د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري

تاند- د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن /شنبه/ د کندوز د خونړۍ پېښې د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل.

دولت وزیري یوې خبري غونډې ته وویل«موږ ته راپورونه رارسېدلي ول چې د طالبانو مهم قوماندانان الچین پله ته نژدې په (بوز کندهاري) کلي کې راټول شوي او لویه غونډه یې جوړه کړې ده. معلومات مو په دقت وڅېړل، او بیا مو د عملیاتو پلان جوړ کړ.»

ده همداراز وویل، د همدغو معلوماتو پر اساس مو  وروسته د اردو خاص ځواکونه سیمې ته ولېږل چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. د جګړې په ترڅ کې ۳ خاص افغان ځواکونه او ۲ امریکايي سلاکاران هم ووژل شول.

وزیري همداراز وویل د جګړې د سختېدو له کبله له هوايي ځواکه د کومک غوښتنه وشوه چې په نتیجه کې یې ملکیان هم ووژل شول.

جنرال وزیري وايي، په دې جګړه کې د طالبانو د کندوز ولایت د پوځي کمیسیون مشر ملا ضیاالرحمن متقي د خپلې کورنۍ له غړیو سره ووژل شو.

د دفاع وزارت د ویندوی په وینا د طالبانو قوماندانانو له ملکیانو څخه د ډال یا سپر په توګه کار واخیست چې له کبله یې د جګړې په ترڅ کې د ملا ضیاالرحمن متقي د کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.

وزیري وايي چې د طالبانو څو نور قوماندانان ملا مصطفي، قاري جمال، ملا محمد یار، ملا منصور او قاري بلال هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د شاهدانو په وینا د کندوز د بوزکندهاري په کلي کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې د ښځو او ماشومانو په شمول نژدې ۴۰ تنه ملکیان او همداراز یو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شول.

ناټو وايي، هوايی برید یې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه د هغوی د ملاتړ لپاره وکړ.

2 thoughts on “دولت وزیري وايي، طالبانو دبوز کندهاري په جګړه کې له ملکیانو د سپر کار واخیست”
  1. عذر از گناہ بدتر
    بز کندھاری یو کلی دی ، پہ محاصرہ کی بہ مو ساتلی وای ھواٸ قوا تہ کوم ضرورت و ، کہ تاسو پہ خپل قووت یو کلی نشی نیوالی نو مو د مملکت ساتنہ درتہ نا ممکنہ دہ

  2. وزیری صاحب اوس چه د بی ګڼاه ملکیانو وژنی ته هره بهانه لټوی په درد نه خوری، دافغانانو هیله او آرزو دنړیوالو دجنګی
    مجریمونو د محترمی اداری څخه داده، چه ځمونږ ددغه ماشومانو، خویندو او ورونو په قتل عام کی، که امریکایان دخیل وی او یا تاسو او ستاسو نور ملګری دخیل وی، باید سنګینه سزا اوجزآ ورته ورکړی شی

    افغانان او د دنیا ټول صلح دوسته خلک به هیڅکله دغه جنایات ونه بښی

ځواب ورکول Pasarlai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *