ځوان ادبي بهیر خپله لومړی پرانستوونکی اوونیزه غونډه د لوي ننګرهار د ځوانانو ويښې ټولنې په دفتر کې د استاد قاري بشیر احمد(عثماني) له خوا د قران کريم د څومبارکو آياتونو په تلاوت پيل کړ. ددريځ چارې محمد شايق (صافی) پر مخ وړلې. دا چې استاد باور ته د ټکر پېښه رامنځته شو نو مونږ ونه شو کړای چې استاد باور او محترم استاد اصف صمیم دمشرانو میلمنو پرځای له ځان سره ولرو خو له نيکه مرغه د ميلمنو پرځای راسره د ختيځ ادبي بهير د مشورتي بورډ غړی محمود(خزان) او ښه شاعر او ژورنالست عبدالعزيز (شجاع) ترپايه مله پاتې شو. پرانستونکي ويناوی فضل الحق (سعيد) وکړې،سعيد راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وويلو او د ځوان ادبي يون د رامنځته کېدو په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زياته يي کړه چې دا يون د څو با استعداده ځوانانو په ګډوهمکاریو مينځته راغلی، سعید وويل چې ځوان ادبي يون د خپلو فعاليتونو او موخو ته د رسيدو لپاره د ټولو ملګرو په خوښه او رايو باندې محمد فهیم (رحیمزی) د يون مشر، هدایت الله (همدرد) او سفیر الله (سنزی) یي مرستيالان ،ګذارش ګر يي فضل الحق (سعيد) وياند او ټايپسټ يي محمد شايق (صافی) ټاکلی دی. سعید دا هم وويل که هر هغه څوک چې پښتو ادب ته خدمت کوي نو که هغه هر فرهنګي کړۍ او که هغه هر بهیر وي مونږ يي ملاتړکوو او د هغه د کامیابی په هڅه يو د يادونې وړ ده چې ځوان ادبي يون يو خپلواک او ناپېلۍ ادبي يون دی له چاسره تړاو نلري او هر څوک کولای شي چې له دې يون سره همکاري وکړي په اخر کې سعيد له ټولو راغلو میلمنو او ملګرو مننه وکړه، بيا محمود (خزان) ته بلنه ورکړل شوه، خزان د يون په جوړېدلو خوښي څرګنده کړه او ويي ويل چې ځوان ادبي يون بايد د چا د ګټو ښکار نشي د يون ملګري بايد په خپل مينځ کې تعادل وساتي او که نه د اکثر فرهنګي کړيو او بهیرونو په شان د ورا نېدو په حال به پاتې شي د يون اجرائيوي بورډ بايد د دکتاتورۍ په خلاف مبارزه وکړي. د خزان له ويناوو وروسته ازاده مشاعره پېل شو چې لاندنيو شاعرانو په کې ګډون کړی و: فرهاد الله (حسيب)، محمود (خزان)، سفير الله (سنزی)، شفیع الله (هشام)،محمدشايق (صافی)، قاري مطيع الله (زاهد)، فضل الحق (سعيد)، عبدالعزيز (شجاع)، بصیر احمد(تلاش)، رفيق الله (غورځنګ)، محمد فهیم (رحیمزی)، عنید (سبحان)، احسان الله (ځلاند)، قاري بشير احمد (عثماني) او يو شمير نور د شعر مينه والو هم برخه اخيستي ول. بايد ووایم چې د مشاعرې د وياند محمدشايق (صافي) له خوا د هميشه بهار راډيو په استاذيتوب راغلی ميلمه احسان الله (ځلاند) څخه مننه وکړه چې د ځوان ادبي يون دپيل غونډې ته راغلی و او د مشاعرې په ثبت کې يي زيار ويست چې تېره شپه ۹ بجې ياده مشاعره د ۹۰،۷ څپې همېشه بهار اف ام څخه په ښکلي انداز د ادب مينه والو ته د ځلاند صاحب په همکاریو نشر شوه. د غونډې د ارزونې لپاره عبدالعزيز (شجاع) ته بلنه ورکړل شو، شجاع غونډه کاميابه وبلله او خوښي يي څرګنده کړه چې ځوان ادبي يون بايد په ادبي درسونواو کره کتنو ډېر کار وکړي تر څو ځوانان د پښتو ادب له خوږو برخمن شي. شجاع د ځوان ادبي يون په ګډونوالو غږ وکړ چې دوي بايد نورو بهيرونو کې هم برخه واخلي توڅو د پښتو ادب له خوږو برخمن شي نو زه په آخره کې د ځوان ادبي يون د برياليتوب په هيله يم. دناستې په پايه کې پریکړه وشوه چې راتلونکی اونۍ لپاره به محمود(خزان) ادبي درس راوړي، ناسته مازيګر مهال پای ته ورسیده. ګذارش ګر: فضل الحق (سعيد)
ډېر ښه. زما په نظر دې ته اړتیا نشته چې تخلصونه په قوسونو کې ونیسئ.