روضه کې دتاریخي او لرغونو سیمو غصب روان دي. کندنې روانې دي. اوان چې اثار په پټه ایستل کیږي.په دبرخه کې د۰۱۲ په نوم یوه محافظتی قطعه هم شته خو په غزني کې پرسونل نه لري.

ښه حکومتولۍ

دښې حکومتولۍ په برخه کې باید وویل شي. چې په تیر کې او اوس هم لاپه ځینو ولسوالیو کې داسي ولسوالان په دندو ګمارل شوي.چې پوره سواد نه لري.ښه سابقه نه لري.جګړه ماران ېدي.په کار پوه خلک خو ناامنو ولسوالیو ته دکار کولو په مقصد نه ځي.نوځکه هم په ولسوالیو کې دښې حکومتولۍ څرک نه لګیږي.دعدلی اوقضایی زښته کم شمیر مامورین په ولسوالیو کې شتون لري.دبیارغاونې کارونه پڅ او یاهم پکې فساد موجود دي. له داسې کاری ټیم سره به بیا هم کار کول نوی والی دبریالیتوب پړاونو ته ورسوي.؟

مخدره توکي:

غزنی یو له هغوو ولایتونو څخه هم دی چې دلویی ترانیزتی لارې په سر پروت دی. له    دغې لارې څخه دمخدره توکود لیږد کنترول هم هغه ننګونه ده چې دغزنی والی به په راتلونکي ورسره مخامخ وی.اوس مهال په غزنی کې درسمی شمیرو له مخې د روږدو کسانو شمیر ترپخوا دوه برابره زیات شوی.که څه یو لس بستریز روغتون لري .خو دا چې دروږدو شمیر شاوخو څلویښتو زرو کسانو ته رسیدلی دا روغتون ورته کفایت نه  کوي.

د شخصی او دولتي ځمکو غصب او لاندې کول:

دپخوانیو رسمي شمیرو له مخي دم ګړۍ په غزني کې څه دپاسه یو سل او پینځوس زره جریبه دولتي ځمکه دزور واکانو له لوري عصب شوي. اوپه داڅو کلونو کې یو والي هم ونه توانیده چې ددغې ځمکې دراګرځیدو په برخه کې کوم عملی اقدام وکړي.ځکه دځمکو له مافیا سره مبارزه هم ډیر توان اوقوت ته اړتیا ده

پوهنه:

.خلک دغزني د پوهنې ریاست ته د وهنې ریاست وايي:دغه ریاست شاوخوا څلورنیم سوه زره شا ګردان لري.چې ۳۵ سلنه يي نجونې دي. کابو (۶۰۰) ښوونځي او(۹۵۰۰) ښوونکي لري. خو دولسوالیو په کچه زیاتره ښوونځي دطالبانو تر واک لاندې دي. نږدې سم نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري.ددغه ریاست نیمګړتیاوو ته ښاغلی محمد خان هم اشاره وکړه.خوویل کیږي ددې ترڅنګ څنګ د نوموړي ریاست  له چارواکو څخه دی او یا دده نږدې دوستان ملاتړ کوي.زیاتره خلک ددغه ریاست چارواکي تورنوي چې مقرریوي دتنظمي اړیکو په بنسټ کوي(والله العلم) کله کله دغه ریاست دسیمې خلک دښوونځي له پاره ځمکه ورکوي.خو دوئ ورته منظورشوی ښوونځی نه جوړوي دبیلګی په توګه دغزنی ته څیرمه دپیرزادي ښوونځی له څو کلونو راهیسي هلکان تر ونو لاندې درس وايي:

د کلیو پراختیا په برخه کې: 

په تیر کې هم او اوس هم  دغزنی دلیرو پرتو سیموخلکو دنا امنیو له کبله د دغه ریاست له خدمتونو څخه څومره استفاده ونکړه. حتی دملی پیوستون پرګرام چې دکلیوالو سیمو له پاره و. په غزني ښار کې دننه دیوشمیر زور ورو په مټ عملي شو.ښه بیلګه يي دغزني زوړ ښار(شهرکهنه)دی.

دکار اوټولنیزو چارو ریاست: 

ددغه ریاست دنیمګړتیاوو په اړه زه ډير معلومات نه لرم. خو ویل کیږي دمعلولینو له پاره دمعاشونو او امتیازاتو په برخه معلولین خپه او ډیر مستحق کسان نه دي نیول شوي.دروزنتون په برخه کې دماشومانو ژوند ته څومره پام نه کیږي.

اداري فساد:

د اداري فساد په برخه کې ویلای شم چې دقرطاسي له تخصیص څخه رانیولي. بیا دبیا رغاوني تر قرار دادونو پورې فساد په هره اداره کې موجود دی.ځینی وخت واړه مامورین تر څارنوالي اوعدلي ادارو پوري رسول کیږي.خو لوي مامورین هیڅ.

قومي اوژبنې مسایل:

قومي او ژبنې موضوعات له اوږدې مودې راهیسی په غزني کې موجود وو. او دي. حتي په ځینو مواردو کې له بده مرغه مذهبي پټ مخالفتونه هم محسوسیږي.  داچې غزني کوچنی افغانستان دی.هسي دخلکو دغولولو په مقصد یی هر چارواکی او په اصطلاح قومي مشر کوي.دا هم باید له یاده ونه باسو.چې عادي خلک په خپلو تر ډیره سره ګذاره کولای شي. خو همدا په اصطلاح دچارواکو په مرسته نوی مشران بیا په خپلو کې نه سره سم دی او نه هم له دې مرضه اوغرضه خلاص دي. دبیلګې په توګه دا مرضونه او غرضونه دشخصي ګټو په وخت کې ښې څرګندیږي. دبیلګې په توګه دفریدون احمدي دتبدیلی په مهال ولیدل شول چې عملآ ځینو دغو په اصطلاح مشرانو دومره سره وپړسوله چې په نږدې قلعه قاضی کې دپښتنو او تاجکو شریک جومات سره بیل شو.

وړاندیزونه: 

دا ستونزې داسې هم نه دي چې هواریدای نه شي. خوپه قوي عزم او پاک ټیم سره کیدای شي حل شي.

۱ که دیوشمیر معلوم الحاله په اصطلاح قومی شوراګانو، تش په نوم مدني ټولنو،قومي ټکیه دارانو،په وړاندې غوڅ چلند اختیار شی.

۲ دامنیتی ادارو ترمنځ یووالی رامنځ ته شي.

۳رسنۍ هم کنترول شي او هم يي مرسته را جلب شي.څو دقومي ټکیه دارانو له واکه ووزي.چي دیوه اوبل قوم سپکاوی پکي ونه شي.لکه په تیرو۱۳ ورځنیو مظاهروکې.

۴دبیا رغاوني په برخه کې هرڅه هم باید دغزني ترښار قربان نه شي.

۵ د ادارو دمسولانو له کارونو څخه جدی نظارت،کنترول او څارنه وشي.

۶ټول هغه دلوړوپستونو چارواکي چې تر دریو کلونو زیات يي په یوه اداره کې کار کړي.کارونه يي وارزول شي. ښه يي پاته اونا ښه یی تبدیل شي.

۷ دولتي اداري دقومي،ژبنې،سیاسي، اومذهبي ویش له چوکاټه را ووزي.اوکه دا شوني نه وي نوبیا باید په مساوي ډول وویشلي شي. دا اوس اوس په غزني ښار کې ټولې دولتي اداري دغزنی دیوه ځايي قوم په واک کې دی.

۸ دبیا رغاوني په برخه کې دمالی امکاناتو لټون اودتوازون موضوع مراعاتول.

۹ دخپلو اجراتو په اړه په موقع،دغونډو اورسنیو له لارې خلکو ته معلومات ورکول.چې دا کار پخوانیو والیانو ډیر کم کاوه ان چې دادارو چارواکوته يي هدایت کړی وو.چې له رسنیو سره معلومات مه شریکوئ.

۱۰ دتحقیقی راپورونو دجوړولو په برخه کې له ژورنالیستانو سره مرسته هم کولای شي تر ډیره بریده په ستونزو بریا ترلاسه شي.

والسلام مع الاحترام

3 thoughts on “دغزنی نوی والي او دغزني ستونزې/ د اسدالله بلهار جلالزی لیکنه:”
  1. دبلهارصاحب د کور ودان وي چې په زړه پورې معلومات او وړاندیزونه یې دغزني د خیرشیګړې په مخصد سره کړي دي ، دغزني نوی محترم والی باید که رښتا هم غواړي چې خدمت وکړي نو باید ترهرڅه دمخه دپښتنوحق اوحقوقو ته چې په دغه ولایت کې اکثریت دي له پامه ونه غورځوي ، پرون مې دغرني دغزنی له نا متو استاد رشید سره خبره کوله ، هغه راته وویل چې د رشیدانو ولسوالي اصلآ درک نه لري ، په نامه ولسوال او نورغله ددغې ولسوالۍ امتیازات اخلي ، کارخو درک نه لري او نه هم د زده کړې نوم په کې شته ، دایوه نمونه شوه ، زه د بلهارصاب له خبرو سره یوه خوله یم اوله والی هم هیله من یم چې دیوې دوو میاشتو والی نه وي او یوڅوکاله په رښتیاهم غزنی ته دخدمت ملا تړي .
    په احترام
    زرین کل له اندیاچه

  2. یوه بله خبره چې را چه هیره نه شي ، هغه هم د استاد رشید په حواله کوم چې که والی صاحب د متین خان اندړ زوی وي چې په کابل کې په کارته سخي کې اوسیده هغه دقره باع نه دی ، هغه هم د اندړو ولسوالۍ دۍ . ب
    والسلام

  3. زما په نظر چی متین صیب یی باید په نظرکی ونیسی هغه دپکتیکا ولایت ستونزی وی چی دی باید ورته پام وکړی اودلته یی تری نه مثبته ګټه پورته کړی اوتکراریی نکړی
    لږقومی جوړښتونو ته دی هم پام وکړی
    دځوان نسل (تحصیل کرده کسان) دی دولایت په چاروکی دخیل کړی
    دامنیی قوماندان ملاتړیی دی ترلاسه کړی
    یوه قومی (سپین ږیرو عالمانو) چی دهرمذهب ، قوم استازی توب وکړی چی دد تصامیمو ملاتړوکړی
    دوکیلانو فرمایشونوته دی هم لږپام وکړی البته دقانون په چوکاټ کی
    دشفاخانی غمه دی هم وخوری (دتعمیرچاری )
    په داخل دښارکی دترورعوامل وڅیړی چی اصلی عامل یی څه دی
    لږدی معارف ته هم پام وکړی باالخصوص هغه ځایونوته چی تراوسه په کی خیالی مکتبونه دی
    نورنو دالله له دربارنه دته سرلوړی اوتوفیق غواړم چی دغزنی خلکوته یوه ښی حکومتوالی نمونه وی
    عبدالمبین

ځواب ورکول عبدالمبین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *