تاند، شنبه، د عقرب ۵مه: د حکومت یو شمېر سرچینې وايي، جنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشر غني د بیا بریالي کېدو او د احمد ایشچي د دوسیې د بیا رابرسېره کېدو د احتمال له کبله بېرته ترکیې ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر څخه یې د ارګ په مقابل کې د ده د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د حکومت مؤثقه سرچینه تاند ته وايي، په بایومتریک شویو رایو کې د ډاکتر غني رایې ۱۱ سوه زره کېږي او د ډاکتر عبدالله رایې له ۷ سوه زره څخه کمې دي چې له همدې کبله جنرال عبدالرشید دوستم ډارېدلی او مشاورینو یې ورته ویلي چې د ډاکټر غني لخوا ده ته د کومې بلې نوې دوسیې له جوړولو وړاندې دې، هېواد پرېږدي.

دغه سرچینه زیاتوي، دوی ته احوال وررسېدلی چې جنرال دوستم ترکیې ته له ټاکنو سمدستي وروسته تللی او تېره ورځ یې رجب طیب ایردوګان ته وړاندیز کړی دی چې یا دې یې له ارګ سره د جوړجاړي هڅه وکړي یا دې د ارګ په مقابل کې د ده ملاتړ وکړي.

خو د ملي جنبش ګوند بیا که څه هم وايي چې د ولسمشر غني مرور شوی لومړی مرستیال جنرال دوستم ترکیې ته د یو سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب ایردوګان سره د افغانستان پر سوله او ټاکنو غږېدلی دی، خو دا هم نه ردوي چې ښاغلي دوستم له افغان ولسمشر څخه ښاغلي ایردوګان ته ګیلې کړې دي.

 د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند سرچینې تاند ته وايي، ښاغلي دوستم له ترکیې څخه ترک ټبارو افغانانو ته د بورسیو د زیاتولو غوښتنه هم کړې ده.

دوستم چې تېره جولای میاشت کې افغانستان د ترکیې له یو نیم کلن تبعید وروسته بېرته راګرځېدلی و، په ولسمشریزو ټاکنو کې له عبدالله  څخه ملاتړ کړی دی.

پر هغه تور دی چې پر خپل ګوندي ملګري او پخواني هکار احمد ایشچي یې جنسي تېری کړی دی، چې په اړه یې ولسمشر غني څه موده وړاندې په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي وو، که محکمه پر جنرال دوستم هر حکم وکړي دی به یې مخه ونه نیسي.

بلخوا جنرال دوستم د احمد ایشچي دوسیه د ځان په اړه یوه سیاسي دسیسه بولي.

One thought on “دوستم بیا ترکیې ته تښتېدلی او اردوغان ته یې له غني ګیلې ور وړې دي”
  1. دولت باید د دوستم په وړاندی ایشچی قضیه را ژوندی کړی او همدارنګه د هغه ترک تبارو مشر قضیه هم را ژوندی کړی چی دوستم یی په کور باندی تجاوز کړی او هغوی په وړاندی سپک ګام پورته کړی وو

    همدارنګه د علی پور او قیصاری په وړاندی هم کوټلی ګامونه واخلی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *