زمونږپه ټوټی ،ټوټی او ویجاړ هیواد افغانستان کی له مشرانو څخه نیولی تر ځوانانو،ښځینه وو ،عام وګړو او ماشومانو پوری ټول ریایی چلند لری.دا تش په نوم سره مشرانو موپه مجلسونوکی ځوانان،ښځینه وی،ماشومان او عام وګړی ټول تر خپل تاثیر لاندی راوستلی او همدا تش په نوم سره د مشری د دعواګرو یی په ژوندانه لوبی کوی په ښکاره ډیرخواږه غږیږی اوداسی ځانونه ښکاروی ته به وایی چی همدا دوی دی ریښتینی اوپه هیوادمین مشران خو ریښتیابه ووایم چی په اصل کی داسی نه ده دوی یواځی داچی تش په نوم سره مشری یی له لاسه ولاړه نشی د ټول هیوادپه سر لوبی کوی قسم ده چی د دوی په قاموس کی نه مینه،سوله،وطنپالی،ملی وحدت،ملی یووالی،استقلالیت،له هیوادڅخه ساتنه،دخلکو غم خوړل او داسی نوری غوړی خبری او ژمنی د ځان ،بچو او د خپلو کسانو د ساتنی لپاره کوی.زمونږ په هیواد کی مونږ په هرنوم سره وژل کیږو،ټپی کیږو، تحقیریږو،ورکیږو،مهاجرکیږو،لوټیږو خوسره له دی هم نه پوهیږو اوپه دوی پسی دریږو الله اکبر ،زنده باد او مرده باد د دوی په خوښه وایو.همدا مونږ ولس یو چی د دوی په خوښه خپل هیواد ورانوو ،خپل هیوادوال له منځه وړو خو دوی چی وغواړی بیرته سره یو شی په ګډه سره په ولس حکومت کوی خو چی بیا وغواړی بیا له همدی ولس څخه د خپلی خوښی لپاره له خلکوڅخه ګټه پورته کړی او بیا یی الله اکبر ،زنده باد او مرده باد ته تیارکړی.دا تش په نوم دیموکراسی کی له نړی څخه پریمانه مرستی زمونږ هیواد ته را والوتی او د نیولو لپاره یی له تش په نوم مشرانو څخه نیولی تر ښځینه وو،ځوانانو،عام وګړو ټولو په ګډه ګامونه پورته کړل.هری ډلی کوښښ وکړ چی په یوه نوم سره پیسو راویستلو ته لاره جوړه او ځان پری موړ کړی.داسی کسان پکی ماړه شول چی په خوب کی لس زره افغانی نه وی لیدلی خو د دیموکراسی داسی موړ کړ چ�� اوس ترینه سم ځناور جوړ شوی .اوس دی هغه پرونی کس نه دی اوس شتمن دی ،اوس موټری لری ،اوس بنګلی لری ،اوس دی د دری میرمنو خاوند دی ،اوس د سپینو جامو خاوند دی ،اوس ساتونکی لری ،اوس یواځی نه ګرځی ،اوس زمری دی .هغه ښځی چی تل به یی ناری سوری وهلی چی زمونږ حقوق تر پښو لاندی دی ،دلته نارینه زمونږ په ژوندانه لوبی کوی،مونږ له خپلو حقونو څخه ساتنه کوو ،مونږ ته ولی تورسری،کډه ویل کیږی ،مونږ مساوی حقوق غواړو.خو همداسی وشول ښځو ته هم حقوق ورکړل شول ،غږ یی اوچت شو او داوریدو کسان یی ډیر شول ،اوس ورته څوک تورسری او کډه نه وایی ،حقوق یی مساوی شول خو د ډیرو لږو هغو تش په نوم ښځو چی پوهیدلی څنګه د نورو ښځو په نوم سره ځانونه ماړه کړی او حال داچی د غوښتنی په وخت به سره یو لاس ول خو اوس داسی نه ده.

ځوانانو د هیواد خپل غږ اوچت کړ چی افغانستان ځوان هیواد دی هغه ځکه چی دلته ۷۰سلنه یی ځوانان جوړوی مونږ هم د حق غوښتونکی یو په نوم یی وزارت جوړ شو په هره برخه د حکومت او موسساتوکی برخه ورکړل شوه خو دا هم هغو ته چی مربی لری او مربا خوړلی شی.(دمرباخوړل هم چل غواړی).عام وګړی خو ټول ښه پیژنو چی هسی د چک چکو خلک دی هر چا او هری ډلی چی ښه وغولول ،شین او سور بڼ یی ور وښود هم هغه ته الله اکبر،زنده باد او مرده باد وایی.((ای درنه لوستونکیه اوس ته فکر وکړه چی دا تش په نوم هیوادریښتینی لری.))
(تابع)

0 thoughts on “دلته هرشی ریایی دی! تابع”
  1. تابع صاحب ستاسو دلوړی او دحقيقت نه پيدا ليکنی څخه ډيره مننه ،زما په اند ددی نه واضح ،چی ټول بايد پوه شی بل څه نشته اما اوس ددی وخت رارسيدلی چي په وطن مين سياسيون وطنداران سره يو لاس شی زه چي ګورم په وطن کی ډير سياسی احزاب جوړ شوی چي هدف يي (دريښتينی وطن جوړول)دی سره يو شی ،يو قوت شی نو بيايي څوک مخته نشی دريدلی اوبيانو کولای شی چه يو قوی او پاک حکمت جوړ کړی ،زما نظر داده چی ددغو ګوندونو مشران بايد سره يوشی تر څو وطن او خلکوته نجات ورکړی بايد ګډی مشورتی غونډی جوړی، ديوی ګډی ستراتيژی پر شاوخوا راټول او وطن دغلو،رشوتخورو، زراورو اونړيوالی مافيا څخه وژغوری دايوځينی لارده بله نشته نور نو دوی او وجدان يي

  2. او حتى په ځينو رسنيو کې هم دغه تش په نوم ګيلې او ګذارې رواني دى څوک په دموکراسي دومره مين دى چې په هره خبره کې تکيه کلام ګر ځيدلئ ځينو ته بيا ډيره غوړه کاسه ښکاري خو بيا ګورى چې همدې يوويشتمې پېړي او ددموکرسي په چيغو کې په فلسطين کې څه حالت روان دي. تابع موږ ته دريا ناروغي په هر قوم او قبيله کې له ډيره پخوا پاتې ده او په ډيرو سختو ستونزو کې بيا د همدې تر شا مو د ولس نفس وويست خو لا نه ستړي کيږو.سره ددې چې د مطبوعاتو او د بيان ازادي ناري وهو خو تر ډيره حده پورې ګورو چې څوک چا پورې تړلې دچا مقاله او مضمون بايد خپور شي او د چا نه دلته هم قوم پرستي او خويش خورى ريا او کرکې روانې دي.پوهه، علم او عرفان ارزش نه لري املا او انشا اهميت نه لري، ژبه ، کلتور او فرهنګ له داډول چلن سره حيران پاتې دى چې د کيڼ لاس صفت وکړى او که د ښي خو وطن ددواړو له خو په سرو اورونو لولپه شو، ورک شو، بې حيثيته او بې هيبته شو ټول فرهنګ د پيسو په ټوليدو پسې د بدلون په حال کې دى.اوس نو ستا خوښه چې ته څه ورته واېې زه خو ريا نه بلکه په رڼا ورځ غلا وايم ځکه څوک چې د غلو مل وى زه ېې عل بولم.حاکم او قا ضي ته څه ويلئ نشې، د پارلمان وکيل بدل او هل البدل غړو هېڅ پته نه لګيږي ځکه د سياست څخه ډنډه توپ جوړ شوى او کفه کاني د همدې کاسې او کپړيو تر منځ په ډير سترو سياسي لوبو کې چې نه د ملي فرهنګ روحيه لري او نه ديوه اوچت حکومت چې پوزه ولري او هم چڼه داد بن د معاهدي پرکټيان به زموږ خلکو ته په کومه پوهه مناسب حکومت راولي.د پښتنو خو په هر نوم بيخ کې وخوت تر څو پورېبه ددې غوړو نومونو او اصطلاحاتو تر سيورو لاندې په ريا توګه تيريږو او خپل ځان به تير باسو؟
    اوس موږ د عالم اسباب خبرې کوو مسجدونه به جوړوو، سرکونه به جوړوو، مځکه د بيت المال خاوره به لکه د ځينو تنظيمونو په شان په خپل سر به ويشو …. ناپوهي هم کچه لري او د عالم اسباب د کلمې استعمال هم خپل ځاى . د اورګون غښتلي قوم دغه له ويره ډک ماتم چې امنيت ېې د همدې حکومت په لاس کې دى
    دتشويش وړ خبره نه ده دريغا د لاپو او شاپو په ريا
    مننه

  3. تا سره غير له خپلو ګټو دوطن خلکو دعزت بقا نشته
    تا سره د جوهرو الماسو دلته دومره کلکه وفا نشته
    تا خپل ايمان، رسالت او مسوليت په ټينګه کله ساتلئ؟
    تا سره د خلکو، مملکت، استقلال،عدالت ،لار نه شته
    ما تصور کاوه چې ستا هلې ځلي سياست کلک بنياد لري
    خو اوس پوهېږم چې ستا هره خبره کې هېڅ رښتيا نشته
    تابع رښتيا واېې چې په ريا کار به مو هدف تر سره نشي
    دلته په پښتنو کې د اخلاص، ورورۍ غږ ديک نوا نشته
    مننه

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *