Wag_Biragh

مسلمانواومتدینو هېوادوالو !

کوشنی اختر مو بختور، روژې او عبادتونه مو دلوی الله ج په دربار کې قبولې شه . لوی څښتن تعالی دې ستاسو دمخلصانه عبادتونو په برکت سوله او پرمختګ ستاسو په برخه کړي .

ځورېدلیو افغانانو !

سږ کال کوشنی اختر یوځل بیا په داسې ورځو شپو کې  راورسېده ،چې له بده مرغه زموږ ګڼ هېوادوال دخپلو عزیزانو په غم اخته دي . دننګرهار چاودنو ، سیلاوونو او په ټول هېوادکې دبېلابېلو پېښو له امله ګڼې افغان کورنۍ په ماتم کې دي .

په داسې ورځو شپو کې دودان افغانستان ګوند ټول غړي ، دخپلو هېوادوالو په غم کې ځان شریک ګڼي او ژمنه کوي ، چې دراتلونکیو اخترونو دخوشاله  او هوسالمانځنې لپاره به شپه وورځ هلېځلې کوي .

دګوند مبارزاتي هدف دادی چې زموږهر اختر په خپله ډوډۍ موړ او په خپلو خوږو خوږ اوسي .

دهمداسې یوې ورځې په هیله !

ودان افغانستان ګوند

فرهنګي کومیټه

2 thoughts on “دنېکمرغه کوشني اختر په مناسبت د ودان افغانستان ګوند مبارکي”
  1. سلام هيله ده چي ښه صحت به ولري
    زه د ودان افغانستان ګوند په باره کوم معلومات نلرم هيله ده چي ماته معلومات راکړي
    په درنښت

  2. سلامونه
    محمداشرف صاحب تاسو کولای سی، په دا شمیر اړیکي ونسی
    د ودان افغانستان ګوندپه اړه معلومات ترلاسه کړي
    ۰۷۷۱۰۰۲۵۶۶

ځواب ورکول محمد اشرف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *