فرعون خو اوس ټول پیژنی، زه ورته دلال فرعونان ځکه وایم چې دوی د خپل وطن دلالي انګریزانو ته کوي او هغوی یې دلته راوستل. هغه د چرچل که د هټلر خبره وه چې ویلي یې و د ما تر ټولو هغه کسان بد ایسي چې د خپل وطن په نیولو کې یې مرسته راسره کړې. یا د هغه امریکایي خبره چې دا قوماندانان په ۵۰ ډالر خپله انا هم که ترې وغواړي درباندې یې خرڅوي. دوی اوس ډیرې پیسې لري، لوړې بنګلې لري، ځانونه د قوم مشران بولي. خو د قوم د خلکو دومره بد ایسي چې ورته فرعون وایي.
دوی په اصل کې وایسرا ګان دي، ځیني یې لوی وایسرا او ځیني یې کوچنی وایسرا… خو کله چې خبره کوي ټول به د قران آیتونه او حدیثونه وایي. د جهاد خبرې به کوي او وايي طالبان مو وروڼه دي. هو فرعونان او طالبان په وحشت کې سره وروڼه دي. خو په خفا کې همدا فرعون دی چې امریکایان یې راوستل، جاسوسي یې ورته وکړه د خلکو په کورونو به یې چاپې اچولې په زرګونو خلک یې ووژل. اوس د سولې په شورا کې هم دوی دي، امنیت شورا کې هم دوی دي او په دفاعي او امنیتي سکتورونو کې هم ټول دوی دي. تر ننه خلک وژني، په یو نوم او بل نوم قتل او قتال کوي.
خلکو ته وایي زما خو امریکایان نه خوښیږي، زه د امریکایانو مخالف یم. ها مداري دا عسکر چې درپسي وي، دا لوړ ماډل موټر، لوړ پوړې ماڼۍ چې لري، دا د کومه کړل؟ دا اوس په لکونو میاشتنی معاش تا ته څوک درکوي؟ مونږ د وینو، ته د دې مهندسي شوې جګړې مهمه برخه یې، امریکایان ستا په خوله باندې خلک وژني او چاپې پرې اچوي. ستا چې څوک خوښ شي وژني یې، څوک د چې خوښ شي د امریکایانو د منګولو یې خلاصوي. د طالب صفونه د هم سوچه کړل، هو هغوی هم اوس ستا سکه وروڼه دي. تاسي او طالبان وروڼه یاست شک نشته، منشا مو یوه ده، سرچینه مو یوه ده او منافقت مو یو دی.
خو یو خبره شته! هغه تنکي ځوانان، چې کله یې په کونه پورې باروت ورتړئ کله په بل ځای او الوزوئ یې، هغوی ستاسي وروڼه نه دي. که نه! د خپل ورور سره څوک داسي چل نه کوي. هغه طالبان چې بمونه پرې اچوئ، امریکایانو ته به مو ور په نښه کول، هغوی چې وژنئ، هغه مو وروڼه نه دي. چل ورسره کوئ!
هغه ملکي وګړي په ښارونو او کلیوالو سیمو کې وژل کیږي د هغوی خو هسي پروا نشته، هسي هم دا دوزخي ولس دی.
طالبان او فرعونان سره وروڼه دي. دوی دواړه وینې څښونکي دي. په وطن دلالي کوي. کله د یو چاغیږې ته ځان اچوي، کله د بل چا. دوی د استخباراتي جال د دواړو خواوو محکمې ستنې دي. د ډیرو خلکو مرګ او ژوند د همدغه جال نه تیریږي.
heart of honest afghans is full of pain like you,
now in this time is more millionaire are in Afghanistan/ more dollars in country/
more dollars with all warlords and parliaments members/
but a majority of public are poor/hunger/big difference between two categories of peoples.
another problem is this/this millionaire cannot put money in business,
to find jobs for unemployed only can buy some land or building.
because of been uneducated.thank you