تاند- د چک جمهوریت رسنیو نن /سې شنبه/ وویل، دوه افغان زده کوونکي، چې د دغه هیواد په پوځي اکاډیمي کې یې د پېلوټۍ زده کړې کولې، د قوماندانانو له اجازې پرته جرمني ته لاړل او هلته له نیولو وروسته په الوتکه کې پراګ ته ولېږل شول.

پراګ ډیلي مانیتر انګلیسي ورځپاڼې نن /سې شنبه/ لیکلي چې دا خبر د چک پرافو (Pravo ) ورځپاڼې پرون خپور کړ.

پرافو ورځپاڼه وايي، د هیلي کوپتر د دغو دوو افغان پېلوټانو اقدام د چک جمهوریت د قوانینو سرغړونه نه ګڼل کېږي خو د افغان چارواکو له لوري مسوول بلل کېږي ځکه چې دوی غوښتل چې زده کړې په نیمه کې پرېږدي او احتمالاً په جرمنی کې پناه وغواړي.

د پولیسو یوې ویندویې وویل «دوی د چک د اوسېدو وېزه درلوده، د چک له پولو د اوښتو اجازه یې هم لرله ځکه چې د شینګین غړي هیواد ته اوښتي وو. بناً دوی د قانون کومه سرغړونه نه ده کړې.»

پرافو ورځپاڼه وايي چې د چګ پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د دواړو افغان پېلوټانو د موندلو لټه وکړه او بالاخره د جرمني پولیسو دواړه وموندل.

د هغوی نومونه نه دي ښودل شوي خو عمرونه یې ۲۰ او ۲۶ دي.

ویاندې وویل، دواړه افغان پېلوټان د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ له خپل هوټله بې درکه شول او د ورځې په پای کې په جرمني کې وموندل شول.

افغان پېلوټان د امریکا په مالي مرسته د چک جمهوریت د خصوصي کمپنیو له لوري روزل کېږي.

3 thoughts on “دوه افغان پېلوټان له روزنیز مرکزه له تېښتې وروسته په جرمني کې ونیول شول”
  1. کله چې انتخاب د لیاقت په ځای په خپلوی او دوستۍ وشي انجام یې داسې وي. دوی په حقیقت کې د پيلوټۍ لپاره نه بلکې اروپا کې د پټیدلو لپاره لیږل شوي وو. ددوی په انتخاب کې به هم عبدالله او غني سره وران وو. که وړ او لایق کسان چې د غریب اولاد وي ولیږئ نو هیڅکله به هغوی پټ نه شي، بلکې په ډيره مینه او شوق سره به خپلې زدکړې تر سره او د هیواد خدمت به وکړي.

  2. د شناخت ، پیسو او واسطې کار همداسې وي . عقل که نباشد جان د ر عذاب است

ځواب ورکول (محمداحسان ( احسان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *