دلته به لمر نوره رڼا ونه کړي

لمر به له ټولو څخه مخ واړوي

باران به هیڅکله را ونه وري

چې بزغلي دمیني وټوکوي

دلته به څوک مینه ونه کړي نوره

دلته به څوک په چا مین نه شي بیا

دلته به هر یو،بل نه مخ اړوي

دلته به ښکلي وي

خو ښکلو ته به نه ګوري څوک

دلته به سترګې وي

خو سترګې به دښمن لټوي

دلته به دوه لاسونه هر یو لري

خو دیتیم په سر به نه تېرېږي

بس له کوترو به وزرونه باسي

زړونه به وي

بې زړه به هیڅوک نه وي

زړونه به ټول داستا دزړه غوندې وي

بس له کینې به ډک وي

مینه به نه پېژني

چا ته زموږ دمینی ونه وایې

تا خو نېکي او مینه دواړه یو وړل

۱ /۱۰ /۱۳۸۳

کابل ـ وزیراکبر خان مینه

3 thoughts on “دلته به لمر نوره رڼا ونه کړي/ علم ګل سحر”
    1. شاغلی سحر ڈیر په زڑه پوری نظم دی او ٹول له دردونو او له تور ناورینه ڈک انزور دی قلم مو همداسی تاند اوسه ستاسی دلانورو نظمونو په هیله

  1. ښـــکلی او ښــایسته نـــظم د لا زیاتو لیکنو په هیله تاند او روان اوسٸ

ځواب ورکول سورغر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *