مخ-یادښت:

په دې لیکنه کې د مدرسې لفظ د آی ایس آی د ذهن وینځنې د مرکزونو لپاره کارېږي. دا چې هر ځای د “په اصطلاح”، یا “تش په نامه” لفظ کارول سکتګي راولي، کله چې مدرسه یادوم، هدف مې دیني تدرس ځای نه، بلکې د آی ایس آی د ذهن وینځنې دغه مرکزونه دي.

د ډار په فلمونو کې به مې لیدل. بلا به د یوه عزیز، یا خپلوان د اروا په بڼه راغله. وروسته به بلا شوه. کور به یې په وینو ولاړه.

د پاکستان له تش په نامه دیني مدرسو له کټېدونکي بلاګانې دغسې دي.

دوی د طالب (دیني علم ته منسوب) نوم کاروي، خو چې کله یې لاس د خلکو تر مرۍ ورسېږي، بیا نه په مشر، نه په کشر، نه په پلار، نه په دوست، نه په ښځه، نه په نر صرفه کوي.

لکه څنګه چې د طالب نوم اوس د دیني طالب نوم نه دی. په پاکستان، په تېره، په پنجاب کې د مدرسې نوم، اوس د دیني درس ځای نوم نه دی.

له یو څو لویو حقیقي مدرسو پرته، چې د مدرسو په نامه د ذهن وینځنې د پراخ کاروبار د وړو مرکزونو د پوښښ، او د سیاسي واجهې په شکل، په نیمګړې، ناقصه او بې کیفیته بڼه ژوندۍ ساتل شوي، د پس کوڅو، او د ځنګلونو د منځ وړې تش په نامه مدرسې ټولې د ماشومانو د ذهن وینځنې مرکزونه دي.

تر دې دمه د متقاعدو  مېجرانو په لاره اداره کېدونکي یواځې هغه مدرسې، چې رسمي ثبت شوي دي،  ۳۳ زره مدرسو ته رسېږي. په دې ځای کې د افغانستان، خیبرپښتونخوا، قبایلو، کشمیر، منځنۍ آسیا، او نورو ځایونو ماشومانو ته علم نه، بلکې کتابي جهل ور زده کېږي. طالب، نه پر نص، نه پر منطق، نه په استدلال روزل کېږي، بلکې یو څو په خشونت لړلي افکار ورته پېچکاري کېږي، چې بیا په دې افکارو لړلی شخص په نسلونو نسلونو، له دې رنځه نه خلاصېږي.

نن سبا د پنجاب په ښارونو کې دوه شیان ډېر زیات دي. یو دا ډول مدرسې، بل موردګاوخانې.

حقیقت خو دا دی چې مورده ګاوخانې یې د نجونو، او د اخلاقي فساد په نامه دغه مدرسې یې د هلکانو موردګاوخانې دي.

هلته په لسګونو زره پښتانه هلکان په خېټه ساتل کېږي، او بیا یې ذهن وینځنه کېږي. د هرې مدرسې چلوونکی یو پخوانی پوځي مېجر یا منصبدار دی. په دې مدرسو کې له ځوانه هغه زړه ایستل کېږي چې مور او پلار او کورنۍ یې پکې روزلی، او یو بل زړه پکې لګول کېږي چې د پنجاب په اشاره ټوپونه وهي. دا هلکان په دومره محرومیت کې ساتل کېږي چې د محض آزادۍ تصور هم د جنت تصور ورته برېښي. دوی ته شپه ورځ جهادي فلمونه، حکایتونه، او د مدرسو د مهتممانو په قول، د ګمراه انسانیت کرکه ور تلقینېږي. په دې هلکانو په مدرسو کې څو څو ځله جنسي تېري هم کېږي. د دې هلکانو بېله نړۍ ده، چې یواځې همدوی پکې اوسېږي. دغه ژېړچک ښایسته ماشومان اکثره سپینې خولې پرسروي، برګ واړه دسمالونه ګرځوي، او پایڅې یې تر نورو ماشومانو پورته وي. د اسلام آباد د ځنګل په هره لنډه فاصله کې له انسانانو پنا دغه ډول یوه مدرسه وي. په دې مدرسو کې د پاکستان تر ټولو کم لګښته، او بې دماغه پوځ روزل کېږي، چې په منظم ډول په ټوله سیمه کې د قتل، فساد، او وحشت خپرولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي.

پنجابیانو، د دې هلکانو د روزلو ترڅنګ، یوه بله پروسه، دلته، په افغانستان او د خیبر پښتونخوا او قبایلو په سیمه کې پیل کړې ده، چې ځایي علماء، ملکان او قومي مشران وژني او پر ځای یې دغه براین واش شوي انسانان د ټوپک د میل په وسیله مطرح کېږي. پلان داسې دی چې د افغانستان واګې همدې بې دماغه ماشومانو ته په لاس ورشي، افغانستان د آخرت په غم دومره مبتلاء کړي، چې دنیا یې پنجابي ته ور هېره شي.
د دیني الفاظو، مؤسسو او مفاهیمو د بدنامولو دا پروسه ډېره خطرناکه ده. که څه هم، د اسلام مبارک دین ابدي دی، او خدای یې ساتنه کوي، خو که د پخوانیو ادیانو د مفاهیمو د تحریف دې ډول سابقې ته وکتل شي، دا ډول تحریفونه خپله د دین د لمن ټولېدلو او مسخه کېدلو سبب شوي دي.

د بني اسرائیل توری، که څه هم د عبدالله د زامنو په معنا دی، او یو سپېڅلی دیني نوم دی، د لواطت نوم، که څه هم د لوط علیه السلام غوندې لوی پیغمبر ته منسوب دی، خو کله چې د دې الفاظو معنا پر بله شوه، نو اوس یې خلک په غیر شعوري توګه، منفي پدیدو ته  کاروي.

پاکستان، زموږ دیني اصطلاحات هم د ورته بدو پدیدو لپاره کاروي، او پایله به یې همدا وي چې خلک به په شعوري او غیرشعوري توګه، دغه دیني اصطلاحات د کرکجنو افادو لپاره کاروي.

دینداران دې بیدار وي!

مجيد قرار

14 thoughts on “دینداران دې بیدار وي ـ مجید قرار”
  1. قراره سلام
    داسې ښکاري چې د پښتنو هوښیارۍ ته دې ملا تړلې ده. جذبې مو د شیرعلی خان، غازي امان الله خان، سردار داوود خان او نورو غوندې تودې او پخې دي.
    خو یاد مو وي چې پدې ځمکه هیڅ هوښیار بچې سر ندی ساتلی.
    ته هم د آسمان زوی نه ېې – چې روغ سر به وړې.

    دلته ډیر ګوډ ملا، ملا مشک عالم، بچه سقاو او د انګریز شیندلی تخم لا محصول ورکوي

  2. مجید قرار صاحب مننه.
    Kho pa intaqad hadaf ta rasedel moshkel kar dee.
    Ka sanga?
    Bayed Afghan dauolat ghate ow ware deeni madrase jore kree ter so bahar ta zarorat pekh na shee.

  3. مشرانوکشرانو،غمزپلي ولس ته ځماد زارۍ نه ډکه هیله؛ دقرارصیب لیکنه څوځلی ولولۍ،اوسرمو پرې خلاص کړۍ.په درناوي۰

  4. واقعاً ډېره عالي لیګنه ده. زما په نظر که چا نه وي لوستې خامخا دې یې ولولي. افرین د لیکوال په استعداد او ذکاوت باندې.
    شل افرینه

  5. Salam,

    A powerful writing which puls all strings in your heart. Shame what is happening to us.
    Qarar sahib thanks for sharing your knowledge with us.

  6. د افغانستان د مشکل اساس په اسلام اباد کې ایښودل شوی دی. خدای مو دې له دې کثافته خلاص کړي. لیکوال نه ډیره مننه پخه لیکنه ده

  7. زموږ د غميزي اساسي مرکز په اسلام آباد کي دی !
    څرنګه چي ښاغلي مجيد قرار پدې اونۍ کي څو پرله پسې ليکني د جمهوري رياست د کانديد ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په اړوند وې، او زما عادت دی چي لمړی د ليکني د ليکوال نوم ته ګورم او بيا يې لولم، چي رشتيا و وايم کله چي مي د دې ليکني د ليکوال نوم وليد ، فکر مي وکړ چي هغه زړه کيسه ده(د جمهوري رياست د کانديد ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په اړوند ) .
    يوه ورځ ورسته مي په تاند ويب پاڼه کي بيا دغه ليکنه تر سترګو سوه او دا ځل مي ولوسته ډيره مي خوښه سوه ، هيله ده چي نور ليکوالان هم په خپلو ليکنو کي د افغانانو د غميزي اساسي علتو ته پام واړوي، او زموږ د غميزي مرکز په اسلا آباد کي دی.
    زه د چا صفت نه کوم ، خو دا ډول ليکني چي بيده (ويده) قومونه راويښوي دستا يلو وړ دي،اولنو (پخوانو) خو تر خپله وسه ډيري چغي وکړې او ب الاخر ه سرونه يې پدې لاره کي جار کړه ،اوس به وګورو چي پر ځوان نسل وطن څومره ګران دی؟؟؟

  8. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ليکوال له ټولې ليکنې مې دغه کرښه راواخيستله «هلته په لسګونو زره پښتانه هلکان په خېټه ساتل کېږي، او بیا یې ذهن وینځنه کېږي»، چې ما د انسان د سايکلولوژي يو فنومېن پکې وليدلو، خو تر ټولو په زړه پورې يې بيا دا ده، چې د ليکوال په څرګندونو کې داسېې ښکاري، چې په پاکستان کې تر ۳۰۰۰۰ مدرسې فعاله دي، نو زما سره داسې پوښتنه راپيدا شوه، چې د افغانستان ۶ يا اوه ستوري، لکه حبيبي، خادم، الفت، رشاد، رېښتين، مجروح هم په مدرسو کې سبق ويلی دی، نو نه دي مغزښويي شوي، خو تر څنګ يې تره کی هم په لومړيو کې په مدرسو کې وو او بيا يې سره ناولونه ليکل، چې بېخې د بل نظر او بل انداز خاوند شو!
    په افغانستان کې تر ۶ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي، خو په ټول افغانستان کې د ښوونځيو شمېر تر ۶۵۰۰ ياد شوی، چې ۸۰ سلنه يې تعمير نه لري او ماشومان په وچ ډاګ باندې سبق وايي، خو په يو څو مدرسو کې يې چې يوه يې زما د پلار مدرسه هم د افغانستان په يوه وړه سيمه کې ده، چې تر ۷۰ شاګردان پکې د موډرنو سبقونو تر څنګ اسلامي سبق هم وايي، ټول له ليرې پاتيو کليو راغلي دي او موډرن مکتب بيا په يو سيمه ييز ښوونځي کې لولي، مګر دغه مدرسه ورته د اسلامي زده کړو تر څنګ هم جومات لري او هم د خوب لپاره وړه ليليه.
    زما يو بل نېژدې دوست، چې په کندهار کې هر مياشت په اوه جومتونو کې ملايانو ته مياشتنی معاش ورکوي، چې ماشومانو ته سبق ووايي او له سيمې د لوږې له کبله يې ملا ونه تښتي! ځکه نو هم جومات ساتي او هم ماشومانو ته سبق وايی، چې د مکتبي نصاب له نشتوالي سره د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعرونه ټولکه هم په کوم يو جومات کې لولي، چې ماشومان اقلآ د قرآن کريم تر څنک له پښتو لوست سره هم آشنا شي.
    زما دغه تبصره دې ته نغوته کوي، چې په يوه ټولنه کې مدرسه يا ښوونځۍ ملامت نه دی، مګر ستونزه په لوږو سترګو ، ټولنيزو بې عدالتي او هرمرو د ژوند او مړيني د ګواښونو تر منځ پېښه ده! ځکه امنيت يو په کابل کې په نسبي بڼه ښه دی، مګر د هېواد په ۹۰ سلنه کې بې امنيتي ده، په هې،اد کې انارشي ده او خلک له مجبوريته حتی انتحاري کوي. ما ته ډېرې پېښې معلومې دي، چې يوه يې د مرکزي سيمو د يو کليوال لوستی ځوان پېښه ده، چې په پوهنتونو کې يې سبق ويلو، مګر په خپله سيمه کې يې داسې ناخوالې ليدلې وې، چې پايله يې په شعوري بڼه عسکر کېدل ول او بيآ يې د امريکايانو وژل ول او بيا ورسته دغه ځوانان هم له خاورو سره خاورې شوی دی!
    په دولتي ادارو کې او په ژورناليستيکو مؤسسو کې هم ېو شمېر افغانان له ننني دولت سره کار کوي، نو دوی به په طبيعي بڼه هم د انتخاباتي کمپاينونو لپاره هڅې کوي او له ننني دولتي انارشي به ننګه کوي، چې ملامت هم نه دي!
    مګر په زړه پورې دا ده، چې د پاکستان انجينير، ډاکټر او يا نور څانګپوه په ټوله نړۍ کې پرته له کومه جنجاله کار موندلی شي، مګر افغان څانګپوه ته بيا څوک د توت اهميت هم نه شي ورکولی! په پاکستان کې د اټوم انرژي نه د وسلې او ملکي موخو لپاره کار اخلي، مګر په افغانستان کې ليا برېښنا له تاجکستانه اخلي! چې نيم کابل بيا په تورتم کې وي او نيم نور په ډنډونو کې ډوب وي! په پاکستان کې هر ډول درمل، برېښنايي شيان، تخنيکي مواد او يا ساختماني مواد دومره دي، چې د افغانستان بازار يې خپل کړی دی، ځکه په کال کې افغانستان تر ۵ ميليارده ډالره يوازې له پاکستانه مواد واردوي! نو اوس زه هم نه پوهېږم، چې په پاکستان کې د مغزشوي فابريکه چالانه او که په افغانستان کې د يو شمېر خلکو مغزونه منجمد دي او فکرونه يې ساړه دي!
    افغانان بايد د افغانستان لپاره د سياليو ذهنيت له منځه يوسي، د کاريابي زمينه برابره کړي او لږ تر لږه د امنيت امکانات او ښوونځيو ته د نصاب پوره کتابونه او تعميرونه جوړ کړي! همغه خبره چې مالته هوش کُن و همسايه ات را دزد نه ګير! پاکستان غواړي چې د افغانستان زېرمې لاندې کړي او له افغانستانه خپله سوبه جوړه کړي، خو دا په موږ افغانانو پورې اړه لري، چې خپل هېواد په څه ډول وژغورو او په څه ډول خپل نېکمرغه ژوند جوړ ګړو!
    معه سلاموکم الاهللو افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  9. قرار صيب ډير په زړه پور ليک خو ملا زموژ ده ټولو ماته ده که لردے او که بر جنت او آخرت ويرے اخستی يو او ټوله دنيا مو ده اسلام پر نامه غوله وی

    ن

  10. هلکه ملا میونده، خبره په لوی لاس بلې خوا ته مه کشوه. قرار په واضحه، تر لیکنې مخکې یادښت لیکلی،او لیکلي یې دي چې دلته له مدرسې څخه مقصد، د دیني درس ځایونه نه دي. بلکې دیندارو ته یې اخطار ورکړی چې که یې غمه ونه خورئ، دیني نومونه د غلطو کارونو لپاره استعمارېږي. د ده مقصد واضحه ده چې دیني مدرسې نه بلکې د آی ایس آی لواطتخانې ښيي. په یوه ځای کې یې واضح لیکلي چې له یو څو لویو مدرسو پرته… یعنې حتی په پاکستان کې هم ټولې مدرسې دغسې نه بولي.

  11. ښاغلی قرار صیب
    السلام علیکم!
    تور ته به تور وایو اوسپین ته به سپین وایو، ښه ته به ښه وایو اوبد ته به بد وایو، په شور، چغو اواحساساتو سره به خلکو ته ځواب نه ورکوو، بلکه په ښودلایلو، منطیق اوژور فکرسره به خلکوته ځواب ورکوو.(دقرار دلیکنوڅخه)

    زه چه کله په وطن کی دورونواومشرانووژنی، زخمونه اونوری دغم نه ډکی ناخوالی وګورم نو احساسات می راوپاریږی، په دغه احساساتی وخت کی کله په طالیبانواوکله دکرزی صیب په حکومت پسی داحساساتو په تود قلم څوتودی تودی کرښی ولیکم اوژریی په تاندوالو حواله کړم، خوتاندوال دی هم خیر یوسی زما ځینی تبصری نه خپروی، ځکه زما ځینی تبصری داسی وی لکه داور تودی سکروټی نوتاندوال پوهیږی چه دغی ورور داسکروټی داحساساتو په وخت لیکلی دی.نوکومه تبصره چه ما په احساساتو کړی وی اوتاندوال یی خپره نکړی نوزه هم خوشحاله یم.

    اوس راځم اصلی خبری ته هغه داچه ستاسی دفرمودی په اساس چه په احساساتو به ځواب نه ورکوو اودمنطق اوعلم څخه به کار اخلو.
    نواوس زه وایم چه ښاغلی ملا میوند اخوندچه کومه پورته تبصره لیکلی ده، دغه تبصره علمی، منطیقی اوډیره قوی ده.
    دغه ښاغلی ملا چه هرڅوک دی زه یی نه پیژنم خودده دټولولیکنو څخه داسی معلومیږی چه ښه رښتینی افغان دی، په خپل وطن ښه کلک خفه کیږی، اویوه ملی مفکوره لری، اوپه معلوماتو کی ښه ډاکتر، ښه انجینر، ښه سیاستدان اوښه ملادی.
    ګرچی په ځینو مسایلو کی ورسره زه هم نظریی نه یم، مثلا زه ښاغلی اشرف غنی دپوهی او علمیت په اساس خوښوم اوهغه دولسمشری لپاره وړکس بولم، اودهغه دواړه معاونین تایدوم. ځکه کله چه زه اشرف غنی ته لمړی دیوپوهه اوعلمی شخص نوم اخلم، نودهغه معاونین که هرځومره خراب خلک هم وی زه یی باید په پټوسترګو قبول کړم، ځکه دغه معاونین د اشرف غنی په پوهه دافغانستان لپاره په فعلی شرایطوکی وړاولازم خلک دی.نوچه ډاکترغنی یی وړ بولی نوحتمی به دافغانستان په خیر وی.
    مګر ملا میوند اخوند وای چه دډاکترصیب پوهه منم مګردخاین معاون کار ورسره نه منم.
    خیر په هرصورت هرانسان پوهیږی اوخپل یی انتخاب.
    خوداباید هیرنکړو چه په مقالو کی قرار، په تبصرو کی ملامیونداوپه خندولو اودملابیجله ګر پشان مقالوکی قانع صیب کامیاب دی.
    په اخرکی مافی دهغه چاڅخه غواړم چه دغه زما تبصره په بده لګیږی.

    دخدای په امان
    عبداله کابلی

  12. اسلم اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ښاغلي عبدالله کابلي له لورېينې ډېره مننه، مګر د تش په نامه حاجي پاړو ادبي اخلاق د جملې په سر کې ليآ ښکاري، چې يو ناپېژندلي چا ته موخه مې (زه) يم، د هلک خطب کوي، معلوميږي او بيا يې د ذهن محصول دومره کاوړی دی، چې حتی زما په ډېره ساده تبصره يې سر هم نه دی خلاص شوی! ما د ليکوال ليکنه سمه لوستې او د کرښو تر منځ يې سپکو او ناخوالو ته ځير شوی يم او بيا مې په شعوري بڼه تبصره پرې ليکلې ده!
    ښاغلي حاجي صيب ته بايد ياده کړم، چې د الحاج نوم بايد وساتي، ځکه د حاجي لقب هغه چا ته ورکول کېږي، چې د رسول اکرم محمد (ص) په پلو يې په مکه او مدينه کې پل اېښی او د تواف ګامونه يې پورته کړي، نو د جاجي توب سره، په ريښتيا هم د الحاجتوب ښه او نېک اخلاق پکار دي، زه هم له منافقينو سره کرکه لرم، چې د اسلام، پښتو او افغان سپېحلي نامه لاندې منافقت کوي!
    معه سلاموکم الاهلول مخلصين
    ملا ميوند آخوند

  13. Salam Alikum Brothers And Sisters,
    Before or after Pakistan, we have had a dark life for past 350 years. Nothing will change in our life until we decide to live based on principles. From my world wise experiences, I can assure all of you that it is rare that people always live by opportunities…
    Define your life principles, promote and live by it, and you will how beautiful life is in facts, otherwise blame Iran, Pakistan, Saudie, Russia, USA and others…

    Do you people have any responsibility to take for your life, it is blame others… Plz, learn that life is your control if you use your brain…

    Regards,

    Mullah Habibullah

ځواب ورکول Pakhtoon zulmai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *