دوکتور داود شاه صبا د مرحوم عبدالصمد زوی د 1343 لمریز کال د غوايي د میاشتې پر 21 نېټه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یوه روشنفکره کورنۍ کې زېږیدلی. لومړنۍ زده کړي یې په هرات کې، منځنۍ او د لیسې زده کړې د کابل په غازي او نادریه لېسه کې پای ته رسولي دي. وروسته یې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ، په 1365 لمریز کال کې یې د کابل د پولي تخنیک پوهنتون څخه د اقتصادي ځمکې پېژندنې په څانګه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ، په 1374 لمریز کال کې یې د هندوستان د ممبی پوهنتون څخه د قېمتي ډبرو د پېژندنې په څانګه کې ډېپلوم تر لاسه کړ، وروسته ښاغلي صبا ؛ خپلو لوړو زده کړو ته د دوکتورا تر کچې د ځمکې پېژندنې او د کانونو د جیولوجي په څانګه کې دوام ورکړ ، په 1381 لمریز کال کې د هندوستان د ممبی پوهنتون څخه د ځمکې پېژندنې په څانګه کې دوکتور واخېستله .
دوکتور صبا په تېرو 24 کالونو کې په مختلفو برخو کې لکه دولتي ، خصوصي سکتور او خصوصي غیر انتفاعي موسسو کې دنده تر سره کړې ده.
ښاغلي صبا د 1365 او 1372 کالونو تر منځ د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او ځمکې پېژندې په څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کړه ، وروسته یې بیا د هندوستان د ممبی پوهنتون د سینت زیویرز کالج د څېړونکي او استاد په توګه دنده ترسره کړې ده .
همدارنګه ښاغلي صبا د برګ سبز انتشاراتو د رئیس ، د نیویارک پوهنتون د نړیوال مرکز د مشاور څېړونکي په توګه هم دنده تر سره کړې .
دوکتور صبا په 1383 لمریز کال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام سره د څېړونکي او لېکوال په توګه دنده تر سره کړي او د افغانستان د بشري انکشاف په اړه دوه څېړنیز راپورونه لېکلي ؛ چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې په دریو ژبو خپور شو .
په 1384 لمریز کال کې د ناروې هېواد د کریس مایکل د انستیتوت د څېړنیز ګروپ د غړي او مشاور په توګه وټاکل شو.
دوکتور صبا د تر 1385 لمریز کال پورې په کابل کې د امریکا د ( ای ار ډي ) موسسې د خپرونو مشاور او د همدې موسسې د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې .
وروسته یې د لېکوال ، څېړونکي ، د ولسمشر کرزي د مشاور او د ( ای جې سي ) خصوصي مشورتي شرکت د رئیس په توګه هم دنده تر سره کړه.
دوکتور صبا په کال 1389 لمریز کې د هرات د والي په توګه وټاکل سوو . ښاغلی صبا د ولایت په دې درې کلنه دوره کې وتوانېد چې د ښې حکومتوالۍپه برخه کې موثره ګامونه اوچت کړي ، د هرات د انکشاف او دوې لپاره یې اوږدمهال ، لنډ مهاله او منځمهال پلانونه په لار واچول . 400 عام المنفعه او حیاتي پروژې دده د ولایت په دوران کې په بریا سره اکمال ته ورسېدلې . د مرکزي حکومت لخوا څخه هرات ولایت د ښې حکومتوالۍ د یوې غوره نمونې په توګه یادېده او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې یې لومړی مقام واخیست .
ښاغلی صبا په پښتو ، دري ، انګلېسي او روسي ژبو پوره تسلط لري.
——————————–
ديته واءي ممتاز اوبه خاي كانديد هم ه لياقت اوهم دكاري دوري، اوهم دمسلكي لحاظه مسلكي اوركان ته دتخصص به لرلو سره تخصصي اداري ته ور او مناسب كانديد.
داجه زه تر اوسه بوري دكابيني دتولو غرو دبيوكرافي سره اشنا نه يم دملي شورا خخه هيله مند يم جه دا لاندي وزيران أهل او داهل كار خلك دي.
١/ وزير دفاع
٢/وزير داخله.
٣/وزير معدن او صنائع دباره داكتر صبا.
٤/دتر السبورات او هوا نوردي وزير ذكي.مكر دمسلك او تخصص دنظر نيولو سره.
شايد نوري خيري هم أهليت ولري مكر زه دهغو به باره كي معلومات نه لرم او نظر هم نه شم وركولي .