استاد سنګروال

استاد شهسوار سنګروال

پخوا تر دې چې د ثور په پنځمه نېټه (۱۳۷۱ کال) د کابل د هوايي ډګر له لوري يو وسلوال حرکت پيل شي په ښار کې داسې اوازې خپرې وې چې ولسمشر نجيب الله غواړي له هېواد نه وتښتي دا ځکه چې کورنۍ يې د مخه له اولس بکسونو سره هند ته چې هلته يې «باجه» سفير و تللې وه.

د يولس (۱۱) بجو په شاوخوا کې د راډيو تلوېزيون په دروازه کې يو شمېر نااشنا کسان پداسې حال کې چې پخواني ساتونکي نه ول تر سترګو شول. د ماسپښين شاو خوا چې تيت و پرک خال خال ډزې روانې وې يو شمېر وسلوال راډيو تلوېزيون (زه د ادبياتو اداره کې وم) ته را دننه شول.

دغه ډول وسلوال کسان تر دغه دمه د ببرک کارمل د ورور محمود بریالي، د وطن د ګوند مرستيال فريد مزدک، د ګارنېزيون د قومندان عظيمي او د لوی درستيز دلاور لخوا د کابل مهمو نقطو ته لېږدېدل.

له جبل السراج نه هم څو څرخي الوتکې چې د نظار شورا جنګيالي يې لېږدول کابل هوايي ډګر کې ښکته شوې. ډېر زر دوی په دريم مکرويان، شش درک، ان تر خير خانې پورې ولکه ټېنګه کړه.

بل لور ته د اسلامي ګوند جنګيالي هم د څو ورځو په موده کې د هېواد پلازمېنې کابل ته را ننوتي ول، چې تر دغه دمه پورې يې شمېر شاو خوا دوه زره وسلوالو ته رسېده او رهبري يې د عبدالصبور فريد لخوا کېده.

ولې د اسلامي ګوند سيال لوری د دوی په پرتله ډېر ځواکمن و، دا ځکه چې د نظار شورا، د زرو تنو په شاوخوا کې جنګيالي د ډاکتر عبدالرحمن په مشرۍ چې په سپکو او درنو وسلو سمبال ول، را دننه کړل.

د کابل د ګارنېزيون دوه زره وسلوال هم چې د عظيمي په قومانده يې سيال لوری تر ګواښ لاندې نيولی وه، او همدا رنګه د دوستم ځواکونه چې شمېر يې د اته سوه (۸۰۰) وسلوالو په شاوخوا کې وه د جنرال عبدالمجيد روزي په قومانده د اسلامي ګوند جنګيالي تر اور لاندې ونيول.

د اسلامي ګوند جنګياليو کوښښ کاوه چې د اريانا څلور لارې، شش درک، د مکرويانو او د کورنيو چارو وزارت شاوخوا سيمې تر ولکې لاندې راولي.

اسلامي ګوند پتېلې وه چې د ده سبز لخوا لومړی د خواجه رواش هوايي ډګر لاندې کړي بيا هماغسې د بي بي مهرو له لارې راديو تلوېزيون ونيسي. ولې د ملېشايي ځواکونو له سخت غبرګونه سره مخ شول.

د ثور په پنځمې نېټې د ورځې او شپې لخوا په ۴۰۰ بستريز روغتون کې چې کوم ټانګونه او زره پوښونه ځای پر ځای ول د اسلامي ګوند جنګيالي يې تر اور لاندې ونيول، چې په پای کې يې ماته وخوړه.

اسلامي ګوند د سيد نور محمد شاه له سيمې نېولې د مکرويانو تر پله پورې چې د جبار قهرمان جنګيالي هم ورسره مل ول، په دې لټه کې وو چې له پله نه را پورې اوځي، خوله دوه خوا وو (د مخ او شا) تر بريد لاندې راغلل. د شا لخوا د بالاحصار او مرنجان غونډۍ او مخامخ د بي بي مهرو او دريم مکرويان له لوري وګواښل شول.

د بي بي مهرو، د مکرويانو د پله، د شش درک، اريانان څلور لارې په بېلابېلو جګړو کې په سوونو انسانان چې ډېری يې ملکي وګړي ول ووژل شول.

درې ورځو پرلپسې خونړۍ جګړو له امله، له ارزان قېمت نه را واخله تر حربي پوهنتون، ان د کورنيو چارو وزارت پورې نه يوازې خلکو ته درنه مرګ ژوبله ورسېده بلکې ډېرې کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې.

اسلامي ګوند په دې پوه شو چې په مخامخ جګړه کې له نظار شورا، ملېشايي ځواکونو او د پخواني حکومت په پوځونو سره د جګړې وس نلري، نو پرېکړه يې وکړه چې د درنو وسلو، توپ او توغنديو له لارې په کابل بريد وکړي.

نظار شورا هم د خير خانې نه را واخله تر باغ بالا پورې چې کومې لوړې غونډۍ په ولکه کې وې په سيال لوري بريد وکړ، دغه جګړې دومره خونړۍ وې چې ان د دواړو غاړو توغندي به د کابل د ښار په فضا کې يو د بل سره ټکر کېدل.

د دواړو لورو توغندي د کابل په زاړه ښار، مکرويانو، شاه شهيد، سيد نور محمد شا ه مېنه، افشار، ده دانا، چهلستون، شيوکي او سهاک، چار اسيا، سنګ نوشته، دارالامان، سرای غزني، د شوروي د سفارت شاوخوا، علاو الدين او په لسګونو نورو سيمو کې لګېدل چې نه يوازې په لسګونو زره کابل ښاريان ووژل شول بلکې په زرګونو کورونه په کنډوالو بدل شول.

د دې جنګونو مسئوليت نه يوازې د حکمتيار په غاړه دی بلکې د جمعيت د ستر قومندان احمد شاه مسعود هم د دغو خونړيو جګړو مسئول ګڼل کېږي.

د اسلامي وحدت او اسلامي اتحاد خونړۍ جګړې:

کوم وسلوال اوه ګوني او اته ګوني تنظيمونه چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې پخپل مينځي جګړو بوخت وه يو ستر لامل يې دا وه چې هر تنظيم کوښښ کاوه چې ډېره شتمني ترلاسه کړي او د غنيمت په نوم د خلکو او دولت شتمني لوټ کړي.

ولې د اسلامي وحدت ګوند او اتحاد اسلامي تنظيم، د لوټ تر شا يوه مذهبي خپل مينځي ستونزه هم درلوده. د وحدت تنظيم د عبدالعلي مزاري په مشرۍ، دغه شيعه ډله چې د ايران لخوا يې اقتصادي او پوځي ملاتړ کېده، د هغې سوني ډلې چې رهبر يې عبدالرب رسول سياف وه او د سعودي عربستان له هر اړخيز ملاتړ نه برخمن و پر وړاندې پر وسلوال بريد لاس پورې کړ، چې د دواړو ډلو د واک او ځواک سيمې يو بل ته ډېرې نږدې پرتې وې. د مزاري د وسلوالې ډلې يوه پياوړې جنګي مورچله په «دشت برچي» کې وه چې قلعه شهاده، پل سوخته، سرای غزني، افشار، د کوټې سنګي ځنې برخې، دهمزنګ،… او چندول د دوی د ولکې سيمې وې.

د اتحاد اسلامي ګوند مرکزي قرارګاه په پغمان کې وه او وسلوالو يې په قرغې، نيازبېک، د پغمان دوه سړکه، د کوټه سنګي ځنې سيمې، خوشال مېنه، د مامورينو کارته، سېلو، د پوهنتون ځنې سيمې… په واک کې وې.

د دوی د جګړو يو لامل د دغه سيمو د ولکو او د دولتي سيمو د موبلو فرنيچر چورول او لوټول وو، چې يوه ستره بېلګه يې د مېخانيکي انستيوت د ماشينونو لوټل ول چې د وحدت تنظيم لخوا چور او لوټ شول.

ولې بنسټيزه خبره دا وه چې دغو دواړو تنظيمونو له خپلو بادارانو (ايران او عربستان) نه الهام اخسته، خو د دوی د غې مذهبي، سياسي او پوځي سيالۍ له امله په زرګونو سوني اوشيعه افغانان په سرو وينو کې ولمبول شول، ډېرې کورنۍ بې پته او بې عزته شوې.

دواړو غاړو نه يوازې جنګي اسيرانو ته داسې سزاوې ورکولې چې په نړۍ کې يې لږ ساری درلود، بلکې د توکميزو ناندريو او ناروغيو له کبله هم د کابل ډېر ښاريان ووژل شول.

د دغو يادو جنګياليو تر مينځ دغه خونړۍ جګړې دومره ګواښمنې شوې چې په پای کې نورې تنظيمي ډلې هم په دغو جګړو کې د خپلو پلويانو د پيدا کولو لپاره ښکېل شوې. که څه هم نورو تنظيمو يوازې مذهبي رنګ نه درلود بلکې سياسي دريځ يې هم د پام وړ وه.

د ساري په توګه احمد شاه مسعود چې ځان يې يو بنسټپاله سوني ګڼه د سياف ملاتړ ته را ودانګل او په ډېرو سيمو کې يې په هزاره ګانو خونړي او مرګوني ګذارونه وکړل چې موږ کرغې ته څېرمه د افشارو خونړۍ جګړه د بېلګې په توګه يادولی شو.

همدا ډول حکمتيار هم د خپل سيال مسعود پر وړاندې له مزاري سره اړيکه ونيوله چې په ګډه د احمد شاه مسعود پر وړاندې ودرېږي.

احمد شاه مسعود پخپل پوځي ځواک دومره مغروره وه چې کله کله د خپلو پلويانو پر وړاندې هم درېده، ښايي د دې خبرې يو لامل د ده «خود خواهي» او ځان ستاينه وه چې له ځانه پورته ځواک ورته د منلو وړ نه و.

احمد شاه مسعود لا د کابل په پلې تخنيک کې زده کړې کولې چې د «مسلمانان جوان» غړيتوب يې ترلاسه کړ.

د مسعود بل ورور احمد ولي مسعود انګېري چې ورور يې تل د خپلو ملګرو په ملاتړ د هغو کسانو پر وړاندې چې «مارکستان» ول او د حکومت په وزارتونو کې په دندو بوخت وو، په ټينګه ودرېد.

له دې نه د مخه د افغانستان په ښوونيزو او روزنيزو ټولنو په تېره د کابل په پوهنتون کې د وخت د سياسي اصطلاحاتو له مخې کيڼ اړخي او ښي اړخي ګوندونه د دموکراسۍ په لسيزه کې فعال ول.

په کيڼ اړخو کې چې د نورو سياسي راډيکالو په توپير کوم خوځښت ډېر چټک وه هغه د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند (شوروي پلوی) او شعله جاوېد (چين پلوی) سياسي بهيرونه ول چې نه يوازې په کابل کې فعال ول بلکې ولايتونو ته يې هم لمن وغځېده.

بل پلو ته د دوی د سيالانو په لړ کې ښي اړخه سياسي خوځښت چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت کاوه، همدغه د «جوانان مسلمان» چې وروسته په اخوان المسلمين نامتو شو، ګوند وه، چې نه يوازې د کيڼ اړخو پر وړاندې ودرېد، بلکې د افغانستان د حکومت په ځانګړي ډول د محمد داود خان پر وړاندې وسلوال پاڅون وکړ. «د ۱۹۶۰ ز کال په بهير کې وو چې، له هېواد څخه د بهر نه راوړل شوو نظرياتو، د توپان لپاره لاره هواره کړه. پداسې حال کې چې د کې – جي – بي پلوي مارکستانو خپلې ډلې جوړې کړې… له مصر څخه راوړل شوي متنونه ټول په سياست متمرکز وو. د هغوی تګلاره د اخوان المسلمين له اېډيالوژۍ څخه خړوبېده دا هغه سياسي شبکه وه چې بنسټ يې په ۱۹۲۰ م کال «حسن البناء» په مصر کې اېښی وه.»[1]

احمد شه مسعود چې د «جوانان مسلمان» ګوند غړی وه، د محمد داود خان د قانوني حکومت پر وړاندې د خپلو ملګرو پر مټ وسلوال پاڅون وکړ.

«د پاکستان د کورنيو چارو پخوانۍ وزير جنرال نصيرالله بابر «نوای وقت»، انتوني او جنرال ګروموف ويلي دي چې مسعود له انجينري پوهنځي نه د يوه اخواني په توګه د محمد داود خان په حکومت فشار له نورو اخواني ملګرو سره پاکستان ته لاړ.»[2]

د مسعود وسلوال پاڅون:

احمد شاه مسعود چې کله د محمد داود خان د واک پر وړاندې ودرېد او بيا يې په پاکستان کې د I.S.I لمنې ته پناه يووړه، د هغه وخت د چارواکو لخوا يې تود هرکلی وشو.

د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو، جنرال نصيرالله بابر ته سپارښتنه وکړه چې د اخوان المسلمين هغه ډله چې له افغانستان نه را تښتېدلې تر پوځي روزنې لاندې ونيسي.

د جنرال بابر د څرګندونو له مخې، دوي ته پېښور ته نږدې د چراټ په سيمه کې د کومانډو پوځي روزنه ورکړ شوه. ده دا خبره هم په نوای وقت کې کړېده حکمتيار او مسعود د نورو ملګرو په پرتله غوره ول.

دویته په دغه روزنه کې د وسلوال بريد، ګواښونو، په خلکو کې د وېرې، وژنې، د تروريزم او د پارتيزاني  جګړو بېلابېلې ښودنې کړې وې.

بوټو په لومړي سرکې دا د يوه ګواښ په توګه چې محمد داود خان ووېروي دغه ډله وسلوالواله کړه. پدې مانا چې نوموړي  د پښتونستان د داعيې يو ستر پلوي وه، نو که چېرې خبره سپيناوي ته رسېده نو پاکستان کولی شول چې ووايي، ګنې افغانستان هم د پښتنو او بلوڅو يو شمېر مشران په کابل کې ساتلي دي چې پاکستان پرې وګواښي.

که څه هم افغان حکومت دوی ته پوځي روزنه نه ورکوله چې د پاکستان پروړاندې وسلوال کړي، خو پاکستان نه يوازې دغې خرابکارې ډلې ته پوځي ښوونه او روزنه ورکړه، بلکې دوی يې وسلوال کړل او بيا يې افغانستان ته را واستول.

د دغو بريدګرو په لړ کې يو هم احمد شاه مسعود وه چې د پنجشېر په سيمه ييز حکومت يې وسلوال بريد وکړ، خو په ۱۳۵۴ ل کال د خلکو له کلک ګواښ سره مخ شو.

کله چې د اخوان المسلمين وسلوالې ډلې په پنجشېر، بدخشان، لغمان او د ننګرهار په سره رود کې ماته وخوړه، يو شمېر ونيول شول، يو شمېر بېرته پاکستان ته لاړل او مسعود د پاکستان د حکومت لخوا مينځني ختيځ او ان د مصر هېواد ته واستول شو.

نوموړي هلته د اخوان المسلمين له يو شمېر کسانو سره وليدل او نږدې درې کاله يې هلته تېر کړل او بيا بېرته پاکستان ته ستون شو.

هغه مهال چې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند واک ته ورسېد، په پاکستان کې مېشت وسلوال جنګيالي لا ډېر ځواکمن شول، خو دومره هم نه چې واک ته ورسېږي. ولې کله چې شوروي سرو لښکرو په افغانستان بريد وکړ، په ټول هېواد کې د يرغلګرو پر وړاندې ولسي پاڅونونه پيل شول او د حکومت ملا يې ماته کړه.

د کې جي بي څارګرې ادارې هم هڅه کوله چې د شوروي پوځ په بېلابېلو ټولګيو کې ځانګړي څارګر وروزي او افغان جنګيالي خپل ملاتړ ته را مات کړي.

دوي د همدې موخې لپاره د «سپتسپروپ» پنوم يوه سياسي جوړښت ته د لا ودې او پرمختګ ډګر پرانست.

بروس ريچارد سن د «افغانستان» په نوم کتاب کې دې ټکي ته ګوته نيولې «واستروتين» ډېر زر پوه شو چې پخپلو پوځي ځواکونو کې د سپتسپروپ ادارې يو تن غړی «فرانزکليسوويچ» چې د ښې پوهې څښتن دی، دغه څارګر ته يې سپارښتنه وکړه چې له افغان وسلوالو جنګياليو سره له بېلابېلو لارو اړيکې ټينګې کړي، ريچارد سن د «شوفيلد» له انده دا هم کښلي دي چې فرانزکلينسوويچ د پيسو له لارې له يو شمېر نامتو مجاهدينو سره اړيکي ټينګې کړې  چې دوی خپل ملاتړ ته را وبولي.

نوموړي د «فودوتوف» له خولې کاږلي دي چې:

«د دغې څارګرې ادارې يو په زړه پورې هغه قرارداد و چې د ګوريلايي جنګياليو له يوه نامتو قومندان احمد شاه مسعود سره په پنجشېر کې لاسليک کړ. مسعود د درې لکو پنځوس زرو (۳۵۰۰۰۰) ډالرو غوښتنه وکړه…»[3]

که څه هم له احمد شاه مسعود سره لومړی قرارداد په ۱۹۸۲ ز کال د جون په سر کې لاسليک شوی و، او دا د دواړو لورو لخوا د باور يو پيل وه.

خو د امستوتز په اند دويم تړون چې د فبروي په مياشت کې په ۱۹۸۳ ز کال له مسعود سره لاسليک شو، له پيسو سربېره يې د شوروي له ځواکونو وغوښتل چې له کارمل نه پرته نېغ په نېغه له ده سره اړيکې ونيسي، د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره بايد پوځي مرستې ترلاسه کړي، او پنجشېر بايد کورنۍ خپلواکي ولري.

له احمد شاه مسعود سره د شورويانو اړيکې ځکه مهمې وې چې دوی غوښتل له حيرتانو را واخله تر کابله پورې د سالنګ لويه لاره بايد پرانستې وساتل شي.

د دې خبرې يو ستر لامل دا و چې د شوروي ځواکونو د اکمال لپاره بلې لارې شتون نه درلود. دا يوازېنۍ لاره وه چې له وسلو او پيسو نېولې ان تر لومړنيو توکو پورې دا هر څه له همدې «سالنګ» له لارې ترلاسه کېدل.

سټيوکول انګېري: »د سالنګ لارې د مسعود وسلوال ځواکونه، وسلوال کول، مړول او پټول يې، يانې کله به چې د شوروي ځواکونو کاروان تېرېده د مسعود جنګيالي به له غرونو را کښته شول په کاروان به يې د ډزو باران جوړ کړ… مسعود په ۱۹۸۱ ز کال له يوه ژورنالست سره په مرکه کې وويل: … موږ تر هغه وخته ځانونه بريالي نه ګڼو چې له کاروانه مو څه ترې راوړي نه وي.»[4]

شوروي ځواکونو شپږ وارې په پنجشېر بريدونه وکړل، ولې ډېر ستر بريد يې په ۱۳۶۱ کال (۱۹۸۲ ز کال) د اوړي په پای کې ترسره کړ.

پدغه بريد کې چې په زرګونو شوروي او افغان ځواکونو برخه اخستې وه، له هوايي ځواک سره په ملتيا يې چې سپکې او درنې وسلې هم ورسره وې، پداسې حال کې چې د ګوند غړي د «سپاه انقلاب» په نوم هم استول شوي وه، بريد وکړ او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د هندوکش غرنۍ سيمې له پنجشېر نه را واخله تر سالنګ پورې هره ډبره او هره دره لکه د مورچل په څېر شوروي سرو لښکرو ته ګواښونکې او مرګونې وه.

شوروي چارواکو غوره وګڼله چې له مسعود سره اړيکې پراخې کړي، نو همدا لامل وه چې ډګروال واستروتين خپلو څارګرو ته ډاډ ورکړ چې احمد شاه مسعود مخامخ خبرو ته تيار شوی دی.

د K.G.B په سپارښتنه کلينسوويچ له نوموړي سره وليدل او بيا يې ذ خپلو خبرو پايله داسې په ډاګه کړه:

«ما له مسعود سره وليدل او يو قرار داد مو لاسليک کړ. نوموړي ژمنه وکړه چې په دغې ټاکلې سيمه کې به په شوروي او افغان ځواکونو بريدونه نه کوي…»[5]

شوفيلډ په دې هم ټينګار کړی چې د شوروي ۳۴۵ هوايي ځواک له احمد شاه مسعود سره نږدې اړيکې پاللې او ان د ده سيال جنګيالي يې (چې موخه يې ښايي اسلامي ګوند وسلوال وي) په ګډه ځپل.

نوموړي دغه خبره هم نده پټه کړې چې ډګروال واستروتين د تورن کلينسوويچ چې د افغانانو په مينځ کې د تورن فرانز په نوم يادېده له مسعود سره د څارګرو د ټولګي پټ نوم شاملون ايښی وه.

پدغو ډلګيو کې د شوروي د پوهنتونونو ځوان فارغان تاجک او ازبک چې له افغان کلتوري ارزښتونو سره يې بلدتيا درلوده، په پښتو، فارسي او اردو ژبو هم پوهېدل شامل وو.

د «سودوفلانوف» په اند شوروي لوړ پوړو چارواکو تورن فرانز کلينسوويچ ته واک ورکړي وه چې له مسعود سره ګدې اړيکې پراخې کړي. دې اړيکو ته دومره پراختيا او پرمختيا ورکړ شوه چې پوځي چارواکو دېته د بري د يوې پوځي کودتا نوم ورکړ.

د شوروي پوځي ځواکونو، څارګرې ادارې مشر ايګور باريسوويچ ماسکوفسکی… د اپرېل په ۱۳ نېټې (۱۹۹۴ ز کال) دا خبره په ځغرده وکړه چې مسعود ډېره موده موږ پورې تړلی و، په افغانستان کې زموږ د واک او ځواک لامل پخپله احمد شاه مسعود وه.

موږ په خپلو کې په ډېرو موضوعاتو خبرې اترې کولې او هغه به ډېر ځله هغه څه کول چې موږ به ورته ويلې.

ګروموف هم دا مني چې زموږ د پوځونو د شتون په مهال زموږ اړيکو له مسعود سره بريالۍ وده موندلې وه.

K.G.B ته په زړه پورې وه چې د مسعود پام يې د ځان لور ته را مات کړی وه. ځکه چې د همدې اړيکو پر بنسټ يې په پنجشېر او د افغانستان په شمال ختيځ کې د خونړيو جګړو مخه ډب کړې وه.

کې – جي – بي په بشپړ ډاډ دا خبره هم کوله، که چېرې وغواړي کولی شي چې مسعود د کابل حکومت سره د خبرو لپاره کېنوي.

شوفيلډ د خپلو څرګندونو په لړ کې په ۱۱۳ مخ کې کښلي دي چې کله کلينسوويچ پرته له وسلې نه له مسعود سره وليدل د کاماز شپږ لارۍ له بورې، غنمو، وريجو او له کاليو ډک موټر هغه ته ډالۍ کړل.

ايوان شوميليوف د دې خبرې پخلی کړی دی چې مسعود له يو شمېر پوځي چارواکو سره نږدې وه. ان په دې ټينګار کوي چې له جنرال ويرنيکوف سره يو ځای د مسکو په اکاډمۍ کې اوسېده او د هغه د زوکړې په نمانځنه کې هم ونډه درلوده.

دی له دې سربېره دغه خبره هم کوي چې افغانستان ته غځيدلي د تېلو دوه پايپلينونه هم د مسعود جنګياليو لخوا د څوټنو اوړو او د تېلو د ټانکرونو په بدل کې ساتل کېدل.

«شبارشين د شوميليوف د خبرو په ملاتړ هم ټينګار کوي چې د مسعود په همکارۍ زموږ ډېر اکمالاتي کتارونه له حيرتانو نه تر کابل پورې را تېرېدل، زموږ او د ده تر مينځ د باور وړ چلن را مينځته شوی وه.»[6]

نوموړي دا خبره هم کړېده چې مسعود له موږ سره ژمنه کړې وه (۱۷۷ – ۲۱۴مخونه) چې نورو تنظيمونو ته به اجازه ورنکړي چې په روسي کتارونو بريد وکړي.

مسعود که له يوې خوا د «مسلمان جوان» غورځنګ يانې د اخوان المسلمين غړی وه خو له بلې خوا يو شمېر نورو بهرنيو اېډيالوژيو ته هم ژمن و، د ساري په توګه:

«مسعود د ماوتسيتونګ، شيګوار، او د فرانسوي انقلابي ستراتيژست، ريژيس دبری، د ليکنو ژور او جدي زده کړې شاګرد و. د هغوی د پلونو د څار په ترڅ کې، مسعود هڅه نکوله چې د شورويانو د مخنيوي لپاره له هغوی سره مخامخ مقابله وکړي…»[7]

ولې داسې هم نه وه چې احمد شاه مسعود دې، د بريدونو پر وړاندې بې لاسه، بې پښو وي، ده په ټينګه د شوروي ځواکونو شپږ خونړي بريدونه په شا وتمبول. شوروي چارواکي په دې پوه شوي ول چې موږ د وسلې په زور د بري جوګه نه يو، ښه به وي چې له مسعود سره په روغه جوړه کې خپلې موخې ترلاسه کړو.

ده په ډېرې اوښيارۍ له يوې خوا د K.G.B له څارګرو سره سر خوځوه او له بلې خوا يې د مجاهدينو له اوه ګونو مشرانو او قومندانانو سره هم ښه چلن درلود کوم چې د I.S.I په لمنه کې پراته وه.

مسعود تل په دې لټه کې وه چې ځواک او واک پرته له وسلې او پيسې نشي ترلاسه کېدی. نو غوره يې ګڼله چې له هرې لارې نه کېدلی شي ځان ځواکمن کړي.

ده که د بهرنيو هېوادونو له څارګرو شبکو لکه سي – آی – اې – ام – ای – سکس، آی – اس – آی، کې – جي – بي او فرانسې څخه د وسلو او پيسو مرستې ترلاسه کولې، دا رنګه يې خپلو وسلوالو ته سپارښتنه کړې وه چې د لاجوردو او زمردو کانونه تر ولکې لاندې راولي او بيا ترې خپله ونډه ترلاسه کړي.

د احمد شاه مسعود، دا ټولې هڅې د راتلونکي واک او ځواک لپاره ډېرې ګټورې وې، چې له يوې خوا يې خپل سيالان په سر کې حکمتيار د حکومت له چارواکو ګوښه کړ او له بلې خوا يې په ډېرې اسانۍ د کابل واک پخپله ولکه کې ونيو.

مسعود چې به هر تړون له روسانو سره کاوه نو له بابته به يې ډېرې پيسې او وسلې ترلاسه کولې.د بېلګې په توګه کله چې له شوروي سره يو نوی تړون لاسليک کاوه، د «بروس امستوتس» په اند اوه سوه زره (۲۹۲ مخ) ډالره د چارواکو لخوا ورکړل شو.

که دغو تړونونو احمد شاه مسعود ډېر ځواکمن کړ، خو شوروي چارواکو هم لږتر لږه خپل لاسپوڅی حکومت د ماتې له هر ډول ګواښ نه وژغوره. د شبارشين خبره هغه مهال چې د شوروي سفير ورونتسوف او لوی قومندان جنرال وارينکوف له مسعود سره په ليدنه کې له هغه نه وغوښتل چې په يوه جلا تړون کې له افغان ځواکونو سره يو ځای د حیرتان کابل، د لويې لارې امنيت وساتي. يادې پخپله (وګورئ ۱۷۷ – ۲۱۴ مخونه) دغه دنده پر غاړه واخلي او په ليکلې بڼه دې ژمنه وکړي چې د دغې لويې لارې د اکمالاتي کتارونو امنيت به ساتي. نو ځکه په پای کې ټولې غاړې دېته را ماتې شوې چې دغه لاندې تړون په دغې منځپانګې لاسليک کړي:

متن:

  • د مسعود لخوا د کابل – حیرتان د لارې امنيت ساتل او د سالنګ په سهيل کې په ټوله مانا د عملياتو بندول او د شوروي کتارونو تېرول، ان يو ډز ته هم اجازه نه ورکول.

  • د مسعود ځواکونه به د تاجکانو او چوګني تر مينځ د کتارونو مسئوليت پر غاړه واخلي. د چور، غلا، لوټمارۍ او هر ډول نورو عملياتو مخه ونيسي، او د کابل او شوروي ځواکونو امنيت په سيمه کې وساتي.

  • شوروي ژمنه کوي چې د دغه خدمت په بدل کې به مسعود ته هر راز اکمالات کوي.

  • مسعود په ټاکل شوې سيمه کې د نورو تنظيمونو مجاهدينو ته د پوځي عملياتو او تروريستي فعاليتونو اجازه نه ورکول، د تېرو شوو پايپلاينونو امنيت ساتل، که د نورو تنظيمونو مجاهدين په عملياتو لاس پورې کړي، د مسعود ځواکونه به د هغوی مخه نيسي، شوروي پوځونه به د مسعود له ځواکونو سره د توپچي او هوايي خواکونو د بمبارۍ له لارې مرسته کوي.

  • د مسعود او شوروي چارواکو تر مينځ ليدني او وخت په وخت به د معلوماتو تبادله کېږي، چې د ورکو شورويانو او د افغان حکومت د غړو د پيدا کولو په اړه ګټور وي.

  • که چېرې په کومه سيمه کې ګواښ ډېرېږي د نوې جګړې د مخنيوي لپاره به ژر تر ژره د مسعود او شوروي چارواکو تر مينځ به غونډې کېږي.

  • د لويې لارې په دېرش کېلومترۍ کې ټول عمليات بندوي. له دې سيمې نه بهر که چېرې د شوروي يا د افغان اردو په ځواکونو عمليات کېږي او يا د مسعود په ځواکونو، د نورو تنظيمونو مجاهدينو، که جګړه پيل کړه، له هغوی سره به جګړې ته د مسعود او شوروي ځواکونه يو ځای په عملياتو لاس پورې کوي.

  • دغه پروتوکول ترلاسليک وروسته د منلو او پلي کولو وړ دی.

  • د معلوماتو سرچينه، په افغانستان کې د شوروي عملياتي ډله، ډسمبر ۱۹۸۸ ز کال.

دغه سند د جنرال ګروموف، د شوروي دفاع وزير، شهنواز تڼي او احمد شاه مسعود تر مينځ لاسليک شوی دی.

(ګروموف محدود قطعات ۱۸۸ – ۱۹۷مخونه)

بروس ريچاردسن د دا ډول قراردادونو په تړاو پخپلو څرګندونو کې ډاګيزه کړې ده چې شوروي ځواکونو ته دغه پرېکړې ډېرې مهمې ځکه وې چې دوی له همدې لارې ټول افغانستان ته ملکي او پوځي اکمالات کول، د دې لاسته راوړنو يو ستر لامل له احمد شاه مسعود سره د کلينسو ويچ اړيکې وې چې هر چا به د «کپتان فرانز په نوم پېژنده.

شوفيلډ د همدې څارګر له انده کښلي دي چې د احمد شاه مسعود پيدا کول له بل هر جهادي رهبر نه ګران وه او ماته ډېره مهمه دا وه چې يو څوک ومومم چې زما پيغام نوموړي ته واستوي.

«واستروتين» هم په دې اند دی چې له مسعود سره د دغه قراردادونو لاسليکول لکه يوه څرګنده کودتا چې موږ ته يې يو ځانګړی سياسي او ستراتېژيک ارزښت درلود.

«شاملون څارګره اداره وايي چې له مسعود سره تړونونو او اړيکو د شوروي لښکرو تر وتلو پورې موږ ته ډېره ګټه ورسوله، په تېره د سالنګ په سهيل کې د مسعود لخوا د عملياتو بنديز او امنيت ساتل موږ ته د ژوند  مساله وه.»[8]

د کورنيو چارو وزير فيض محمد هم وغوښتل چې د مسعود په څېر له يو شمېر قومندانانو سره دا ډول تړون لاسليک کړي. نو ځکه له پنځه ويشت (۲۵) زرو ډالرو سره ځدرانو ته لاړ.

کله چې الوتکه بېرته والوته، فيض محمد له يو څو تنو سره يوازې پاتې شو نو ځدرانيان پرې را پاڅېدل نوموړی يې وواژه.

 


[1] – همدغه اثر ۱۵۹ مخ.

[2] – ساپی پنځم مخ.

[3] – بروس ريچارد سن د هاشميان ژباړه ۱۵مخ.

[4] – ستيوکول ۱۶۴ مخ.

[5] – شوفيلډ د روسې سياسي کارپوهان ۱۱۴مخ.

[6] – شبارشين ۱۸۰ مخ.

[7] – سټيو کول ۱۶۵ مخ.

[8] – ګروموف د شوروي محدود قطعات ۱۸۸ – ۱۹۷ مخونه.

One thought on “دغوايي ۸ د تاريخ يوه بله خونړۍ پېښه”
  1. دا ټولې روانې بدبختۍ په کابل کې د نننۍ پېښې په شممول د همدغو نجسو خلقیانو او پرچمیانو او ورسره د تښتېدلو اخوانیانو شروع شوې. خلق او پرچم د شوروي اتحاد سپي ول او دا نور یې د پاکستان خو د شوروي سپي ډېر داړونکي ول چې د افغانستان یو پرمختیایي نظام یې رانسکور کړ او په وطن کې یې د وینو سېل روان کړ.‌

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *