ډيرو ته ولور پيدا کول د دوه سري ښامار په يوه خوله ننوتل او له بلې را وتل دي. چې په دې دوه سري ښامار ور ننوتې، بيا نو بخت او طالع؛ يا به د بېخي درک ورک شي، يا به مړ راووزې او يا زوړ.

د دې لپاره چې د وردګو ځوانان له دې ښامار څخه اقلاً ژوندي راووزي د وردګو سپين ږيري او مشران سره را ټول شول او ولور يې له ۸ او ۹سوه زره افغانيو څخه ۳نيم سوه زره افغانيو ته را کم کړ. دوی همدارنګه د پښتنو د هغه قوانينو له جملې څخه چې په ناپوهۍ سره وضع شوي وو، ځينې سرچپه کړل. د بېلګې په ډول: دوی وويل؛ خور، لور او… به په بدو کې نه ورکوو. واده به د هلک او نجلۍ په خوښه وي او… .

 پورتنۍ خبرې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون هم کوي او په ۲۴مه ماده کې يې هغه چاته چې د واده په پلمه خپله خور، لور او… خرڅوي، د ۱۰کاله بند جزا ټاکلې ده. خو د دوی دا خبرې چې کله له راديو او تلويزون څخه نشريږي نو ډير خلک ورته‎ هسې خبرې وايي او وايي چې دا قانون ملاصاحب(طالب) پلی نه کړي، د بل چا له وس تېره خبره ده. خو دا ځل دا فيصله داسې چا کړې چې له طالب او نه طالب دواړو يې زور ډير دی.(د قوم مشران)

په دې هيله چې پېغلې مو په کورونو او ځوانان مو په پرديو هېوادونو کې زاړه نه شي.

6 thoughts on “دوه سری ښامار/ وحيدالله اکسير”
  1. الحمدالله چی زمونږ مشرانو نن د اسلام او انسانیت په روح برابری فیصلی کړی دی. د دوی دا تاریخی پریکړی به د تل لپاره زمونږ د بشری تاریخ په روح او روان کی ثبت وی او د وردګو باتور او بشردوسته خلک پدی کار تر ټولو نورو مخکښ شول. هیله ده چی زمونږ نور مشران هم د دوی په پله لاړ شی او له مبتذلو او ملاماتونکو رواجو نه را ووځی او د قرآنی هدایت سره سم چی مبذرین د شیطانانو ورونه دی ځان لری وساتی.

  2. اکسير صاحب، لکه چې يوه مهمه خبره د هېره کړې چې د خليفه ګانو صاحبانو په منځ کې يونیم لک افغانۍ ولور دی. که دا درته مهمه نه ده

  3. په زړه پوری کاریی کړی ده البته که بالکل یی بندکړی وی نوزیاته به خونده وره وه ځکه په راپورکی راغلی چی
    دافیصله له ملااوطالب نه زوره ورو خلکوکړی یعنی قومی مشران زماپه انددا ښه خبره ده البته ملاصاحب اوطالب
    یی په ښی طریفی سره بنده ولی شی

ځواب ورکول په تاند کې د اکسير نورې ليکنې ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *