نصیر احمد څپاند

گرانو هیوادوالو دهرڅه نه مخکی دهیواد دسیاسی خپلواکی دبیرته اخیستنی 94 کلیزه مو مبارک شه
قدرمنو هیوادوالو تاسی ته بهتر ه معلومه ده چی دهیوادخپلواکی مونږ ته چا په خیرات او یا سوغات کی نده راکړی دا دهغو باهمت او با شهامت افغانانو دوینو اوککریو په قربانیو اخیستل شوی او تر لاسه شوی ده چی په کال1919 کی د ستر رهبر او دازادی سپه سالار غازی امیر امان الله لخوا داسد په 28 نیټه رسمآ اعلان شوه او دافغانستان دحکومت لخوا دغه نیکمرغه او پرتمینه ورځ په دیرو شاندارو او پرجوشه مراسمو سره دیو ملی جشن په توگه لمانځل کیده او دغه ورځ کی به دهیواد په گوډ گوډ جشنونه او میلی به وی . مگر په ډیر تاسف او خواشینی سره دا څوکاله د حکومت او هم د تش په نوم سیاسی اپوزیسیون لخوا ډیره پیکه لمانځل کیږی . دهیواد 94 کلیزه هم دحکومت او په راس کی دمصلحتی پالیسی پالونکی ریس جمهور او تیم لخوایی صرف د ازادی دمنارباندی دگلونو دگیډی په کیښودلو سره اکتیفا وکړه او ولمانځله شوه.

تش په نوم سیاسی اپوزیسیون او سیاسی احزابو هغه که ملی جبهه‘ ملی ائتلاف‘دبحران نه دنجات جبهه ‘ او که مطرح گوندونه حق او عدالت‘ دوطن دترقی ملی گوند‘جعمیت اسلامی‘حزب اسلامی او افغان ملت گوندونو دخاموشی ‘بی تفاوتی روژه نیولی وه او صرف په کوچنیو د مبارکیو په پیغامونو یی اکتفاوکړه صرف نوی رامینځ ته شوی دافغانستان ملی تحریک – ملی غورځنگ او افغان یون گوندونو ډیر فغال او متحرک و او عزتمندو هیوادوالو سره یی یوځای خوارپه جوش افغانی او وطن پالنی په احساساتو سره دغه شاندار ورځ په ډیرو ناچیزه امکاناتو سره ولمانځله حکوت دنیاوالو او دوطن دښمنانو او خارجی گوډاگیانوته دملی یوالی – دازادی اوخپلواکی دساتنی د خلکو – هیواد او ملی گټو ته دوفاداری ثبوت ورکړو او دایی ثابته کړه چی افغان ملت لا ژوندی دی او خپلی تاریخ رسالت یی ښکار کړو. همدارنگه د دولایتو والیانو هم دجمهور ریس دپالیس نه په نقل سره په ولایتو کی هورته کوچنیو مراسمو سره ولمانځله قوماندان عطا محمد نور او د شمالی ولایتونو نور ولیانو هم سیاسی روژه نیولی وه مگر دشمال با عزت ورونو ملیتونو او ولایتو شوراگانو لخوا دیر په جوش او جذبه سره دغه مراسم ولمانځل په حکومت ئی غږ وکړ چی په اینده کی دغه ملی ورځ بیا په بی تفاوتی سره تیره نکړی او په شاندارو مراسمو یی ولمانځی . په دی پرتمینه ورځ کی زمونږ داطلاعاتو او کلتور وزیر بلکل څرک نه وو همدارنگه طلوع تلویزیون- یک تلویزیون-تمدن- خورشید چی د گاونډیو هیوادونو لخوا تغذیه کیږی بالکل ناخبر او یا هم په شعوری توگه د بی تفاوتی مظاهره وکړه . حال داچی په نورو هیوادونو کی میاشت مخکی دغه پرتمنیه ورځی د لما نځلو لپاره دحکومت او خصوصآ داطلاعاتو او کلتور وزارتونه جامع او خصوصی پر.گرامونه علمی سمینارون-کنفرانسونه عامه پوهاوی پروگرامونه تاریخی او دازادی او ملی اتلانو مزارونو بیا رغوی او د ښارونو واټونه سمسوراوښکلی کولو لپار کار کوی حتی کلنی بودیجی کی مشخص رقم احتصاص وی په هر صورت یواځی دو ملی تلویزیونونو ژوندون – اوشمشاد تلویزیون او رادیو په خورا جوش او جذبه او میړانی سره دلویو غونډو او تفریحی پرتمینو خپرونو او پروگرامونو سره ولمانځله او دهیوادو الو تنده ئی ماته کړه او ملت ته یی تسلی ورکر او خپل دملی رسالت یی پرځای کړو او دایی ثابته کړه ترڅو چی یو افغان وی تل به افغانستان وی . مونږهم شمشاد تلویزیون اورادیو اوهمدارنگه دژوندون تلویزیون ته لا هم بریاوی غواړو او خپلو ملی سوداگرو ته خواست کوو چی دخپلو ملی تلویزیونونو ملاتړوکړی ترڅو لا پیاوړی شی . دحکومت همدارنگه داطلاعاتو او کلتور وزارت دغه بی تفاوتی دخلکو او ولس د احساساتو سبب گرځیدلی ده په گران هیواد کی میشت قومونه او ورونه میلتونه او ټول اولسونه دحکومت څخه غوښتنه کوی چی دغه ملی ورځ په خورا درنو او شاندارو مراسمو سره باید ولمنځله شی . دافغانستان ملی تحریک – دافغانستان ملی غورځنگ او افغان یون گوندونو درهبری څخه هیله کوو چی په یو سیاسی محور او سیاسی تغر سره یوزای او یوالی وکړی تر څو لاغنی – قوی مستحکم او واقعآ یو ملی سراسری حرکت باندی بدل شی او دغه غمیزی ته دپای ټکی کیږدی همدارنگه په اخیرکی په هیواد کی میشتو ټولو ورونو ملیتو – مدنی ټولنو – ملی شخصیتونوڅخه غوښتنه او خواست کو چی دافغانستان دملی تحریک – ملی غورځنگ – او افغان یون دگوندونو لیکی پیاوړی او ملا تړوکړی اولاس په دوعاشی ورته او په گډه سره دخپل هیواد-خلکو او موجود ستونزو ته دحل لاره پیداکړی او دغه غمیزهته دپای ټکی کیښودلی شی.

One thought on “دهیواد دخپلواکی 94 کلیزه دحکومت خاموشی او پیکه لمانځنه/څپاند”
  1. زه فکر نه کوم چې د زړه له تله دې د هیواد خپلواکی لمانځلی وي او ملي تحریک چې ملي هم ورته نشو ویلای یواځې په خبرو او اټنونو یې د هیواد خپلواکی ولمانځله پداسې حال کې خپلواکی داسې نه لمانځل کیږي. که رښتیا ووایو نو ویلی شو چې افغانان هیڅکله هم غلام نه وو او نه غلام پاتي شوي خو برعکس زمونږ ډیری مشران پخوا هم غلامان وو او اوس هم غلامان دي نو په سرکې افغاني مشران باید له غلامی ځان خلاص کړي او بیا دې د خپلواکی د لمانځلو تکل وکړي. هیڅوک فکر نه کوي چې خپلواکی څنګه وساتو، خپلواکی په اټنونو او خبرو نه ساتل کیږي بلکه خپلواکی په ښه تعلیم، ښه اقتصاد، ښه اردو، ښه او منظم پولیس،ښه حکومتداری، ملي فکر، اتحاد، د پرمختللو تکنالوجیو په ودې او جوړولو، او خلکو ته په صادقانه توګه د خدمت کولو او نورو ښه کارونو ساتل کیږي. مونږ خپلواک خلک یو باید ملي کارونو ته لاره هواره کړو او خلک له اوسنی ناورین څخه وساتو نه داچې خلکو ته او خپل هیواد ته نورې ستونځې پیدا کړو. .

ځواب ورکول مراد نیازي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *