تاند- په دوبۍ کې د یوه داسي ستر او ښکلي پارک د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي چې نښې یې په قرآنکریم کې ذکر شوي دي.

د متحده عربي اماراتو رسنیو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې پارک کې به په قرآنکریم کې له ۵۴ یادو شویو ونو او بوټو څخه ۵۱ موجودې وي.

د دې پروژې عمومي رييس محمد نور مشروم وویل، په قرآن شریف کې د ۵۴ ونو او بوټو ذکر شوی دی چې په هغو کې زیتون، انار، کېله، هندواڼه، غنم، پیاز، انګور، ریحان، کدو او نور شامل دي.

د ده په وینا په دې پارک کې، چې په ۱۵۸ هکتاره مځکه کې جوړ شوی، تراوسه ۳۱ ډوله ونې او بوټې کرل شوي یا اېښ،دل شوي او پاتې ۲۰ ډوله نور بوټي او ونې به په درېم پړاو کې وکرل شي..

ښاغلي مشروم وویل چې په قرآنکریم کې د یادو شویو بوټو په منځ کې درې ډوله یې نور په نړۍ کې نشته ځکه د دوی په پارک کې هم دا درې بوټي نشته.

د پروژې عمومي رييس همداراز وویل، په پارک کې د ایرکنډېشن یو تونل هم جوړېږي چې په هغه کې به د هغو نښانو او پېښو په اړه معلومات وړاندې کېږي چې په قرآنکریم کې یې یادونه شوې ده.

د پارک په منځ کې یو جهیل یا ډند هم جوړ شوی دی.

د نړۍ د سکي لومړنی سرپټی مصنوعي پېسټ یا میدان هم په دوبۍ جوړ شوی دی.

2 thoughts on “دوبۍ: په قرآنکریم کې د ذکر شویو ونو او بوټو پارک جوړېږي”
  1. کومه طبیعی ښکلا چې په پورتنۍ منظره کې تر سترګو کیږي په ټولواماراتو کې نشته ، دوبی خوایسته پریږده!!!
    دخدای عدل هر څه هر چا ته نه ورپه برخه کويږ.

  2. دادرى پأته ونو نوم څه ده؟آيا دا54 ډوله ونى،بوټي،ميوى قرآنکريم کىدجنت ددا په نامه ياد شوى که څنګه؟ کهداسىوىنودې ځاى ته به څوک ځى،عرب شېخان کفرى طاقتونه،سرمايه داران،چهځومره داسلام لپاره کارکوى!!!اوکه هغه مسلمانان چه داسلام لپاره ددوى په لارښوونه ځانونه وژنى؟

ځواب ورکول Abdul Salam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *