ښايي له ودان افغانستان ګوند سره به تر دې ستره جفا او جبر پر بل هیڅ کوم اړخ توجیه او مانا نه شي چې خوا و شا پېنځه یا شپږ کالونه کیږي چې د افغان وطن او د افغان انسان لپاره یې پر علمي لارو چارو د سیاسي عمل لپاره د بحث و مباحثې دریڅې پرانیستي خو هیڅ افغان روڼ اندې، روشنفکره او دانشوراې طبقې یې په هغه کچه لکه څنګه چې د دې ګوند د فکر او سیاست اهمیت او افادیت وو. راوړندې نه شوې او یا یې حد اقل له ګوندي سسټم پرته په مجموعي توګه د سیاست د ټولیز شعور په برخه کې ورنه هغومره استفاده ونه کړی شوه څومره چې یې وس مهال د افغان سیاست د ژورو فکري او نظریاتیکو اساساتو لپاره ضرورت او اهمیت درلود،

له هلمنده یې د خپریدونکې « بدلون » اونیزې د یوڅلویښتمې ګڼې په سرلیکنه کې « د افراطیت وحشت » ترسلیک لاندې د خپل فکر و نظر ورسته غوښتې چې پر نورو لاملونو یې هم باید ورسره وغږیږو. زما لپاره د بحث تر ټولو جالب ټکی د همدې بحث د هغه پینځو لاملونو چې په یاده سرلیکنه کې راغلي یو یې د افراطیت د وحشت په برخه کې چې تر ټولو لاملونو یې خورا سخت او انسان بوږنونکی دی همدا د تعلیم وتربیې د بې کیفتی او د نشتوالي لامل دی چې په سرلیکنه کې د څلورم لامل په توګه داسې یاد شوی دی

« بېسوادي یې بل غټ سبب دی، طبعاً چې ناپوه او جاهل بني آدم د خیر و شر یا ښه و بد د تفکیک لپاره نه د تحلیل قوه لري، نه دغسې یوه تحلیل ته ضرورت ویني او نه هم د بل چا علمي منطق و استدلال ورته د منلو وي، دوی چې دهر چا په لاس ورغلل نو هر ډول یې رقصولای، ځغلولای، لوبولای او وژلال شي؛ له بده مرغه زموږ ټولنه چې د بې علمۍ په بلا اخته ده، زیات و کم ۶۵٪ نفوس مو ځوان قشر جوړوي او دا ستر بشري ځواک دی خو دغه ځواک په افغانستان کې د ننه په کوم قانوني وسیستماتیک چوکاټ کې راټول و کنټرول نه دی او نه یې هم د معیاري تعلیم و تربیې لپاره کوم دقیق پلان و پروګرام شته، هغه دی چې د افراطي ګروپو لپاره تیار د سوخت مواد دي، چې څنګه یې زړه غواړي هماغسې یې سوځولای شي او موږ نژدې څلوېښت کاله کېږي چې د دغسې سوځېدو ننداره په پنځو حواسو کوو! کله چې زموږ د پوهنې وزیر ډاکتر غلام فاروق وردګ د اته سوه میلیونه ډالرو په رقم د افغان کوشنیانو د ښوونې و روزنې د حق په خوړو متهمېږي نو هلته به څنګه علمي پر مختګ ته لار اواره شي؟ لویه بدمرغې خو لا دا ده چې د دین و مذهب په نوم مو په ښکاره د تعلیم و مکتب او علم و فرهنګ پر ضد د تبلیغاتو غوغا پورته ده او د خدای تعالی فرض کړه شوی علم، کفري پدیده ګڼل کیږي. (نعوذ بالله)»

دا همغه د ښونې او روزنې د نشتوالي او بې کفیتئ انسان لړزونکې ستونزه ده چې څّه کم وزیات څلور لسیزې یې نه یوازې زمونږ د افغان انسان د افراطیت په وحشت کې ښه غوښینه ونډه لرلې ده بلکې دقیقاٌ ویلی شو چې د هرې غمیزې او المیې تر شا مو په څه نا څه حواله د همدې لامل لاس کیدلی شي.

کومه جامعه یا ټولنه ( لکه مونږ پښتانه ) چې د علم او تعلیم له بنیادي بحران سره مخامخ وي هلته نو بیا د تمیلاتو عمومي اوج د ژوند پر ځای مرګ او وژنو ته راجع وي د امید او هیلو پر ځای ناهیلي قایمه وي د کتابونو او قلمونو د ښونځیو او مدرسو بدیل یې ټوپکونه او مرچلونه وي، انساني چلند، باتهذیبه ژوند، عقل، پوه، لیاقت، د خلکو ټیټه سطحه وي پر ځای یې دا ټول برعکس بې فکري، ټوپک، وژنې، ښکنځل،احساسات،سراسري سیاستونه، ګوندي بازی او ملي بې باروي، ناوړه جنايي او بشري کلچر یې د ژوند معمول څه وي او همدا څه د انساني ذهن او د فکري روڼتیا او ارتقا پر وړاندې د ژوند تر ټولو لوي چلنجونه دي چې له بده مرغه زمونږ د افغان انسان جغرافیوي سټیټس ( ریاست ) یې له سیاسي، اقتصادي، ثقافتي او تهذیبي پلوه له خوارځواکۍ سره مخامخ کړی دی او مونږ افغان انسان یې د بې غورۍ له امله هره ورځ هر شیبه د همدې خوارځواکۍ د اور اومه مواد ګرځیدلي یو او سرکار مو پر دې اهمیت خبر نه دی او که خبر دی نو دا زمونږ د دریمې نړۍ د سیاست روایت نه دی چې د سراسري سیاستونو پر ځای دې د معنوي سیاستونو د پیل او پای، انجام ته دې منتظر ووسي

د اوښیارو او پوهو ریاستونو حاکم سیاستوال او د فکري مبارزې اصیل ګوندونه د خپلو کاري ګړنلارو او تګلارو په لومړيتوبونو کې تعلیمي نظام ته اولین ترجیح ورکوي. دوی پوهیږي چې چې د یو مکمل باتهذیبه ریاست او د خلکو لپاره ترقیاتي کارونه سراسري حیثیت لري. اصلیت یې په معنوي او فکري رغونه کې وینې خو هغه څوک لکه زمونږ څوارلس کالن سرکار چې د سیاست محورونه یې له تعلیمي نظام پرته هم د تامل وړ دي پر دې اهمیت پوهیدل ورته ګران وو چې د مادیاتي یا سراسري کارونو پر وړاندې د دا ډول اساسي کارونو اړتیا څومره مهمه وه او نه هم زمونږ څوارلس کالن اپوزسیون په دې ارزښت پوه او باشعوره اپوزسیون وو چې د ښونیز انقلاب په اړتیا،اهمیت او افادیت دې خبر وو کنه څنګه ممکنه نه وه؟

له دوهمې نړیوالې جګړې ورسته د جرمني د پرمختګ کریډټ د هغه وخت د برحال حکومت لاسته راوړنو ته نه راځي بلکې اپوزسیون وو چې پر حکومت یې تیز او توند غبرګونونه څرګند کړل چې د وخت حکومت د جرمني معنوي ترقی ته پاملرانه نه کوي د وخت اپوزسیون ټینګار کاوه چې لوړې ودانۍ، مجلل شهاراکونه او سړکونه د جرمني د رغونې اساسي ضرورت نه دی بلکې ښونځي او پوهنتونونه باید ورغول شي. همدا څه وو چې د وسني جرمني د پرمختګ مهم راز بللی شي.

جاپان لا همغه وخت کې د ایټمي بټیو پر ځای ښونیز ایټم ته مخه کړه ښونځي او پوهنتونونه یې ورغول. چین په ورته عمل لاس پورې کړ چې وس مهال نه یوازې د نړی په سیاسي او اقتصادي اثر او رسوخ کې مهم نقش لري بلکې په داخلي حواله یې د خلکو ژوند تقریباٌ د لوړو تمدنونو په ټوګه د ارم او سوکاله ژوند په توګه تیریږي.

مونږ که په رښتني مانا د یو باتهذیبه ژوند لیواله یو او په واقعي مانا مو د راروانو نسلونو ریاست محفوظ پکار وي او له دنیا سره د عصريتوب په سیالۍ کې ځان لیدل مو ارمان وي نو لومړی اقدام، پیل به مو په انفرادي حواله له خپله ځانه وي او په دوهم قدم کې به له حکومتي مقاماتو په جدي ډول غواړو چې ( که پوره که سپوره ) په شریکه به د تعلیمي نظام رغول او عامول به مو هدف وي، پرته له تعلیمي غوښتنې هیڅ بله غوښتنه مو حیاتي او د لومړیتوب وړ غوښتنه نه ده. څلویښت کاله له وینو او مرګونو سره ژوند تیر شو، وطن ړنګ شو، انسان مو له انساني کراماته لرې پاتې شو، څلویښت کاله که نوره هم راسره ورته عمل تکراریږي نو د خپلې بې سوادۍ لامل به وي. مګر له تعلیمي پروسې پرته نور هیڅ د زغملو او د حل لاره په بل څه کې نه وینم چې د ستونزو او ربړو څخه نجات راکړی شي.

مونږ معمولاٌ هره ورځ له جنګ او جګړو شکایت کوو خو کله مو هم په دې فکر نه دی کړی چې د دې جګړیزو عملونو سرچینې که څه هم په نورو وراړو خو ولې په خپله په دې ونډه ځان بې خبره ښایو. زه دقیقاٌ ویلی شم چې هر هغه څوک چې جګړه کوي د خپلې پوهې او شعور پر بنسټ یې کوي کله چې ته د خلکو د شعور او پوهې په حواله بې فکره یې نو د جکړې د ختمولو هغه پلان کوزاري دې اوبه ته ووایه چې د ذهنیتونو د جوړولو پر ځای دې د هغو د وژلو لپاره توپونو او بمونو ته مخه کړې وي.

زمونږ لپاره وس هم او بیا هم هغه څوک همدومره خطرناک دي لکه په وس وخت کې چې هره ورځ د ځانمرګو او جګړیزو بریدونو خطر محسوساوو که یې په اړه د ښونې او روزنې سنجول شوې ستراتیژي او پلان ( لکه نه یې چې لرو) ونلرو بویه پخپله مو د ودان افغانستان ګوند د ۶۵ فیصده د ځوان قشر په حساب چې شمیر یې خواو شا ۲۲ میلیونو ته رسیږي د خطرناکو ځانمرګو سکتور برابراوي چې دا بیا هغه ځانمرګي دي چې له هیڅ کوم انفجار یې هیڅ وخت نه افغان جغرافیه بچ کیدلی شي او نه هم افغان انسان او نه یې هم بیا د معمول مطابق پړه پر نورو وراچولی شو.

هو ! د افغان انسان د نجات لاره ، ښونه او روزنه

One thought on “دوه ویشت ملیونه ځانمرګي/ نعمت الله صدیقي”
  1. عزتمندو!
    دزده کړی فرضیت دن والقلم په مبارک سورت اوهم په احادیثو نبوی ص کی واضیح اوثابته ده خو داچی دافغانانو دزده کړی سره څنګه مخالفتونه ، خنډونه اوممانعتونه عمدا رامنځ ته کوی چی دغه کسان دافغانستان اودافغانستن دخلکوثابت اومعلو م دښمنان دی اوهمداچی دفریضی داداکولودپاره ممانعت اودښمنی کوی ددوی په دین او ایمان کی شک شته نوځکه داکسان دخدای تعالا ج څخه په دنیا او اخرت دواړو کی شرمنده اورسواغواړو . امین یاربالعالمین

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *