ډاکترسباوون –

نوې څیړنې د دې ښودنه کوي چې د شیدو په څښلو سره په هوږه کې موجود سلفر چې د بوی اصلي عامل دی کمیدای شي.

د دغو څیړنو نتیجې د امریکا په فوډ ساینس مجله کې خپرې شوي دي او پکې راغلي دي په شیدو کې موجود غوړ او اوبه د هوږې د بوي له کمیدا سره مرسته کوي دغه څیړاند وايي ترټولو غوره نتیجه هغه وخت ترلاسه کیداي شي چې د هوږې له یوې ټوټې سره یوځای یو غوړپ شیدې هم وڅښئ کله چې د هوږې او شیدو ترکیب جوړ شي په دې وخت کې د هوږې بوی بیخي ورکیدای شي.  هغه کسان چې له غوړو شیدو اندیښنه نه لري که غوړې شیدې وڅښي ښايي په دې برخه کې ډیره ښه نتیجه ترلاسه کړي .

له ډیرو کلونو راهیسي د هوږې دګټوپه هکله خبرې شوي دي خو ډیرکسان د خولې د بوي له کبله هوږه نه خوري .

د اوهایو پوهنتون دوه تنه ډاکټران شریل لارینګر او ارارات هانسنوګرام باوري دي چې پرشیدو سربیره د ډیرو اوبو، سبزیانو اوغوړو خوړل هم د هوږې له بد بویه ځان ژغورلی شئ خو شیدې په دې برخه کې ډیره ګټه لري.

د هوږې پر نورو ګټوسربیره ډاکټران وايي په هغوسسیمو کې چې لندبل یا رطوبت ډیر وي او هغه کسان چې د سمندر په څنډو کې ژوند کوي که هوږه وخوري د مفصل یا بندونو په درودونو نه اخته کیږي.

3 thoughts on “دهوږي بوي په شیدو له منځه یوسئ”
  1. محترم داکتر صاحب تاسو ته او د تاند ویب پانی ټولو کارکوونکو ته دزړه له کومی نیکی هیلی او احترامات وړاندی کوم هیله ده چی ټول به شه یاست او دصحت جامی مو پر تن وی د تاند ویب پانی څخه مننه کوم چی ماته یی وخت راکړ او د محترم داکتر صاحب نه هم مننه کوم چی د وطنوالوصحی مسایل حلوی
    محترم داکتر صاحب زما هم یو صحی مشکل دی هیله ده ځواب راکړی مشکل داسی دی چی زما دیر ویښتان توییژی څو ځله می دوا واخیستله خو هیڅ فایده یی ونه کړه کله می دی سر ویښتان توییژی او کله می ژیره توییژی چی دوا خورم شه وی چی دوا خلاصه شی بیرته هماغه قسم شی نه پوهیژم څه وکړم داکتر صاحب دیر تشویش کی یم هیله ده مشوره راته راکړی که امکان لری زر راته ځواب راکړی دیر تشویش کی یم داکتر صاحب دیره مننه ستاسو دشه صحت په هیله
    په درناوی

  2. د ډاکټر سباوون په اړه معلومات راکړی چی دی چیری اوسیږی چی ددرملونو لپاره اوسیږی

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *