تاند- د ملي غورځنګ مشر او د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه چا ملاتړ کوي چې لومړی مرستیال د ده په خوښه یو ترکمن غوره کوي.
جنرال دوستم دا خبره د جمعې په ورځ د خپل ملېشه قوماندان نظام الدین قیصاري له خوشي کېدو وروسته په یوه غونډه کې وکړه.
قیصاري د سږ کال په دوبي (حولای میاشت) کې ونیول شو او له څو میاشتو بند وروسته د جنرال عبدالرشید دوستم په زیاتو هڅو خوشي شو.
دوستم تایید کړه چې د ولسمشرۍ انتخابات ځنډېږي خو ویې ویل چې له بېلابېلو شخصیتونو سره، چې غواړي ځان کاندید کړي، په خبرو بوخت دی.
پخوا ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي لمریز کال د حمل په پای کې ترسره شي خو اوس د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې ممکن ټاکنې درې میاشتې وځنډېږي.
HONOR ASHRAF GHANI WILL BE NEXT PRESIDENT 1000%
I BELIVE AFGHANS WANT HIM,BECAUSE OF HONESTY,
THANK YOU