تاند- د افغانستان دفاع وزیر د کونړ په غازي اباد کې د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو په وژلو کې د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي ادارو همکاري شامله وبلله.

د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي نن د کونړ د غازي اباد په یوه پوسته کې د ملي اردو د ۲۱ وژل شویو سرتېرو جنازو ته د درناوي په مراسمو کې، بې له دې چې په مستقیم ډول د پاکستان نوم واخلي، وویل، دا حمله د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي موسسو په مرسته شوې ده.

د یکشنبې په شپه د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ پر یوه پوسته د سلګونو وسله والو په حمله کې د ملي اردو ۲۱ سرتېري ووژل شول.

دا برید وروسته له دې وشو چې اسلام اباد ادعا وکړه پاکستاني طالبانو د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه د افغانستان په خاوره کې وژلي دي.

دفاع وزیر محمدي په غازي اباد کې د ملي اردو پر پوستې د حملې په اړه وویل: دې برید له هغو حملو سره ډېر ټوپیر درلود چې تر دې پخوا پر افغان پوځیانو شوي دي. دا برید د افغانستان له خاورې دباندې طراحي شوی او د ملي اردو ځواکونو تر وروستۍ سلګۍ پوري د تروریستانو په وړاندې مقاومت کړی دی.

د افغانستان پر دفاع وزارت نیوکه کېږي چې سرحدي ځواکونو د مقاومت په درو تر پنځو ساعتونو کې بیا بیا د هوايي مرستې غوښتنه وکړه خو مرسته ورسره ونه شوه.

جنرال محمدي وویل:«موږ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په درشل کې یوو او د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې په دې ډول حملو زموږ د هیواد امنیت خراب کړي څو خلک په انتخاباتو کې په ولولو ګډون ونه کړای شي. خو د دوی دا پلان به هیڅکله بریالی نه شي.»

محمدي دا هم وویل چې دا ډول بریدونه به د افغان سرتېرو روحیه کمزورې نه کړي بلکې د دوی اراده به لا پیاوړې کړي.

د کونړ په غازي اباد کې د افغان ملي اردو د سرتېرو په وژل کېدو عامو خلکو د لومړي ځل لپاره په بې ساري ډول د ډله ییزو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې سخت عکس العمل ښکاره کړی دی.

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي نن رسنیو ته وویل چې اسناد لري چې په سلګونو پاکستاني، عرب، چیچنیايي او افغان طالبان د پولې له پوري غاړي د حملې لپاره کونړ ته راوښتي ول.

عظیمي وویل چې هم الیکترونیک ثبوت لري او هم شاهدان لري چې حمله کوونکي له پاتکستانه راوښتي ول.

6 thoughts on “دفاع وزیر وايي د کونړ په حمله کې د بهرنیو هیوادونو استخبارات لاس لري”
  1. الله تعالی دی ددوی کورنی ته صبرجمیل ورکړی
    او دوی ته دپاک خدای (ج) نه جنتونه غواړم

    او افغانانو ته دی خدای پاک دا قوت ورکړی چی ژرترژره ددږی غچ واخلی

  2. که کرزی واقعی غواړیچه سوله راشی دی هر تالب کور ورته مالوم ده په دوبی کی یی ولی غواړی تالب خو له مستی جنګ نکوی خوافسوس چه نیغواړی

  3. خرآسانه تالیب خو خپل کور ورانوی او خپل ورونه وژنی او ګټه یی تور پنجابی ته رسیږی. کاشکی تالیب داسی کار کړی وای چی افغانانو پری ویاړلی وای. تالیب د خپلی اوسپنینی کلا یوه دروازه ماته کړه او دښمن ته یی لار خلاصه کړه . افغان سرحدی قوا د تورپنجابی د تجاوز په مقابل کی له خپل هیواد نه دفاع کوی او د خپلو هیواد والو امنیت ساتی ، خپله خاوره ساتی په هیچا یی هم تعرض نه وو کړی نو بیا ولی پر دوی حمله کیږی او وژل کیږی. که په وژلو او وینو تویولو قدرت ته رسیدلای شوای نو اوس به ستا تالیب هم په افغانستان کی یو ولایت یا ولسوالی په قبضه کی درلوده. هغه څه چی په درایت ، سیاست او تدبیر سره لاسته راځی په جنګ او جګړو نه کیږی.

  4. Da defaa wazir Gh**l khori. Da da spee zoi khpala malamat da chay warta hawaye mrasta ye na da rasawale. Da Spai hara yawa bahana lari aw hagha bahrani istekhbarat dee. Parlimant baiad da khar ra wa ghwari aw isteeza ye kri. bas dai noor

  5. افسوس درایت سیاستاوتدبیر موپه لیکلو لیدلی..ولی په همدغو طالب لاری ته نراولو ولی دهغه دیعمل په ستایلو یا بدویلو تازه کړو ولی هغه تر دی نورو کړنوته پریزدو ولی هغه وجدان نلری باید وپوهیزو چه یوی مدبری قوی ته ضرورت لرو

ځواب ورکول خراسان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *