لومړی به د لاسونو د پوست د اوړیدا په هکله لنډې خبرې وکړو بیا به د خولو په هکله ځکه دا تقریبا دوه بیلابیلې ستونزې دي.
د لاسونو د پوست اچولو یو علت د A او B ویټامینونو کمبود دی که هغه میوې وخوړل شي چې دغه ویټامینونه ډیر لري ممکنه ده دغه ستونزه ورسره اواره شي.
خو د ستونزې د پيدا کیدا لپاره غوره د پوستکي ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ دمثال په توګه د پسوریازس په نامه ناورغي هم دغه ستونزه پيدا کوي او بل علت ېې ممکنه ده د لاسونو اکزما وي چې په دې حالت کې پوستکي وچ هم وي.
که څه هم دا یو طبي ستونزه ده خو خطرناکه نه ده البته خوله دبدن دسړولو یوه په زړه پورې او غوره لاره خوله کیدل دي او هر څوک دخولې کولو بیلابیلې اندازې لري او هر وګړی ممکنه ده له دو تر څلورو میلیونو پورې دخولو غدې ولري خو له حده ډیرې خولې چې حتي داستراحت په وخت هم ولیدل شي یوه طبي ستونزه ده چې ځینې کسان پرې اخته شوي وي په طبابت کې دغه حالت ته هایپر هیدروزس وايي او د خولو دتولیدونکو غدو د ډیر فعالیت له امله رامنځته کیږي حتي هغه وخت چې بدن استراحت او سوړ وي هم خوله پيدا کیږي یوه خبره چې باید ورته اشاره وکړم هغه دا ده چې څوک نه شي کولاي له حده د ډیرو خولو یا هایپر هیدروزس دقیق تعریف وړاندې کړي ښايي علت دا وي چې تراوسه پورې داسې کومه اله نه ده جوړه شوې چې دبدن دخولو اندازه واخلي خو په دریو کې ښايي یو تن دغه ستونزه ولري او ډیر ځله دغه ستونزه په ځواني کې لیدل کیږي.
دبدن له حده زیاته خوله ډیر علتونه درلودلی شي خو که ېې علت پيدا نه شي او بله ناروغي ونه لرئ نو هایپر هیدروزس ېې بللی شو البته دا خبره هغه وخت کولاي شو چې دبدن نورې ناروغۍ رد شوي وي ځکه چې ډیرې نورې ناروغۍ هم شته چې ددې سبب کیږي چې ډیره خوله وکړو دغه راز د هر کس دبدن د تودوخې د تنظیم مرکز له بل چا سره توپير لري نو کله چې د وینې تودوخه زیاته شي دماغزو یوه برخه چې هیپوتلاموس بلل کیږي درګونو په پرانستلو او دخولو په تولید سره دبدن تودوخه کموي او خوله ترپوستکي لاندې دخولو په غدو کې تولیدیږي.
په خاصو شرایطو کې بدن خوله کیږي دمثال په توګه په میکروبي ناروغیو کې ، دسخت کار او سپورټ په وخت، په ګرمو سیمو کې ، دتايرویډ په نامه دیوې غدې له حده زیات فعالیت چې دغه ورور ېې معاینات کړي دي او وايي چې تایروید غده ېې سالمه وه ، داکرومیګالي په نامه ستونزه ، په شکره یا دیابیټ کې ، دوینې دخوږو په کمیدا کې چې هیپوګلیسیمیا بلل کیږي دغه راز په نورو ناروغیو کې لکه په لمفوما کې بدن له حده زیاته خوله کوي پر دې سربیره حامله میرمنې ، او هغه میرمنې چې میاشتنۍ مریضي یا پریود ېې له منځه ځي هم ممکنه ده له حده زیاته خوله پکې ولیدل شي نو دغو علتونو ته هم باید متوجه اوسو خو تاسو چې معاینات کړي نو ممکنه ده دغه ستونزې ونه لري او ستاسو ستونزه ښايي له علت پرته هایپر هیدروزس وي چې له بده مرغه تراوسه پورې په نړۍ کې ېې اصلي علت نه دی پيدا شوی او قطعي علاج ېې هم نه شته.
ترهرڅه وړاندې باید نورې ناروغۍ رد شي نو ددې لپاره چې دغه ناروغۍ رد شوي وي باید یوه ډاکټر ته ورشئ او له معیایناتو وروسته که خاص دلیل پيدا نه شو نو په هغه ډله کې راځئ چې له خاص علت پرته ېې بدن له حده زیاته خوله کوي دغه ډله کسان دوه ډوله وي یو هغه کسان دي چې د بدن یوه خاصه برخه په تیره بیا دلاسونو ورغوي او تخرګونه ېې له حده زیاته خوله کوي اوممکنه ده په ګرمي کې نوره هم زیاته شي دې ته موضعي هایپر هیدروزس وايي او دویمه ډله هغه کسان دي چې ټول بدن ېې له حده زیات خوله کیږي چې دې ته عمومي هایپر هیدروزس وايي .
البته په ډیرو دغو کسانو کې خوله کیدل ممکنه ده عصبي بڼه ولري او د ویرې اضطراب اوسټرس په وخت ورته پيدا شي او ممکنه ده ارثي بڼه هم ولري خو په ټول کې هغه کسان چې دسترس او ویرې یا خځلیتا له امله ډیره خوله کوي هغوي دلاسونو د ورغیو او تخرګونو له خولې شکایت لري چې دغه حالت ته موضعي هایپر هیډروزیس وایي که څه هم دغه ستونزه کوم خطر نه ر امنځته کوي خو پرې اخته کس ممکنه ده په ټولنه کې شرم او خځلتیا ولري او له ډریو کارونو او په ډیرو ځایونو کې له شتونه ډډه وکړي .
په دې برخه کې مهمه مسله ددې ستونزې معالجه ده له بده مرغه تراوسه پورې له حده د ډیرې خولې یا هایپر هیدروزس قطعي معالجه نه ده شوې او نورې ټولې معالجې ممکنه ده مقعطي او دڅه مودې لپاره وي خو دمعالجې په دې رودې سره کولاي شو تر ډیره حده ددې ستونزې دعوارضو مخه ونیسو .
ځینې ډاکټران وايي ښايي اړتیانه وي چې دغه کسان معالجې ته مخه کړي خو ځینې بیا وايي چې کله ناکله د خولو عوارض ښايي دځینې کسانو دپرمختګ مخه ونیسي او له ستونزوسره ېې مخامخ کړي نو غوره ده معالجه ېې وکړي که څه هم دایمي معالجه نه ده خو دمعالجې لپاره ېې بیلابیلې لارې وړاندې شوي دي:
۱. دخولو ضد سپرې ګانو کارول دغه ډول سپرې ګانې که څه هم ممکنه ده کمزورې وي خو په درملتونونو کې شته او ممکنه ده ځينې کسان ورسره بیخي ښه شي او یا تر ډیره حده د خولو له شره خلاص شي البته هغه ډولونه ېې چې لس یا پنځلس په سلو کې هګزا هایدرو المونیم کولورایډ ولري ښه نتیجه ورکوي په هرصورت په ډیرو سپرې ګانو کې المونیم کلورایډ وي چې تر یو حده ګټه رسوي.
۲. دخولو ضد درمل : دغه درمل باید حتماً د ډاکټر په مشوره استعمال شي او له سپرې ګانو ېې اغیز زیات دي کولنرژیک ضد درمل په دې برخه کې له تاسو سره مرسته کوي البته بیا هم یادونه کوم چې باید د ډاکټر په مشوره استعمال شي ، دغه راز دبیتا اخذو بلاک کوونکي درمل هم ګټه لري دمثال په توګه بنزو دیازپین ممکنه دسترس له امله د هایپر هیدروزس له ستونزې سره مرسته وکړي پر درملو سربیره په ځینې هیوادونو کې د (ionotophoresis) یوه عملیه هم ممکنه ده ګټوره وي په دې رودې کې دبریښنا دجریان په مټ دخولو دتولیدونکو غدو کار له خنډ سره مخامخیږي او په دې ډول تر یوې مودې پورې دبدن دغه برخې خوله نه کوي په دې روده کې درمل نه کارول کیږي بلکه یوه الکټریکي اله ده چې ممکنه ده ښه نتیجه ورکړي.
ځینې ډاکټران وايي تر ټولو ښه روده ېې د بوتاکس په نامه د ستنو یا پیچکاریو لګول دي چې په ډیرو هیوادونو کې پيدا کیږي خو دغه ستنې باید د یوه متخصص له لوري ولګول شي ځکه چې ممکنه ده دغړیو دفلج کیدا سبب شي په ټول کې غوره ده ټولې دغه درملیزې رودې د ډاکټر په مشوره ترسره شي.
۳. په جرمني او امریکا کې څو کاله مخکې دتخرګ دخولو دکمولو لپاره یوه بله روده هم ازمایل شوې او هغه د تخرګونو په برخه کې موجودې غدې دلیپو سکشن په مرسته ایستل کیږي او په دې ډول دتخرګ له خولو سړی ژغورل کیږي په دغې ازموینه کې په یوپنخوس ناروغانو کې پنځه اویا په سلو کې نتیجه ترلاسه کړې وه.
دغه خبره هم باید هیره نه کړو چې له حده زیاته خوله ممکنه ده دپوستکي ځینې ستونزې پيدا کړي نو غوره ده داسې لارې چارې غوره شي چې ددغو ستونزو مخه ونیول شي دمثال په توګه هغه کسان چې ډیره خوله کوي باید ژر ژر ځان ووینځي ،له صابون او نورو لوشنونو او خولو ضد سپرګانو باید کار واخیستل شي بیا هم یادونه کوم دبوټاکس په نوم درمل باید د ډاکټر له لوري درکړل شي ځکه چې که ېې غلظت کم یا زیات شي ممکنه ده دپښو او لاسونو دفلج کیدا سبب شي.
په پاي کې دغه خبره اړینه ده چې دبدن هره وړه ستونزه ممکنه ده دیوې لویې ناروغۍ پيل وي نو که تاسو هم له حده زیاته خوله کوئ ددې لپاره چې اندیښنه مو ختمه شوې وي لږ ترلږه یو ځل ډاکټر ته ورشي او دځینې معایناتو په ترسره کولو سره د دنورو ناروغیو له شکونو ځان خلاص کړئ.
سلامونه احترامات او نیکی هیلی می اومنی محترم ډاکټرصاحب زه یو ه ستونزه لرم هغه داده کله چی زه د شپی ویده کیږم نو دخپو تلونه می ډیر ګرمی تولیدوی او دواره یی په یخ اوبوسره چی اونه مینځ خوب نه راځی او خارشت هم کوی دا څه علت ده