هره ښه رسنۍ هڅه کوي تر بلې هغې وړاندې او ژر خپل لېدونکي او اورېدونکي له پېښو خبر کړي. د وخت په تېرېدو سره چې مالوماتو ته له لاسرسي سره د خلکو څومره علاقه ډېره شوې، هماغه اندازه دغه رقابت تر پخوا سخت شوی هم دی. د انټرنټ او د ټولنيزو شبکو نسبتاً د رسنیو کارونه اغېزمن کړي دي. نن سبا تر یوې راډيو او تلويزیون وړاندې یو عادي سړی یو خبر پر خپله فیسبوک پاڼه خپروي او په څو دقيقو کې هغه خبر تر ګڼو خلکو رسوي. یوه ورځ یوه تلويزيون هغه ويډيو چې ما دوه ورځې مخکې په فیسبوک کتلې وه، خپره کړه او هغه يې د اړوندې پېښې په اړه یو تازه لاس ته راوړی سند وباله.

دا سیالي اوس دومره ګړندۍ شوې چې که لږ هم نوک نېولی شې بل څوک به دې شغ تر څنګ په منډه تېر شوی وي او بری به يې وړی وي. د وخت دغو تقاضاو ته په کتو سره د رسنيو مشران او کارکوونکي هڅه کوي چې له دولتي لوړ پوړه چارواکو، وزيرانو، وکیلانو، ريئسانو او په تېره بیا د وزارتونو او دولتي ادارو ویاندانو سره خپلې اړيکې قوي وساتي. ځکه چې سبا يې له یوه زنګ سره موبایل اوکې کړي، د مرکې وخت ورکړي، ګردي مېز ته يې حاضر شي او په یوه تاوده بحث کې په سړه سينه ورسره برخه واخلي. خپلې دندې ته د یوه ژمن ژورنالېست له دغو کسانو تر دې لوړه توقع بله نه وي.

که څه هم نن سبا ځينې چارواکي نسبت چاپي او غږيزو رسنيو ته په تصويري رسنیو کې مرکې ته ډېر خوشالیږي او په اسانه ژورنالېست ته د مرکې وخت ورکوي، ځکه چې هلته يې څېره ښکاري خو د راډيوګانو یو شمېر ژورنالیستان د زړه وينې ورسره خوري او بیا د مرکې وخت مومي. زما د مسلک د یوه ملګري په قول، ځينې کسانو فکر کړی دی مرکه به یې په تلويزيون ښکاره شي خو چې خبر شوی هغه راډيويي مرکه وه، له غصې سور اوښتی او پخپلو کړو ښو خبرو پښېمانه شوی دی.

بل مشکل د ځينو چارواکو او خصوصاً د دولتي ادارو او وزارتونو د ویاندانو پر دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) نه حاکمیت دی، ځينې خو يې يا یوازې په دري پوهيږي او یا هم يوازې په پښتو. په کابل کې د (ازادي) او (بي بي سي) راډيو ګانو کارکوونکي ژورنالېستان د خپلې اداري پالېسۍ او کاري ډول ته په کتو سره يوه مرکه دوه ځلې اخلي، یاني يو ځل په پښتو او بل ځل په دري، دوی حتی د عامو مرکو لپاره هم په دې لټه کې وي چې پر پښتو او دري دواړو ژبو خبرې وکړای شي. خو يو شمېر چارواکي او ویاندان په دواړو ژبو نشي غږېدلی چې دې مشکل هم د ژورنالېستانو کارونه ټکني کړي دي. ما پخپله یو دوه ځلې د یوه وزارت ویاند سره په پښتو مرکه کول غوښتي، دغه ویاند ځان له پښتو سره بلد ښکاره کوي خو زه يې پرته له یوه تکیه کلامه (او مهمه خبره دا چې…) په بل څه نه یم پوه شوی. اخر دې نتیجې ته رسېدلی یم چې بیا کله په پښتو ورسره مرکه ونه کړم، که کار مې ځنډيږي هم، ښه ده چې هماغه دري یې وژباړم.

وايي له زړې چا پوښتنه کړې وه چې په څه هوښياره يې؟

هغې ورته ویلي وو چې راباندې تېرې دي.

څو اوونۍ مخکې د افغان فلم ريئس محمد ابراهيم عارفي ته په مرکه پسې ورغلی وم، همکارې مې دري مرکه ورسره پېل کړه، ما ویل یو دوه پوښتنې به په پښتو هم راته ځواب کړئ. سړی قهر شو او راته يې کړه چې کومه پښتو؟ هغه چې تاسې د پاکستان له پېښوره راوړې؟ ما ویل زه پخپله افغاني پښتو درسره غږېږم. بیا یې وویل چې ښه، د ازادي راډيو ادارې ته به ووايې چې ما ته استاد ونيسي، پښتو رازده کړي، بیا به زه درسره په پښتو وغږېږم.

هغه متل دی وايي څشی بابا کړه، ځان ورپه شا کړه.

ځينې ژورنالېستان خو په ځان شپه او ورځ یوه کوي، حتی ځينو ته عزر او زارۍ کوي، خوږه پسې کوي چې مرکه ورسره وکړي خو ځينې داسې ملګري مې هم وو چې یو ځلې چا رد کړی نو بیا يې دفتر ته استعفی ورکړې او ویلي یې دي چې دا سوالګري او فقيري خو له ما نه کیږي.

ژورنالېستان ملامت ندي، دوی د خپلو وظيفوي اصولو له مخې مکلف دي چې له یوې پېښې پخپل ټاکلي وخت رپوټ جوړ کړي او خلک ترې ژر تر ژره خبر کړي خو یادې ستونزې د دوی د کار سرعت ځنډوي، چې دا بیا مستقيماً د هغې رسنۍ او د هغه ژورنالېست پر کاري کېفيت هم اغېز کوي.

راځئ، دغو دوو مثالونو ته ځير شو:

(الف): یو ویاند یا لوړ پوړه چارواکی دی چې یوازې په پښتو غږيږي او په دري نشي غږېدلی، یا یوازې په دري غږیږي او پښتو یې نده زده، نو ژورنالېست به څه کوي؟

   ژورنالېست مجبوره دی چې لومړۍ د هغه چاروکي خبرې ثبت (رېکارډ) کړي، بیا يې د خبرو هغه ضروري برخه ترې بېله (اېډيټ) کړي چې رپوټ یا خپرونې ته یې په کا ر ده، بیا باید د هغه خبرې وژباړي او متن ورته ولیکي، بیا هغه متن یا پخپله او یا په یوه بل همکار ولولي، هغه بيا اېډيټ کړي، بیا يې (وايس اوور) کړي او بیا يې پخپل رپوټ کې ځای په ځای کړي.

(ب): یو ویاند یا چارواکی دی چې هغه په دواړو رسمي ژبو(پښتو او دري) خبرې کولی شي، نو د ژورنالېست کار څومره اسانيږي؟

   که په پښتو او که په دري ترې مرکه غواړي، ثبتوي يې، د خبرو ضروري برخه يې بېلوي او پخپل رپوټ کې يې ځايوي.

نو له پاس مثالونو څرګنده شوه د دویم (ب) کس کار ګړندی، باکېفیته یا طبيعي راځي.

هغه ورځ مې په فېسبوک کې په دې اړه یوه لنډه ليکنه وکړه او له ژورنالېستانو ملګرو مې وغوښتل چې راځئ، هسې هم نوې کابينه ټاکل کیږي، یو کمپاین به پېل کړو او وبه غواړو چې حداقل د هرې دولتي ادارې او وزارت ویاند باید داسې څوک واوسي چې په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) خبرې وکړای شي. دا خبرتیا چې ګڼو ژورنالېستانو ملګرو توده بدرګه کړه نو پوه شوم چې دا د رسنيو د کارکوونکو لپاره یو جدي مشکل دی او جدي مبارزې ته اړتیا لري. وايي ځای هغه سوځي چې اور پرې بليږي که څه هم ځینې داسې ځایونه شته چې اور پرې بلیږي خو سوځي نه، مګر دا د ټولو حق دی او حق باید وغوښتل شي.

د افغانستان د اساسي قانون د شپاړسمې مادې له مخې (پښتو او دري) د دولت رسمي ژبې دي نو لږ تر لږه دولتي چارواکي خو باید ځان مکلف کړي چې دغه دواړه ژبې زده کړي او تکلم ورباندې وکړای شي.

نورګل شفق

3 thoughts on “دولتي چارواکي او ویاندان ولې دواړه رسمي ژبې نه زده کوي؟”
  1. له فارسبانو ګیله ندی پکار هغویی په اسلام ندی خبر پښنو خو پریږده ملایان یی هم د غیری اخلاقی غیری انسانی[حیوانی] ژوند په لټه کی دی چی هغه سیکسی ژونددی

  2. سلامونه،
    په رښتیا هم ، د دولت او حکومت لوړ پوړي چارواکي باید په پښتو او دري ژبو خبرې او لیکنې وکړای شي. په ځانګړې توګه افغاني پښتو.ځکه دري-فارسي ته خو ډیر کار سوی او کیږي مګر د افسوس ځای خو دا دی چې هیواد دی افغانستان ، لاکن افغاني اصیله ژبه پښتو آن د ځینو پښتنو لا هم زده نه وي. ډیر د شرم او خجالت ځای به وي.!!.

  3. اصلا دا د نن روځی اړتیا ده او ملی یوالۍ یوازي لدی لاری پوره کیدای شی!ځکه همدا اوسنۍ حالت دپښتو او پښتنو په تاوان دۍ، هلته په دولتی کچه پښتو ژبه د هیواد د دوهمی ژبي په توګه رسمی بڼه لری او بله دا ډیرکۍ مریض دولتی چارواکی د پښتو سره ځانګړی دښمنی هم پالی او تل هڅه کوی چي له پښتو ویلو ډډه وکړی ، ما پخپله دغه ترخه تجربه پځان کړیده، څو ځلی مي .
    غوښتنلیک په پښتو ژبه لیکلۍ دۍ مګر همدغو دولتی چارواکو هغه رد کړیدۍ، او هیڅ کړني يي ندی ورباندي کړی!

ځواب ورکول رحمت الله ځلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *