تاند- وروستي راپورونه وايي چې دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له دندو استعفاوې کړي دي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې ولسمشر د دوی استعفاوې منلي او که نه دي.
مخکیني خبرونه:
د دفاع وزیر د استعفا خبر رد شو
تاند- د افغانستان دفاع وزیر عبدالله خبیبي هغه خبر رد کړ چې د ده په نوم په ټویټر کې خپور شوی و.
دفاع وزیر ویلي چې د ده په نوم خپور شوی خبر او د ټویټر اکاونټ جعلي دی.
مخکینی خبر:
دفاع وزیر د شاهین قول اردو د حملې په خاطر استعفا وړاندې کړه
تاند- د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي په خپله ټویټر پاڼه کې نن /یکشنبه/ لیکلي چې له دفاع وزارته یې استعفا کړې ده.
حبیبي لیکلي چې استعفا لیک یې ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړی دی.
تراوسه پوري ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي او ښاغلي حبیبي هم دې ته اشاره نه ده کړې چې ایا ولسمشر د ده له استعفا سره موافقه کړې او که نه ده.
ښاغلي حبیبي همداراز لیکلي چې له ولسمشر اشرف غني سره یې خبرې کړي او خپله استعفا یې ورته اعلان کړې ده.
که د حبیبي استعفا تایید شي نو نوموړی به لومړنی افغان چارواکی وي چې په خپله مربوطه اداره کې د غفلت له کبله استعفا کوي.
په افغانانو کې دا دود نشته.
په همدې حال کې ولسي جرګې نن /یکشنبه/ پرېکړه وکړه چې دفاع وزیر، لوی درستیز، د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان او نور جګپوړي پوځي او امنیتي (اشتخباراتي) چارواکي د شاهین قول اردو د خونړۍ حملې په تړاو احضار کړي.
د ولسي جرګې غړیو وویل، که امنیتي او دفاعي چارواکو د دوی قناعت حاصل نه کړای شو، د نه اعتماد رایه به ورکړي.
د جمعې په ورځ لس تروریستان په بلخ ولایت کې د شاهین قول اردو ته ننوتل او د ملي اردو منسوبان یې په داسي حال کې شهیدان کړل چې د جمعې لمونځ یې ادا کاوه.
دا برید د امنیتي تدابیرو د ښکاره کمزورتیا له کبله بلل شوی او خلک د هغو احتمالي عواملو د نیول کېدو او سختې سزا غوښتنه کوي چې له تروریستانو سره یې مرسته کړې او یا یې له غفلت او بې غورۍ کار اخیستی دی.
په دغه وحشیانه برید کې د هیواد شاوخوا ۱۵۰ ځوانان شهیدان شول.
دفاع وزیر اقدام مسوولانه او د ستاینی دی، اکثر خلک ممکن پری خوښ او راضی هم وی خو ولسی جرګی غله او شوکماران پری سخت خفه دی چی تیار شکار یی له لاسه ورکړ، استیزا په ورځ خو د چورلمانی غلو غواوی لنګی وی
Zamong hokomat aw woolasi jergi membaran dumra benanga de esa khan laghmani 6 tororistan mordar kral aw aksara parliament ghara ye bach kral mahdodo yaw so wakilano wanazawa noro tolo khpali waghdi wakhwari aw ham ye de satani dad war na kar.
Habibi ta waqighi sharam de bayad estifa wakri aw per zai yaw sher agha Kazimi rashi sha ba we.
زه پداسې حال کې چې د ټالیبانو دغه تروریستي اقدام غندم ، ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت ، کورنیو ، دوستانو او ټولو هیوادوالو ته تسلیت وایم .
د سهامی دولت له منفی نتایجو نه یو هم د ملی اردو او نورو امنیتی ارګانو په چوکاټ او لوړو ارګانو کې د داسې کسانو استخدام دی چې دوی د خپلو آمرینو اوامرو ته پام نه کوی، کېدای شي د بلخ په غمجنه حادثه کې د قول اردو ځينو کسانو له تروریستانو سره مرسته کړی وی .
زما په نظر ولسي جرګه باید له پوره زغم او درایت نه کار واخلی ، د دولت له خوا ټاکل شوی هییت بررسی ته خپل تصامیم معطله کړی ، د کمیسیون نتایج باید واورېدل شی او د هغو مطابق دې مسولو کسانو ته سزا ورکړل شی.
د وزیرانو او لوړ رتبه مامورینو استعفی ، له کاره لرې کول او د اعتماد رایه نه ورکول پخپله د دښمن په ژرنده اوبه ورخوشي کول دی.
بل وزیر به بیا یوکال نوي تعیینات کوی او ترڅو چې هغوي په خپلو کارونو سرخلاصوی ، بیا به له داسې غمجنو حادثو سره مخ یو او دا لړۍ به همداسې دوام پیداکوی.
ښه به دا وې چې د غوټې سر پیداکړو چې د کوم هېواد له اجنټانو او ځرو سره تړلې ده.