تاند، شنبه، د عقرب ۱۸مه: په داسې حال کې چې د عبدالله ټاکنیزه ډله د ټاکنو د پایلو د ځنډولو هڅه کوي خو د دولت ساز ټاکنیزې ډلې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د د نافذه قوانینو په اساس د ژر تر ژره اعلان غوښتنه کړې ده.
دولت ساز تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، له کوم څرګند دلیل پرته د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډ هېواد له ګونګ حالت سره مخامخ کوي او د نه روڼتیا په صورت کې دغه ګونګ حالت د هېواد په اقتصاد او سولې پروسې ته چې افغان ولس ته لومړیتوب لري، نیغ په نېغه زیان رسوي او ولس له رواني پلوه تر فشار لاندې راولي.
دولت ساز له ټولو ټاکنیزو ټیمونو څخه غوښتنه کوي چې له شواهدو، دلایلو او لاسوندونو پرته له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي او د ۱۳۹۸کال د ولسمشرۍ نوماندانو د کړنلارو په پام کې نیولو سره د ټاکنو په پروسه کې د روڼتیا د تضمین په موخه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مرسته وکړي نه دا چې د ټاکنو پروسې د خنډ او ګډوډی لامل وګرځي.
دولت ساز همدا راز خبرداری ورکړی چې د ټاکنود پایلو بیا ځنډ ورته د منلو نه دی : (( دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو دلیلونو پر بنسټ د ټاکنو مهالوېش بیا بیا ځل وځنډاوه نو د بل ځل لپاره د پایلو ځنډول هیڅ قانونی توجیه نشي لرلی.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ثبات او همپالنې ډلې ته منلي کس او د ټاکنو کمېسیون یو غړي مولانا عبدالله د عقرب په ۲۳مه د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ د احتمال خبر ورکړ، په داسې حال کې چې کمېسیون ویلي وو نوی ټاکل شوی تقویم به هیڅکله نقض نه کړي.
باید ولسمشر او عدلی مراجع په پوره دقت او قاطعیت د انتخاباتو په کمیسیونونو کی هغه څوک چه تر اوسه دانتخاباتو د نتایجو ډ غیر قانونی ځنډ او تآخیر باعث ګرزیدلی اوپه ډیربی شرمه جسارت د یوه ټیم د اجنټ په شکل لګیا دی کمپاینی رول لوبوی د اسنادو سره عدلی مراجعو ته معرفی او تر تحقیق لاندی راوستل شی ، ځکه دا عمل یو لوی ملی خیانت دی او حتی تر تروریسم کمه بیه نلری . وګوری انتخابات سره د ډیرو بیرونی او داخلی دسیسو په موجودیت کی د شجاع امنیتی قوتونو په قربانی او دملت په بیداری سره په یوه غیر متوقعه او عالی امنیتی فضا کی ترسره شول ، بنآ هغه څوک چه د انتخاباتو د نتایجو د تآخیر سبب ګرزیدلی باید ددی لوی ملی خیانت قیمت ورکړی .
د ثبات او همپالنې ټیم او د دغې بې کاره ډلې مشر تش په نامه ډاکټر عبدالله چې د یو بیل سمت او بیل شناخت او بیل هویت او بیل هیواد او بیل تصور لرونکی لیډر او اجرایه ریس ځان ته وایي ، تر ټولو بې ثباته او بې همغږۍ او بې همپالنې عنصر او محرک دی ، دا د ټول مظلوم او لاچاره ملت سره د دغه ناقض شخصیت یوه جفا ده ، د هیواد بحراني کیدل ، امنیت خرابیدل ، ملت تر ذهني فشار لاندې راتلل ،اقتصادي ودې سستې کیدل ، جرایم پراخیدل ، د بهرنیو کړیو او جاسوسانو تحریک او لاس وهنې مطلب د دې تولو فسادونو جرړه اجرایه ریاست او د سقاوي رژیم اعاده کوونکی او تصور کوونکی ډاکټر عبدالله دی . مونږ د افغانستان د ملت یو وګړي په توګه د ښاغلی اجرایه ریس څخه سخت ناراضه یو ، تل د هیواد د مدبر، اتل ، او ظهیرولسمشر د غښغتلي پلانونو مخه نیسي ، خو نیولی یې هم نشي ، امریکا د خپل غرور په خره سپره ده ، او اجرایه ریاست یې لکۍ نیولې ده ، او سوال او ځارۍ کوي ، چې څنګه د هیواد ریښتینې ولسمشر کمزورې ، لاقانونه او آن چې وس یې وشي له مخه یې ورک کړي ، او د دې لپاره حتی د تیر معذوره ولسمشر کرزي په شان نظر لري او زیار باسي چې لنډ مهاله او موقت حکومت جوړ شي ، چې دا د مجاهدینو تیر تاریخ مونږ ته تکرار دی ، چې ښاغلی او شهید ډاکټر نجیب یې لرې کړ او په خپلو کې یې سره ښکرونه وجنګول . مونږ نور د غویانو او لنډغرانو نه تنګ یو او همدا یو انسان اشرف غني بابا د یو غني او غښتلي افغانستان لپاره ویاړ او بشپړ دی .